د امریکا ولسشمر ایران سره د دوه اونیز اوربند د پایته رسیدو په درشل کې اعلان وکړ چې اوربند په یواړخیز ډول تمدیدوي څو په خبره یې " ویشل شوي ایراني" مشرتابه ته فرصت ورکړي چې د سولې په هکله یو متحد دریځ وړاندې کړي.
خو ډونالد ټرمپ داهم ویلي چې دایران دبندرونو محاصره چې تهران یې غوسه کړی به دوام ولري.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې ولیکل:
"د دې حقیقت پر بنسټ چې د ایران حکومت په جدي ډول ویشل شوی دی، چې دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده، او د پاکستان د فیلډ مارشال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف لخوا موږ څخه غوښتنه شوې چې پر ایران خپل برید تر هغه وخته وځنډوو څو د هغوی مشران او استازي وکولای شي یو ګډ وړاندیز چمتو کړي."
ټرمپ پرته لدې چې کومه مشخصه نیټه وټاکي زیاته کړه چې هغه به "اوربند تر هغه وخته وغځوي چې د هغوی پیشنهاد وړاندې شي او خبرې پای ته ورسېږي، که هر ډول پایله ولري."
سملاسې څرګنده نه شوه چې ایران دغه یو اړخیز اوربند منلی کنه.
د ایران د پارلمان د رئیس محمد باقر قالیباف یوه سلاکار د اوربند غځول "د وخت اخیستلو یوه چال" وباله، څو ناڅاپي برید ته زمینه برابره شي، او ویې ویل چې تهران باید ابتکار عمل په لاس کې واخلي، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
ویاند همدارنګه وویل چې د امریکا اوسنی بندیز پر ایراني بندرونو "له بمبار څخه هېڅ توپیر نه لري او باید په پوځي ځواب سره مخ شي."
بلخوا، دایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو کړنو "دښمن دې ته اړ کړی چې د اوربند غوښتنه وکړي".
د سپاه په اعلامیه کې راغلي چې پرامریکا او اسرائیل باندې د ایران د پوځ توغندیز اود بېپیلوټه الوتکو بریدونو، دغه دوه هېوادونه "بېوسې او ستومانه کړي دي."
ټاکل شوې وه چې دامریکا او ایران ترمینځ دوه اونیز اوربند د امریکا د ختیځ ساحل په وخت چهارشنبې ماښام پایته ورسیږي.