د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۰

پاکستان کې پر افغان خبریالانو فشار، دوی له اسنادو سره سره نیول کیږي

د خبریالانو ملاتړي
د خبریالانو ملاتړي

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي او بندیان شوي دي. امسو ویلي د دوی له ډلې یوه خبریاله اېستل شوې، یو خبریال او خبریاله لا هم بند کې دي او د پاکستان له حکومته یې دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې مېشت یو افغان خبریال وایي، وروستیو کې دوه ځله پاکستاني پولیسو نیولی او توقیف کړی دی.

یو خوا د ویزو تمدید بند دی او بلخوا مو پولیس نیسي
پاکستان کې افغان خبریال

ده چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم یادونه نه کوله د جمعې په ورځ «د ثور په ۴مه» ازادي راډیوسره خبرو کې زیاته کړه:"په ټوله کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ډېر بد او په بې برخلیکه حالت کې دي، یو خوا د ویزو تمدید بند دی او بلخوا مو پولیس نیسي او اخاذي اخلي، زه دوه ځلې د نیول کېدو تجربه لرم، یو ځل خو خپلې کورنۍ سره حاجي کمپ ته انتقال او درې شپې په کې وساتل شوو، بیا یې تورخم ته د ډیپورت لپاره ولېږلو،خو له نېکه مرغه له تورخمه بېرته راوګرځول شوم، ځکه افغانستان کې مې ژوند شدیداً خطر سره مخ دی."

یاد خبریال ادعا کوي چې تېر کال افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا نیول شوی او شکنجه شوی و چې په اړه یې ګڼ مستند راپورونه هم خپاره شوي.

پاکستان کې یو بل مېشت افغان خبریال چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، نه یوازې دی او همکاران یې، بلکې لسګونه افغان خبریالانو او په ټوله کې افغان پناه غوښتونکي دا شپې، ورځې له سختو کړاونو، ځورونو او ان د پولیسو لخوا له اخاذیو سره مخ دي:"دوی (پاکستان) هېڅ ډول اصولو ته ژمن نه دي، دوی له خبریالانو پیسې اخیستي، نیولي، د کورنۍ غړي یې ترې بیولي او بندیان کړي یې دي، دلته د خبریالانو لپاره وضعیت واقعا د اندېښنې وړ دی."

دوی له خبریالانو پیسې اخیستي، نیولي، د کورنۍ غړي یې ترې بیولي
پاکستان کې میشت افغان خبریال

دا افغان خبریالان د امن ژوند، خوندیتوب او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د پناه غوښتنې کېسونه ورسره لري، د ملاتړ او ژر تر ژره انتقال غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې له پاکستانه، افغانستان ته ستانه کړل شوي یو شمیر خبریالان هم وایي، هره شېبه د مرګ خطر احساسوي او په پټه او وېره کې ژوند کوي.

د دوی له ډلې یو چې د موضوع د حساسیت او امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل: "زه دوه میاشتې کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته راډیپورت شوی یم، دلته مې هم معیشتي او هم روحي حالت ډېر خراب دی، کله چې یو کس د خبریال په توګه کار کړی وي په دې شرایطو کې هر شېبه یې له خطر سره مل ده، هر چېرې چې اوسم د خطر احساس کوم."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) تازه ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ثور په ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې نیول شویو خبریالانو کې یوه ښځینه او یو نارینه دی چې لا هم په بند کې دي او یوه بله خبریاله له خپلې کورنۍ سره نیول شوې او افغانستان ته ډیپورت شوې ده.

(امسو) د دغو خبریالانو نومونه د امنیتي اندېښنو له امله نه دي افشا کړي خو د پاکستان له حکومته یې د دوی د ژر تر ژره او هر ډول قید او شرط پرته ازادېدو غوښتنه کړې ده.

بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو او د کډوالۍ د اصولو له مخې افغان کډوالو سره چلند وکړي، او د خبریالانو نیول او ځورول پای ته ورسوي.

بیان کې ټینګار شوی چې "خبریالان مجرمین نه بلکې د حقایقو رسوونکي دي."

(امسو) زیاته کړې چې له دې ډلې یوه خبریاله په داسې حال کې نیول شوې چې قانوني اسناد او له پاکستانه د وتلو لپاره د بل هېواد ویزه هم لري، خو په ټکو یې، د پاکستان پولیسو هغې ته د وتلو اجازه نه ده ورکړې او اوس د کډوالو یوه کمپ ته لېږدول شوې ده.

دې سازمان ټینګار کړی چې د خبریالانو جبري ایستل دوی او د دوی کورنۍ له «جدي امنیتي خطرونو» سره مخ کوي او په ټکو یې دا اقدام د کډوالو د حقونو له نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کی دی.

(امسو) د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو کمیټو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د امنیت د تامېندو لپاره عملي ګامونه واخلي او پر پاکستان فشار راولي چې د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ دغه سازمان او پاکستان کې مېشتو خبریالانو مخکې هم په ځلونو د پاکستاني پولیسو لخوا د لسګونو خبریالانو د نیولو او ځورولو راپورونه ورکړي دي.

د یادونې ده چې پاکستان د تېرو ۲۰۲۵ کال له لومړیو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ویزو تمدید بند کړی او د خبریالانو په ګډون یې تر اوسه زرګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ډیپورت کړي او دا بهیر لا هم روان دی.

هڅه مو وکړه هېواد ته د بیرته ستنېدو په صورت کې د دې خبریالانو د امنیتي اندېښنو او ورته د خطرونو اړوند د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو نوموړي وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو چې د دوی لخوا خبریالان د خپل کار له امله نه بلکې په شخصي دوسیو نیول شوي او بندیان شوي دي او دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو فعالیت ته ژمن دي، هغه څه چې خبریالان یې ردوي.

خو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته وخت په وخت لسګونه خبریالان نیولي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG