د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۹

د خوړو نړیوال پروګرام : د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د مرستو مخه نیولې

د مرستو توزیع ، ارشیف
د مرستو توزیع ، ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د پروګرامونو او مرستو د بندېدو لامل شوې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د جګړو او بې ثباتۍ زیاتوالی په افغانستان کې د خوړو ناامني نوره هم زیاتوي.

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ا اوسېدونکی عثمان وايي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو د وروستیو نښتو له امله کابو دوه میاشتې مخکې له خپلې مېنې کډې کولو ته اړ شو، خو اوس په خبره یې دښته کې د اورښتونو او امکاناتو د نشتوالي امله بېرته خپل کور ته ستنېدو ته اړ شوی د

نوموړی زیاتوي، د دوی په سیمو کې که څه هم په لومړیو کې ځینو کورنیو سره د سرې میاشتې لخوا په ډېره محدوده توګه مرسته وشوه خو په خبره یې بیا د «ډبلیو اف پي» په ګډون ادارو مرستې بندې شوې او ډېری کورنۍ له هر ډول مرستو پاتې او په بدو شرایطو کې شپې، ورځې تېروي.

هغه د جمعې په ورځ د «حمل په ۲۸مه» ازادي راډیو ته وویل:

زموږ سرحدي سیمې دي چې درې درې نیم زره خلک کډو ته اړ شول خو ځینې لا هم خپلو سیمو کې پاتې دي، مرسته ډېره کمه وشوه


"زموږ سرحدي سیمې دي چې درې درې نیم زره خلک کډو ته اړ شول خو ځینې لا هم خپلو سیمو کې پاتې دي، مرسته ډېره کمه وشوه او ډېر خلک ترې پاتې شوي، اوس زموږ هیله دا ده چې «ډبلیو اف پي» سور صلیب او سره میاشت دې زموږ سیمو ته راشي، او موږ سره دې مرستې وکړي، خلک ډېر ستونزو سره مخ دي،غرونه دي ساړه او بارانونه ډېر دي، خیمې او ټراټونه نشته، خلک همداسې په ډاګ پراته وي."

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی فولاد خان بیا وايي، د دوی ولسوالۍ کې له جګړو اغیزمنو کورنیو سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي:

دوی دلته هېڅ نه راځي، بل څمکنیو کې هم نه مرستې شوي او نه نړیوالې موسسې راغلي، پخوا به چې دلته جګړې وشوې بیا به مرستې راغلې

"دلته سرحدي سیمو لکه ځاځي اریوب، پټان، احمد خېلو او منګلو ولسوالیو کې خلک بیخي «ډبلیو اف پي» پېژني نه، دوی دلته هېڅ نه راځي، بل څمکنیو کې هم نه مرستې شوي او نه نړیوالې موسسې راغلي، پخوا به چې دلته جګړې وشوې بیا به مرستې راغلې، خو اوس چې ان شل شپې هم جنګ دوام وکړي خلک ډېر ځورېږي، ځکه اقتصاد کمزوری او خلک ډیر زیات ستونزو کې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) هم په یو تازه راپو کې ویلي چې په څو سرحدي سیمو کې د دوی د مرستو او د خوړو سیسټم مهم فعالیتونه ځنډول شوي چې لامل یې ورستۍ جګړې او د بې ثباتۍ زیاتوالی دی او دا په افغانستان کې د خوړو ناامني نوره هم زیاتوي.

«ډبلیو اف پي» د پنجشنبې په ورځ «د حمل په ۲۷مه» پر خپله وېب پاڼه د یو درې مخییز راپور په خپرولو زیاته کړې چې د دوی دا پروګرامونه د خوست، پکتیکا، پکتیا او نورستان په پنځو ولسوالیو کې درول شوي، چې په زیانګالو ټولنو باندې یې اغیزې د اندیښنې وړ دي.

خو د دې ادارې په ټکو، دوی له دې خنډونو سربېره، د مور او ماشوم اړوند پروګرامونه او ځني نور حیاتي فعالیتونه د نورستان ولایت له کامدېش ولسوالۍ پرته په ډیری اغیزمنو ولسوالیو کې بیا پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ یادې نښتې د فبرورۍ له ۲۶ راهیسې پیل شوي او په رسمي ډول یې تر اوسه د یو لوري له خوا هم پای ته رسېدل نه دي اعلان شوي.

د یادونې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپلو راپور کې ټینګار کړی چې که څه هم دوی د دې هېواد نورو سیمو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی خو په خبره یې، لا هم په ټول افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه خورا لوړه، اقتصادي وضعیت سقوط، د اقلیمي بدلون ناوړه پایلې زیاتې، د مرستو کچه کمه ده او په خوار ځواکۍ اخته له هرو څلورو ماشومانو یو او له هرو درې شېدې ورکوونکو یا امېندوارو میندو څخه یوې ته رسېدنه کولای شي، داسې مهال چې په ټکو یې، میلیونونه نور له خطر سره مخ دي.

خو د دې ادارې په ټکو، وروستیو نښتو، ایران کې جګړې او د کډوالو پراخې بېرته ستنېدنې وضعیت لا پسې بدتره کړی دی.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو او مرستندویه موسسو د افغانستان روان وضعیت بوږنوونکی بللی او بېړنیو بشري مرستو ته یې د میلیونونو افغانانو پر اړتیاوو ټینګار او په دې اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG