د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۰

افغانستان

د طالبانو حکومت بلاروس سره د تیلو د پیرلو خبرې کړي

دطالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
دطالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس دصنعت وزیر یوګنیویچ کورنتسوف سره له دغه هیواده د پترولو او ډیزلو د پیرلو په هکله خبرې کړي دي.

دغه خبرې ددوشنبې په ورځ ازبکستان کې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامیه وايي عزیزي په دې غونډه کې د بلاروس پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده .

نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې دافغانستان محصولات هم په کې نندارې ته ایښول شوی ازبکستان ته تللی دی.

نوموړي په داسې حال کې بلاروس څخه د سونګ د موادو د پیرلو خبرې کړي چې ایران سره دامریکا او اسراییلو د جګړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د حرکت دمحدودیدو له امله افغانستان کې هم د تیلو بیې لوړې شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي

بروکسل د اروپایي ټولنې مرکز
بروکسل د اروپایي ټولنې مرکز

یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.

یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.

د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.

اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران وریدو اټکل کړی دی.

د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به نن په فاریاب، بادغیس، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران ووریږي.

د هوا پیژندني ریاست په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دغو ولایتونو کې به د باران کچه له لسو تر شل ملي متره پورې وي.

ملګرو ملتو د اونۍ په پيل کې په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې د وروستیو څو اونیو ورښتونو او سیلونو له درې اویا زره څخه ډیر کسان اغیزمن کړې دي.

تیره میاشت د سیلونو له امله په افغانستان کې په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو نور ټپيان شول.

ملګري ملتونه وايي سږ کال په افغانستان کې ملیونونه خلک  عاجلې سرپناه ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وايي په افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ ملیون کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه پروګرام د افغانستان څانګې (دوشنبه د وري ۳۱مه ) په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د باکو په نړیوال ښاري فورم کې یې د دغو خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړی او هڅه کوي د هغوی لپاره د مرستو زمینه برابره کړي.

د ګڼ شمیر کډوالو راستنیدو او د سیلابونو په نتیجه کې د کورونو ویجاړي د سرپناه دنشتوالي ستونزه پراخه کړې ده.

بلخوا د کډوالی نړیوال سازمان ( IOM) وايي د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه د ستنوشویو کډوالو شمیرکې د تیرکال دهمدې مودې په پرتله ۱۵ برابره زیاتوالی ولیدل شو.

دغه سازمان خپل تازه رپوټ کې چې یکشنبه د وري په ۳۰ مه یې خپور کړ وايي یواځې د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې څه دپاسه ۴۲ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

بقایي: ایران تر دې شیبې بل پړاو خبرو لپاره هیڅ پروګرام نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن ویلي چې تر دې دمه له امریکا سره د سولې دویم پړاو خبرو کې د ګډون هیڅ پروګرام نه لري.

نوموړي په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي: " ایران به خپلو ملي ګټو ته په کتو د سولې د خبرو د دوام په اړه مناسبه پریکړه وکړي."

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې پلاوی یې پاکستان ته د تګ په حال کې دی.

هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.

ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی

ارشیف، په بغلان کې یو سیلاب ځپلی
ارشیف، په بغلان کې یو سیلاب ځپلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.

یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.

دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.

یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.

د اقلیمي بدلونونو په لړ کې د همدې حمل میاشتې په دویمه او دریمه اونۍ کې په نژدې ټول افغانستان کې سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې د سر او مال زیان واړوه.

راشدخان ویلي چې هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل

راشدخان
راشدخان

د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.

ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی.

د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.

تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.

په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»

د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په ۲۰۱۸ کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.

ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.

 پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.

د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم، ۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو او هرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي".

پاکستان په دې هېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه

طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".

سمنګاني د افغانستان د ملي درې رنګه بیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.

خو د ټولو دولتي ادارو په ګډون له هر ځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ(تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیو کلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شوي دي.



د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی

د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس
د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.

میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.

شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.

ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.

مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG