د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۵

امریکا او ایران به په اسلام اباد کې خبرې وکړي

د امریکا او ایران ترمنځ د موقت اوربند له اعلانه وروسته ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې په اسلام اباد کې خبرې وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا راپور ورکړی چې د پاکستان په خبرو اترو کې به د ایراني پلاوي مشري د ایران د پارلمان، اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف وکړي.

له دې مخکې ویل شوي و چې د امریکا د پلاوي مشري به د ولسمشر مرستیال (جې‌ډي ونس) پر غاړه ولري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې د اوربند په خبرو کې یې منځګړیتوب کړی، د چهارشنبې په سهار ویلي چې دواړو لورو ته بلنه ورکړل شوې څو د جمعې په ورځ (۲۱ حمل / ۱۰ اپریل) په اسلام‌آباد کې سره راټول شي، «تر څو د ټولو اختلافاتو د حل لپاره وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په موخه نورې خبرې وکړي».

ایران او د امریکا متحدوایالتونو د چهارشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې (۱۹ حمل) د هغې جګړې د درولو لپاره اوربند ومانه چې د تېر کال د حوت په نهمه پیل شوې وه.

دا اوربند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټاکلي ضرب‌الاجل څخه نژدې دوه ساعته مخکې وشو.

ټرمپ وايي چې امریکا «خپل ټول پوځي هدفونه یې ترلاسه کړي

اوربند لومړی ځل ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل له لارې اعلان کړ.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له ټرمپ څخه غوښتي و چې ضرب‌الاجل دوې اوونۍ وغځوي. هغه له ایران هم غوښتنه کړې وه چې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

وروسته ټرمپ وویل چې د شهباز شریف او د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره تر خبرو وروسته یې د دوو اوونیو په مخه د د جګړې له درولو سره موافقه کړې ده.

هغه وویل دا پرېکړه په دې شرط ده چې ایران د هرمز تنګی «سمدستي، بشپړ او خوندي» پرانیزي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې امریکا «خپل ټول پوځي هدفونه یې ترلاسه کړي او حتی تر هغو هم مخکې تللی دی» او اوس د اوږدمهاله سولې لپاره زمینه برابره شوې ده.

هغه دا هم وویل چې له ایران څخه یې د «۱۰ مادو وړاندیز» ترلاسه کړی چې د مذاکراتو لپاره بنسټ کېدای شي، او د دواړو خواوو ترمنځ تقریباً پر ټولو اختلافي موضوعاتو هوکړه شوې ده.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: که پر ایران بریدونه ودرېږي، نو د دوی ځواکونه به هم خپل دفاعي بریدونه ودروي، او د دوو اوونیو لپاره به د هرمز تنګي له لارې خوندي تګ راتګ ممکن وي.

د اوربند له اعلان وروسته د تېلو بیه په نړیوالو بازارونو کې په بې‌ساري ډول راولوېده.

دا اوربند د اوږدې او خطرناکې جګړې د موقتي درېدنې نخښه ده. که څه هم دواړه لوري د سولې خبرې مثبتې بولي، خو لا هم ډېر مهم اختلافات شته چې دایمي حل ته اړتیا لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG