د کلثوم تره احمدالله ذکي وايي: «که دلته په معیاري بڼه سیسټم موجود وای، د کوچنۍ کلثوم د ژوند امکان و؛که خدای تعالی ژوند ورکړی وای او عملیات یې همدلته شوی وی، ژغورلی مو شوه.»
دا یوه کلنه نجلۍ د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکې وه، چې په ستوني کې یې د هډوکي د یوې وړې ټوټې د بندېدو او ځنډني تشخیص له امله، درې میاشتني وروسته مړه شوه.
دې پیښې یو ځل بیا په افغانستان کې لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته د کمزوري لاسرسي او پر وخت د نه تشخیص په اړه اندیښنې راپارولې دي.
احمدالله ذکي وايي چې کلثوم چې یوولس میاشتنۍ وه، پرته له دې چې کورنۍ یې پرې پوهه شي، د هډوکي یوه ټوټه یې تیره کړې وه.
دی وايي وروسته چې کورنۍ یې پرله پسې ژړا او تنفسي ستونزو ته متوجه شوه، کلثوم یې د خپل کلي، بیا د ولسوالۍ په کچه او بیا کندهار ولایت ته بېلابیلو ډاکټرانو ته وروسته، خو په خبره یې هیڅ ډاکټر ونه توانید چې د هغې ناروغي په وخت تشخیص کړي.
ښاغلي ذکي د پنجشنبې په ورځ، "د حمل په ۲۷مه" ازادي راډیو ته وویل:
"هغه مو کندهار ولایت کې څو ډاکترانو ته یوړه، خو هغوی تشخیص ونه شو کړای، ځینو ویل زکام شوې ده، ځینو ویل د ستوني ستونزه لري، مکروب دی، چا ویل سینه بغل ده، هر ډاکتر ته به مو چې وروسته، دوه درې اونیو ته یې درمل ورکول او ویل یې بېړې ته اړتیا نشته."
د ده په خبره، وروسته کلثوم په کندهار کې عملیات شوه، خو عملیات ناکامه و او د هغې وضعیت خراب شو، چې له امله یې له مرګ او ژوند سره مبارزه کوله.
د کلثوم تره زیاته کړه، بیا هغه د طالبانو د حکومتي چارواکو په همکارۍ نږدې دوه ساعته وروسته له کندهاره کابل ته د هلیکوپترې په واسطه ولیږدول شوه؛ په داسې حال کې چې په خبره یې، هیڅ ډول ډاډ نه و موجود چې ماشومه به په دې لاره کې ژوندۍ پاتې شي.
د احمدالله ذکي په خبره، په کابل کې عملیات بریالی و او د کلثوم د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره هیلې تر بل هر وخت لوړې وې، خو تر عملیات درې ورځې وروسته، ماشومه کندهار کې د تشخیص د ځنډني کېدو له امله د سې شنبې په ورځ، د «حمل په ۲۵ مه" په کابل کې مړه شوه.
د کلثوم مړینه یوازې یوه انفرادي پیښه نه ده، بلکې د افغانستان په روغتیایی سیسټم کې پراخې ستونزې منعکسوي.
د متخصص ډاکټرانو کمښت، د اساسي تجهیزاتو نشتوالی او په ولایتونو کې روغتیایی خدمتونو ته محدود لاسرسی هغه ننګونې دي چې ډیری کورنۍ ورسره مخ دي.
متخصص ډاکټران وايي چې دا ډول قضیې بیړني اقدام او تخصصي اسانتیاوو ته اړتیا لري.
له ډلې یې متخصص جراح ډاکټر نور احمد نظر وايي، په ډیری هیوادونو کې له ستوني د بهرني شي لرې کول یو ساده او سمدستي پروسه ده خو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تجهیزاتو او متخصصینو نشتوالی دا ډول قضیې په ناورین بدلوي.
ده د پنجشنبې په ورځ، «د حمل په ۲۷مه» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"دا د افسوس ځای دی چې موږ نه شو کولای د یوې ماشومې له ستوني یو هډوکی یا بل څه حتا په دوو میاشتو کې لرې کړو، او بیا یې په بېلابېلو اټکلونو تشخیص کړو، د ډاکترانو کیفیت باید اصلاح شي، که دولت دې موضوع ته پام وکړي او د ځوانانو په روزنه پانګونه وکړي او دوی د تحصیل لپاره بهر واستوي او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي، ممکنه ده چې موږ راتلونکو ۵څخه تر ۱۰ کلونو کې د طبابت برخه کې پر خپلو پښو ودرېږو."
متخصصان په داسې حال کې د کمزوري روغتیایي سیسټم خبره کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته، دا سیسټم د پخوا په پرتله کمزوری شوی دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې مخکې یې وزیر نور جلال جلالي د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي و چې د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو هم تل د افغانستان د روغتیایي سیسټم د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ام) د حمل په ۱۸مه ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره مرستې ته اړتیا لري.
دې سازمان ټینګار کړی و چې روغتیايي خدمتونه باید یوه اساسي اړتیا وګڼل شي، نه امتیاز - په ځانګړې توګه د هغو ټولنو لپاره چې له بې وزلۍ، بې ځایه کیدو او روغتیايي اسانتیاوو ته محدود لاسرسي سره مخ دي.
د کلثوم پېښه په افغانستان کې د لسګونو ورته قضیو یوه بېلګه بلل کېږي، چیرې چې د اساسي روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی لاهم د ژوند په بېه تمامېدای شي.
د یادونې ده چې د روغتیا برخه کې د نجونو په تعلیم محدودیتونه، په ځانګړي ډول په روغتیايي ادارو کې، او له افغانستانه بهر د کارکوونکو او متخصصینو کډوالۍ د روغتیایي سیسټم نور هم کمزوری کړی، او د وضعیت لا خرابېدو اړوند یې اندیښنې راپورته کړې دي.