د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۸

اسلام اباد کې دامریکا او ایران د بل پړاو خبرو امکان لا ناڅرګند دی

ارشیف
ارشیف

د امریکا او ایران ترمنځ اسلام اباد کې د بل پړاو مخامخ خبرو امکان د اوربند تر پایته رسیدلو دوه ورځې مخکې لا هم څرګند نه دی. ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی خو ایراني چارواکي وايی اوسمهال دخبرو لپاره پلان نلري.

د امریکا او ایران ترمنځ د سولې دخبرو د بل پړاو مخامخ خبرو امکان د اوربند ترپایته رسیدلو دوه ورځې مخکې لا هم روښانه نه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د حمل ۳۱مه / د اپریل ۲۰مه) له نیویارک پوسټ سره په یوه لنډه مرکه کې وویل چې یو پلاوی د هغه د مرستیال جي ډي ونس په مشرۍ ټاکل شوې چې د دوشنبې په شپه پاکستان ته ورسېږي، خو لا هم دا نه ده تایید شوې چې ونس له امریکا څخه د پاکستان لور ته خوځیدلی که نه.

سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې هغه الوتکه چې ونس یې عموماً کاروي (ایر فورس ټو) څو ساعته وروسته له دې مرکې واشنګټن ته نږدې په اندروز اډه کې وه.

دغه را رویټرز د دوو سرچینو په حواله چې نوم نه دی اخیستی راپور ورکړی چې ونس لا هم نه دی روان شوی، او په څو رسنیزو راپورونو کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې هغه به ژر روان شي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکایي مذاکره کوونکي به اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره سفر وکړي او د امریکا په وخت د اپریل په ۲۰مه به ورسېږي، خو نه ایران او نه هم پاکستان هغه مهال دا خبر تایید کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې په یوه خبري ناسته کې وویل:
"موږ د خبرو د بل پړاو لپاره هېڅ پلان نه لرو او په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې."

بقایي زیاته کړه:

"مونږ په واقعیت کې د امریکا د جدیتوب په هکله جدي نښه نه وینو ، بالعکس داسې مکررې او ګڼې نښې وینو چې امریکا کې د واقعي او متعارفې دپیلوماسۍ د پرمخ بیولو لپاره هیڅ ډول جدي والی نه ترسترګو کیږي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له دې څرګندونو وروسته، رویټرز د یو لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، راپور ورکړ چې تهران د امریکا سره د سولې محتملو خبرو کې د ګډون ارزونه کوي، خو لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که د خبرو نوی پړاو مطلوبه نتیجه ورنه کړي، نو په ایران کې به برېښناکوټونه او بنسټیزې زېربناوې په نښه شي.

پاکستان چې د اپریل په ۱۱ او ۱۲مه د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ خبرو د لومړي پړاو کوربه و، اوس هڅه کوي چې د خبرو بل پړاو هم تنظیم کړي.

لومړی پړاو پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ دوه اوونیز اوربند د چهارشنبې په ورځ، د اپریل ۲۲مه پای ته ورسېږي.

دواړو خواوو یو بل د دې نازک اوربند په ماتولو تورن کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکز د راپور له مخې، حتی که خبرې په اسلام‌اباد کې دوام هم وکړي، عامې څرګندونې ښيي چې تهران او واشنګټن د مهمو مسایلو په اړه ژور اختلاف لري، لکه د ایران اټومي پروګرام او د هرمز تنګي کنټرول.

دغه تنګی په ایران د فبرورۍ په ۲۸مه دامریکا او اسراییلو دهوايي بریدونو د پيل راهیسې دتهران لخوا عملاً تړل شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG