جې ډي ونس پاکستان ته تر تګ مخکې ویلي و، له ایران سره د مثبتو خبرو په تمه دی، خو که چیرته تهران د تیر ایستو په فکر کې وي، نو وبه ګوري چې زموږ مرکچي پلاوي ته داسې څه د منلو نه دي.
د کښتیو پرمخ د هرمز تنګي پرانیسته د امریکا او ایران د سولې د خبرو یو مهم بحث دی که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ایران که خوښه وي یا نه وي هرمز تنګی به پرانیستل کېږي.
د امریکا په پلاوي کې ځانګړي استازی سټيف ویټکاف، مرکچي او د ولسمشر ټرمپ زوم جريډ کوشنر او د سنټکام یا د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر برډ کوپر شامل دي.
د پاکستان په منځګړیتوب او کوربه توب د امریکا او ایران دا خبرې د دوه اوونیز اوربند په لړ کې ترسره کېږي.
د ایران پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف کوي نیمه شپه اسلام اباد ته رسېدلی.
قالیباف ویلي چې زموږ نیت ښه دی خو اعتماد او باور نه لرو.
قالیباف اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې په لبنان کې د اوربند د ټینګېدو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون شرطونه وړاندې کړي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او ځینې نور لوړپوړي ایراني چارواکي هم په پلاوي کې شته.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د جمعې په ورځ له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته د روانېدو په مهال وویل چې له ایران سره د مثبتو خبرو هیله لري، خو په عین وخت کې یې تهران ته خبرداری ورکړ چې «موږ مه تېرباسئ».
ونس له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل: «موږ خبرو ته لېواله یوو. زه فکر کوم دا خبرې به مثبتې وي.»
په پاکستان کې د دغو خبرو په مناسبت دوه ورځې عمومي رخصتي ده ټول دولتي مراکز او ښوونځي تړلي دي.
د تهران او واشنګتن خبرې به د اسلام اباد په سرینا هوټل کې ترسره شي. هلته تر لس زره ډير امنیتي سرتیرې ځای پرځای شوي او د اپریل په اتمه لا له سرینا هوټل څخه مسافر ایستل شوې دي.