هغوی وايي، دې ناڅرګندتیا د دوی د دې پریکړې مخه نیولې ده چې ایا دغو هېوادونو ته ولاړ شي که بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د دوی په خبره، کډوالو ته مخکې ویل شوي وو چې یاد کمپ به د مارچ تر ۳۱مې وتړل شي او ممکن دوی د امریکا د نوې پالیسۍ پر بنسټ نورو هېوادونو ته ولیږدول شي.
یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او له تیرو ۱۵ میاشتو راهیسې په سیلیه کمپ کې اوسېږي، د پنجشنبې په ورځ « د حمل په ۲۰مه» یې ازادي راډیو ته وویل:
"چارواکو دلته موږ ته ویلي و چې د مارچ ۳۱مه نېټه د سیلیه کمپ تړل کېږي، او د امریکا د نوې اعلان شوې پالیسۍ له مخې تاسو ممکن یو بل هېواد ته انتقال شئ، خلک د مارچ تر ۳۱ مې په تمه وو له هغه وروسته یې هم چې پوښتنه وکړه ویل یې تر اوسه کومه تازه خبره نشته اوس هم د خلکو پوښتنه دا ده چې دا دویم او دریم هېوادونه کوم هیوادونه دي چې که زموږ په زړه وي ورشو او که نه بیرته افغانستان ته ستنېږو، خو تر اوسه دا دا هیوادونه نه دي مشخص
په قطر کې دېره افغان کډوال وايي، له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې دد دې هیواد په سیلیه کمپ کې انتظار دی
شوي."
یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم وویل چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د قطر په سیلیه کمپ کې انتظار دی:
"دې کمپ کې موږ کډوالو ته یې ویلي و چې د مارچ تر ۳۱ مې پورې مو دریم هېواد ته انتقالوو، خو تر اوسه انتقال شوي نه یو او ژمنه یې هم نه ده کړې او څه یې نه دي ویلي موږ چې د دې کمپ مشر په ګډون چارواکو سره خبرې کوو وایي هر کله چې واشنګټن نه امر یا زېری یا لارښوونه راشي، موږ یې درسره شریکوو، فعلا په تمه یو وبه ګورو چې څه کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې د وال سټریټ ژورنال په ګډون د ځینو رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، متحده ایالاتو د قطر دوحې ته نږدې د "سیلیه” په نوم کمپ کې د میشتو افغان کډوالو د لیږدولو په اړه له دوو افریقایي او یوه اسیایي هیواد سره خبرې اترې کړې دي، خو د دغو هیوادونو نومونه یې نه دي افشا شوي.
وړاندې راغلي چې قطر په غیر علني ډول له متحده ایالاتو غوښتي چې ژر تر ژره دا کمپ وتړي.
د دې راپور له مخې، یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د افغانانو د منلو لپاره د عربي او اسلامي هیوادونو د قانع کولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې ناکامې شوې دي او له همدې امله له لرې هیوادونو سره خبرې اترې پیل شوې دي.
په ورته وخت کې، یو شمیر افغان کډوال چې مخکې په ابوظبي کمپ کې میشت وو وايي چې د تیر کال په اګست کې ټولټال ۲۷ کسان روانډا ته لیږدول شوي دي.
دوی وايي، ورسره ژمنه شوې وه چې له هغه ځایه به بل هیواد ته ولیږدول شي، خو د اتو میاشتو له تېرېدو وروسته هم هیڅ اقدام نه دی شوی.
له دې ډلې یو افغان پناه غوښتونکي کې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"موږ یې له ابوظبي روانډا ته انتقال کړو شاوخوا ۸ میاشتې کېږي، موږ ته یې ۵ هېوادونه وړاندیز کړل چې په درې میاشتو کې به مو ور انتقال کړي، دا هېوادونه امریکا، کاناډا، استرالیا او فرانسه وو او ویې ویل چې که ستونزه رامنځته شوه د یوې مودې لپاره مو برازیل ته استوي او بیا نورو هېوادونو ته، خو تر اوسه یې موږ دلته تم کړي یو که یې پوښتنه کوو وایي موږ څه نه شو کولای."
وال سټریټ ژورنال په دې راپور کې زیاته کړې چې راپور ورکړل شوی چې دغو کډوالو ته وړاندیز شوی امریکا ته له تګه په شا شي او داسې سند یې لیدلی چې ښیې هر غوښتونکي ته د کورنۍ د هر غړي لپاره افغانستان ته د بیرته ستنېدو لپاره د ۱۲۰۰ تر ۴۵۰۰ ډالر وړاندیز شوي دي.
دې راپور کې دا هم ویل شوي چې دې کډوالو ته ورکړل شوې فورمه کې ټینګار شوی چې هغه کسان چې بیرته ستنېدو ته سلا دي دا مني چې "افغانستان ته بیرته ستنېدل ممکن له خطرونو سره مل وي" او د امریکا حکومت نه شي کولای د دوی خوندیتوب تضمین کړي.
د طالبانو حکومت وايي چې د خپل مشر له لوري د عمومي عفوي عملي کېدو ته ژمن دی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او نورو ادارو راپورونه ښيي چې یو شمېر سرتیري او خلک چې د جمهوري حکومت پر مهال یې له امریکایانو سره همکاري کړې وه، له زندان، شکنجې او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ شوي دي؛ هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.
متحده ایالاتو تر اوسه د کومو هیوادونو نومونه نه دي اعلان کړي چې د دې خلکو منلو ته حاضر شوي وي، او ویلي یې دي چې هیڅ څوک به په زور بیرته ستانه نه کړل شي، او نه یې هم دا خپاره کړي چې څومره خلکو د پیسو ترلاسه کولو او افغانستان ته د بیرته ستنېدو وړاندیز منلی دی.
امریکایي او منځني ختیځ رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پلان درلود چې د مارچ تر ۳۱مې پورې په قطر کې د سیلیه کمپ وتړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکني د پنجشنبې په ورځ د « حمل په ۲۰مه» ازادي راډیو ته وویل چې دا په دې اړه معلومات نه لري.
امریکايي او منځني ختیځ رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پلان لري چې د مارچ تر ۳۱مې پورې په قطر کې د سیلیا کمپ وتړي.
دا کمپ په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته جوړ شو ترڅو هغه افغانان پکې ځای پر ځای شي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه او امریکا ته د لیږد په تمه وو.
د ځینو امریکایي چارواکو او په کمپ کې د میشتو افغانانو په خبره، شاوخوا ۱۱۰۰ کسان اوس مهال هلته ژوند کوي.
د کانګرس ځینو غړو مخکې د کمپ تړل "ژور خیانت" بللی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې واک ته له رسیدو وروسته، د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر پالیسیو د نیوکې سربېره، د افغانانو او د ۷۵ نورو هیوادونو د وکړو پر وړاندې د کډوالۍ ضد سختې پالیسۍ پلې کړي او دوی ته یې د ویزو ورکول بند کړي دي.
ده ویلي چې د کډوالو پروسه به تر هغه دوام ونه مومي تر څو چې د متحده ایالاتو امنیت او د وکړو د شتمنیو ساتنه یقیني نه شي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو او د امریکایي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، ډیری افغانان چې امریکایانو یا بشري سازمانونو سره یې کار کاوه او په افغانستان کې یې ځان خوندي نه احساساوه، د متحده ایالاتو لخوا د قطر په ګډون دریمو هیوادونو ته لیږدول شوي، یا د دوی د لیږدولو لپاره یې فرصتونه برابر کړي دي.