د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۲

د ایران سفیر اسلام اباد ته د ایراني پلاوي د روانیدو خبر لیرې کړ ; ټرمپ وايی امریکايي ځواکونه به د ایران شاوخوا کې پاته شي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال ، ارشیف
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ سپینه مانۍ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال ، ارشیف

په داسې حال کې چې پاکستان کې د ایران سفیر هغه خبر لیرې کړ چې ویلي وو ایراني پلاوی امریکایانو سره خبرو لپاره نن شپه اسلام اباد ته رسیږي ، د امریکا ولسمشر وايی امریکايی ځواکونه به د ایران شاوخوا سیمه کې پاته شي او که د اوربند تړون مات شو نو ډزې به پیل شي.

په اسلام‌اباد کې د ایران سفیرهغه خبر لرې کړ چې پکې یې ویلي وو ایراني پلاوی پاکستان ته روان شوی دی.

سفیر رضا امیري مقدم په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي وو چې ایراني پلاوی نن شپه اسلام اباد ته رسیږي څو له امریکا سره خبرې وکړي، خو څو ساعته وروسته یې دغه پیغام لیرې کړ.

هغه د پنجشنبې په سهار په خپله ایکسپاڼه په انګلیسي ژبه لیکلي وو: "سره له دې چې د ایران عامه افکار د اسرائیلو له لوري د اوربند د پرله‌ پسې سرغړونو له امله چې هدف یې د ډیپلوماټیک نوښت خرابول دي، بدبین شوي ،ایراني پلاوی د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په بلنه نن شپه اسلام‌اباد ته رسېږي، څو د ایران د لسو وړاندیز شویو محورونو پر بنسټ جدي خبرې وکړي."

امیري مقدم او دایران نورو چارواکو تر اوسه د دې پیغام دلیرې کولو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د پاکستان د مخکیني اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د امریکا او ایران استازي د جمعې په ورځ، د وري ۲۱مه، په اسلام‌اباد کې سره راټول شي او "د ټولو اختلافاتو د حل لپاره وروستي هوکړې ته د رسېدو په موخه نورې خبرې وکړي."

د راپورونو له مخې، دا خبرې به د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس، د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمدباقر قالیباف، او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون ترسره شي.

خو د تېرو ۲۴ ساعتونو وروستیو تحولاتو—په ځانګړي ډول پر لبنان د اسرائیلو پرونیو بریدونو—چې د ایران چارواکي یې د تړون سرغړونه بولي، د دې موضوع پر فضا یو ډول ابهام رامنځته کړی دی. امریکا او اسرائیل بیا وايي چې پر لبنان د بریدونو درول د دې تړون برخه نه ده.

په عین حال کې، د متحدو ایالاتو ولسمشر وايی د امریکا ځواکونه به د ایران شاوخوا سیمه کې پاتې شي او که تړون مات شي نو "ډزې به پیل شي".

دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې ولیکل:

" د امریکا ټولې بېړۍ، الوتکې او نظامي ځواکونه، له اضافي مهماتو او وسلو سره یو ځای، او هر هغه څه چې د یو دښمن د مرګوني ځپلو او بشپړ له منځه وړلو لپاره اړین وي—هغه دښمن چې لا دمخه ډېر کمزوری شوی—به په ایران او د هغه په شاوخوا کې پاتې شي، تر هغې چې ترلاسه شوی رښتینی تړون په بشپړه توګه عملي شي. که د هر دلیل له مخې دا کار ونه شي، که څه هم دا ډېر ناشونی ښکاري، نو بیا به ‘ډزې پیل شي’؛ داسې لویې، اوچتې او پیاوړې چې تر اوسه هېچا نه دي لیدلي. "

هغه زیاته کړه: "له ډېر پخوا راهیسې پرې هوکړه شوې وه او د مخالفینو د ټولو دروغجنو خبرو برعکس، [هوکړه شوې وه چې]: هېڅ اټومي وسلې به نه وي او د هرمز تنګی به پرانیستی او خوندي پاتې شي. په همدې حال کې، زموږ ستر پوځ د تجهیز او استراحت په حال کې دی او په حقیقت کې د خپلو راتلونکو بریاوو په تمه دی. امریکا بېرته راګرځېدلې ده! "

د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ نازک اوربند کې د پنجشنبې په ورځ د ماتېدو نښې ولیدل شوې، ځکه چې تهران د اسرائیلو له خوا پر لبنان د درنو بریدونو وروسته ګواښ وکړ چې ښايي جګړه بیا پیل کړي.

پرس ټي‌وي، چې د ایران د دولتي راډیو ټلویزیون انګلیسي ژبې شبکه ده، د چهارشنبې په ورځ د "ایران د یو لوړپوړي امنیتي چارواکي" له قوله راپور ورکړ چې که هغه څه چې تهران یې "د اسرائیلو له خوا د اوربند ماتول" بولي دوام ومومي، ایران ښايي "بشپړ دفاعي اقدام" ته مخه کړي.

دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی خو "لوړپوړی" بلل شوی، له منځګړو هېوادونو وغوښتل چې "سمدستي مداخله وکړي" او ویې ویل چې وخت یې رارسېدلی څو "دا متجاوز رژیم پر خپل ځای کېنول شي". هغه ټینګار وکړ چې که تړون مات شي، تهران به "متجاوز ته سزاورکړي".

واشنګټن او تهران دواړو، د دوه اوونیو اوربند له موافقې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته د ستنیدو له اعلان وروسته ، د "بریا" ادعا کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG