د بلخ یو شمیر اوسیدونکي وايي، سږ کال هم لکه نور کلونه د افغانستان له بېلابیلو ولایتونو خلک نوروز او د ګل سرخ میلې ته دغه ولایت ته تللي دي.
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی محمد سهراب وايي، د ګل سرخ میلمه مزار شریف کې اوس هم د تېر په شان ترسره کېږي:
میله خو اوس په ټول مزار شریف ښار کې ده، د نوي کال له پیل نه چې خلک په چکر، تفریح او میله دي تر اوسه
" میله خو اوس په ټول مزار شریف ښار کې ده، د نوي کال له پیل نه چې خلک په چکر، تفریح او میله دي تر اوسه، توپیر نورو کلونو سره یوازې دا دی چې په روضه شریف کې جنډه نه پورته کېږي، نور نو همغه شان مېلمانه له کابل، قندهار او نورو ولایتونو څخه مزار شریف ته راغلي وو، سږ کال هم ښه وه، نسبت ځنيو کلونو ته ښه وه."
د مزار شریف ښار بل اوسېدونکی چې دا هم په خبره یې ملګرو سره د ګل سرخ میلې په چکر له ښاره بهر دښتو ته راوتی خو ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د پنجسنې په ورځ د حمل په ۲۰ مه ازادي راډیو ته وویل، ښځې هم له خپلو کورنیو سره چکر ته راځي خو له حجاب سره:
خلک چکر ته ځي، د شادیانو دښتې ته، نورو خصوصي پارکونو ته، کورنیو سره دوستانو سره،
" خلک چکر ته ځي، د شادیانو دښتې ته، نورو خصوصي پارکونو ته، کورنیو سره دوستانو سره، دوی خپل قواعد لري، څوک نشي کولای دچکر ازادي ولري موسیقي وغږوي، ښځې راځي خپلو کورنۍ سره، اسلامي حجاب مراعات کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې تفریحي پارکونو ته د ښځو په تګ بندیز لګولی او مخکې په پلازمینه کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمیر ښځو او نجونو هم ازادي راډیو سره خبرو ویلي وو چې دوی تفریحي پارکونو او میله ځایونو ته له تګ راګرځول شوي دي.
د ګل سرخ مېله هر کال په مزارشریف په ښار کې د نوي کال په پیل سره د غاټول سرو ګلونو د راټوکېدو په مناسبت ترسره کېږي خو د خلکو راتګ ورته ان د نوي کال له پیل مخکې پیلېږي.
د تاریخي او ولسي روایتونو له مخې، د دې میلې د نمانځلو مخینه زرګونه کاله مخکې اریایانو ته ورګرځي.
د بلخ ولایت فرهنګیان له دې ډلې بریالی رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ګل سرخ میله څلویښت ورځې وي:
دا فرهنګي او تاریخي میراث یا د ګل سرخ میله چې څلویښت ورځنی میله هم ورته وايي، له هغه مهال چې علم مبارک یا جنډه به پورته کېده دا میله هم پېلېده
" دا فرهنګي او تاریخي میراث یا د ګل سرخ میله چې څلویښت ورځنی میله هم ورته وايي، له هغه مهال چې علم مبارک یا جنډه به پورته کېده دا میله هم پېلېده، دا څلویښت ورځې به خلک دښتو ته تلل، دیګونه به یې پخول، مېلمستیاوې به یې کولې او تفریح به یې کوله، یعنې غرونو، غونډیو، کلیو او باغونو ته به تلل دا ګل سرخ څلویښت ورځنی میلمه به یې تېروله."
د نوموړي په خبره دا میله به بیا د نوي کال له پیل څلویښت ورځې ورسته د جنډې په ښکته کولو سره ختمه شوه.
د بلخ ولایت فرهنګیان وايي چې ګل سرخ میله د نوروز نمانځلو یوه برخه ده.
هغه جشن چې طالبانو بیاځلي له واک ته رسېدو ورسته یې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په اوړي کې پر رسمي نمانځلو بندیز ولګوه او له جنتري نه یې په مناسبت رسمي رخصتي هم لغو کړه.
هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی نوروز په رسمي ډول نه نمانځي، خو په وینا یې د خلکو له خوا یې د لمانځلو مخه نه نیسي.
دا جشن په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو ، علمي ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) د کلتوري میراث په نوملړ کې ثبت شوی او د سیمې له مهمو کلتوري دودونو څخه ګڼل کېږي.