د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۴

ایا لبنان دامریکا او ایران په اوربند کې شامل دی کنه ؟

دوه ښځې تهران کې دیوال ترمخ تیریږي چې د امریکا او اسراییلو ضد شعارونه او انځورونه پر کښل شوي دي. ۲۰۲۶ ، د اپریل ۸ .
دوه ښځې تهران کې دیوال ترمخ تیریږي چې د امریکا او اسراییلو ضد شعارونه او انځورونه پر کښل شوي دي. ۲۰۲۶ ، د اپریل ۸ .

دا چې لبنان د امریکا او ایران د اوربند په موافقه کې شامل دی کنه اوس د موافقې د تفسیر یو مهم اختلافي ټکی دی او د هغو خبرو اترو برخلیک یې چې ټاکل شوې سبا جمعه دایران او امریکا ترمینځ اسلام‌اباد کې ترسره شي، له ابهام سره مخ کړې دي. اروپا او ایران ټینګار کوي چې لبنان باید په اوربند کې شامل وي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د ادارې مشرې، کایا کالاس، نن پنجشنبې ټینګار وکړ چې اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي او خبرداری یې ورکړ چې د اسراییلو دوامدار بریدونه کولی شي دغه توافق کمزوری کړي.

هغې په خپلې اېکسپاڼې ولیکل:

د اسراییلو اقدامات د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر سخت فشار لاندې راوستی دی. دا اوربند باید لبنان ته هم وغځول شي.


میرمن کالاس په لبنان د اسراییلو وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: " دا ډول شدید اقدامات دا ستونزمنوي چې د ځان‌ څخه د دفاع په چوکاټ کې توجیه شي."

د لبنان د روغتیا وزیر ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییلو هم‌مهاله هوايي بریدونو په نتیجه کې بیروت او نورو سیمو کې د وژل شویوکسانو شمېر له ۲۰۰ څخه اوښتی او له زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.

تر میرمن کالاس مخکې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي وو چې هرداعتبار وړ اوربند باید لبنان ته هم شامل شي او له امریکا او ایران څخه یې غوښتي وو چې دا تړون په ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان کې مراعت کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یویت کوپر هم ویلي چې د بحران د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید لبنان هم د اوربند برخه وي.

په مقابل کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډې وینس ټینګار کړی چې اوربند لبنان ته نه غځیږي او ویلي یې دي چې دا برداشت د خبرو اترو په بهیر کې د غلط فهمۍ له امله رامنځته شوی.

د راپورونو له مخې، د تهران چارواکي پر دې ټینګار کوي چې لبنان باید په هر ډول تړون کې شامل وي، خو اسراییل وايي چې په لبنان کې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او د اوربند برخه یې نه بولي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې دوی به پر حزب‌الله "په هر ځای کې چې اړتیا وي" بریدونو ته دوام ورکړي. هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي:

موږ به پر حزب‌الله په ځواک، دقت او قاطعیت سره بریدونو ته دوام ورکړو.


هغه زیاته کړه: "زموږ پیغام روښانه دی: هر څوک چې د اسراییلو ملکي وګړو پر ضد اقدام وکړي، موږ به پرې برید وکړو. موږ به حزب‌الله په هر ځای کې هدف ګرځوو تر څو چې د اسراییلو د شمال اوسېدونکو لپاره بشپړ امنیت بېا تامین کړو. "

دا اختلافونه په داسې حال کې راپورته شوي چې ځینو منځګړو، لکه پاکستان، لا مخکې ویلي وو چې اوربند باید ټولو جبهو، په ځانګړي ډول لبنان،ته شامل وي. دا موضوع اوس د اوربند د موافقې د تفسیر یو مهم اختلافي ټکی دی او د هغو خبرو اترو برخلیک یې چې ټاکل شوې سبا جمعه دایران او امریکا ترمینځ اسلام‌اباد کې ترسره شي، له ابهام سره مخ کړې دي.

امریکا او اسراییل د ایران له ملاتړه برخمن د لبنان حزب‌الله ګوند، یو ترهګر سازمان ګڼي، خو اروپايي اتحادیه یوازې د دې ډلې پوځي څانګه ترهګره بولي. د دې ډلې او اسراییلو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG