د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۷

په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي، یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی د نیولو او ځورولو بهیر چټک شوی

پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د دوی د ځپلو او نیولو عملیات تېز شوي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي د تورخم دروازې له خلاصېدو وروسته یو وار بیا په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ تېزه شوې ده.

ده چهارشنبه د حمل ۲۶مه د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

« پرون یې زما د تره زوی نیولی او حاجي کمپ کې بندي دی، له دې وروسته به هغه افغانستان ته ډیپورټ شي»

ده همداراز وویل: " پاکستان پولیسو د افغانانو د نیولو لړۍ بیا چټکه کړې ده، ځکه هلته تورخم دروازه خلاصه ده، کډوال نیسي، حاجي کمپ ته یې وړي او وروسته یې ډيپورټ کوي، پرون یې زما د تره زوی نیولی او حاجي کمپ کې بندی دی، له دې وروسته به هغه افغانستان ته ډیپورټ شي، دلته موږ ان له نان بای نه ډوډۍ نه شو اخیستلی، د نیولو له ویرې، دلته د کډوالو په وړاندې فضا ډېره تنګه شوې ده. "

د اسلام اباد په « بي ۱۷» سیمه کې میشت یو بل افغان کډوال هم د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل چې پولیس ان د نیولو پر مهال افغانانو ته د کور د توکو د راټولو وخت هم نه ورکوي.

ده وویل:

" دا پرون یې هم زموږ ګاونډیان ونیول او ان دوی ته یې دومره وخت ورنکړو چې خپل د کور توکي راټول کړي، باید مسولې ادارې په دې برخه کې لازم اجرات وکړي، ځکه د وطن وضعیت هم ډېر سم نه دی او دلته افغانان له ډېر مجبوریته پراته دي."

که څه هم پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړې خو له تېرو څو میاشتو راهیسې یې ظاهرا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ترینګتیا له زیاتېدو وروسته پر افغانان کډوالو فشار زیات کړی دی.

په همدې حال کې د کډوالۍ یوه نړیوال بنسټ له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو نیول او د ایستلو لړۍ ودروي او د هغوی لپاره په دې هیواد کې د پاتې کېدو قانوني لارې ولټوي.

د « ریفیوجیزانټرنیشنل» په نوم د کډوالۍ دغه نړیوال بنسټ په خپله خپره کړې اعلامیه کې چې سه شنبه د حمل ۲۵ یې خپره کړې ټینګار کړی چې افغانستان ته د جبري ستنولو اوسنی بهیر د نړیوال قانون له مخې د جبري نه ستنولو اصل نقضوي.

په اعلامیه کې راغلي«کډوال باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي، موږ له پاکستانه غواړو چې د افغان کډوالو جبري شړل سمدستي ودروي او د افغانانو د پاتې کېدو قانوني لارې بېرته فعالې کړي، چې پکې د ویزو غځول او د ثبت کارتونه هم شامل دي.»

په ورته وخت کې افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال بیا د پاکستاني پولیسو له ناسم چلنده او دغه راز په افغانستان کې د سرپناه د نه لرلو له امله شکایت کوي.

د حمیدالله په نوم یو افغان چې تازه د حمل په ۲۴ مه په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوی ازادي راډيو ته یې وویل:

" ماسره درې نور کسان هم وو، وې نیولو، په تهاڼه کې یې هم ووهلو، وروسته یې د تورو شیشو په ګاډې کې کینولو حاجي کمپ ته یې یوړو، داسې وضعیت یې موږ سره کاوه لکه مجرمان، موږ خو ترهګر نه وو، خیر دی که افغانان یو، دومره ظلم چې دوی له کډوالو سره کوي کافر یې له خلکو سره نه کوي."

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو د سیمې یوه اوسېدونکی امیرخان چې دا هم په وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته ستون شوی بیا د سرپناه د نه لرلو ستونزه بیانوي.

نوموړي چهارشنبه د حمل ۲۶ مه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ څلویښت، پنځه څلویښت کاله په پاکستان کې تېر کړل، سختې مو تېرې کړې د مهاجرت ژوند مو تېر کړو، اوس چې دلته راغلی یو، هیڅ نه لرو، نه کور شته نه ځمکه، موږ له حکومته غواړو چې موږ ته د سرپنا زمینه برابره کړي."

که څه هم د طالبانو حکومت له دې وړاندې په وار وار ژمنه کړې چې راستنېدونکو کډوالو لپاره به د ځمکو ویش پیل کړي خو یو شمېر کډوال وايي تراوسه ورته د استوګنې لپاره هیڅ ډول ځمکه نه ده ورکول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې په تېرو پنځه ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۲۱ زره افغانان په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هېواد کې اوسېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG