د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۹

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکیانو د نامعلومو وسله‌والو ډزو پراخ غبرګونونه راپارولي دي

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د نامعلومو وسله والو ډزې او مرګ ژوبلې غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز دا حمله غندلې او د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د بشري حقونو له شورا یې غوښتي چې دا پېښه ژر تر ژره وڅېړي.

دغه غیرانتفاعي مرکز چې په امریکا کې د بشري حقونو د مدافعانو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک پخواني کمیسیون د غړو له خوا جوړ شوی، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ورته پېښو د مخنیوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید اغېزمن ګامونه پورته شي.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، شنبه د حمل ۲۲مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دا ډول پېښې ښيي چې افغانستان لا هم خوندي نه دی او د ده په وینا، افراطي او ترهګرې ډلې د حساب ورکولو له ویرې پرتهکولای شي په دوامداره توګه هدفي او منظم بریدونه ترسره کړي.

هغه ټینګار کړی چې د داسې جنایتونو عاملان باید وپېژندل شي او حساب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د بشپړ امنیت دعوه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو امنیت ساتل ورته لومړیتوب لري.

په همدې حال کې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د یو مدافع بنسټ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر ملکي وګړو حمله دبشري حقونو له هر ډول اصولو سرغړونه ده.

« د هرات پېښه رښتیا هم بوږنونکې ده، دا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د بشري حقونو له اصولو سرغړونه او ټکان ورکونکې پېښه ده، باید په بشپړه توګه وڅېړل شي، څو څرګنده شي چې د دې برید عاملان څوک وو او باید حساب ورکړي.»

دا پېښه جمعه د حمل ۲۱مه له ماسپښین وروسته د انجیل ولسوالۍ د ده مهري کلي د هاشمي پله ته نږدې شوې ده.

پههرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریس احمدالله متقي شنبه د حمل ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې د دې پېښې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی او ۸ نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت هم نازک دی.

نوموړي ویلي چې د پېښې قربانیان د چکر لپاره یادې سیمې ته تللي وو او یو شکمن کس د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

خو ځینې سرچینې په هرات ولایت کې ادعا کوي چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات دی.

دا برید د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غندلی او په خپله ایکس پاڼه کې یې دا یو ضد بشري عمل بللی دی.

د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دا برید "تاوتریخجن" او "غیرانساني" بللی او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي چې د دې پېښې د عاملانو د پېژندلو او مجازات لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت مخالفو جبهو په ځانګړي ډول د ملي مقاومت او د افغانستان د ازادۍ جبهې، هم د جلا اعلامیو په خپرولو سره د نامعلومو وسله والو له خوا د ملکي وګړو په نښه کول غندلي دي.

هغه سیمه چې دا برید پکې شوی، له تفریحي سیمو څخه ده چې ډېر خلک، په ځانګړي ډول د پسرلي په موسم کې، د چکر لپاره هلته ځي.

د راپورونو له مخې، په دې سیمه کې یو زیارت هم موقعیت لري.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG