داسې مهال چې نن یکشنبه د حمل ۱۶مه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې یکشنبې ( د حمل د ۱۶ نېټې) د شپې د اورښتونو او سیلابونو له امله ۱۳ نور کسان هم مړه شوي دي.
د دې ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، پروان، کاپیسا، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، میدان وردګ، نیمروز، غور، بادغیس، کندهار او هرات ولایتونو کې سیلابونو او اورښتونو سلګونه کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي:" په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو، سیلابونو او د خونو د چتونو د پرېوتو په پېښو کې له بده مرغه زموږ ۱۳ هیوادوال شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، دغه راز ۱۵۷ کورونه په بشپړ ، ۱۲۹۳ کورونه په نسبي ډول او ۱۸ کیلو متره سړکونه هم ویجاړ شوي دي، همدا رنګه ۹۳ د اوبو څاه ګانې او له ۲ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده."
په دې سره د روانې حمل له ۶مې تر ۱۶مې د سیلابونو، اورښتونو، غره ښوویېدنې او زلزلې له امله په افغانستان کې د مړو شمېر ۹۹ او د ټپیانو شمېر ۱۵۴ ته لوړ شو.
دغه شان په دې موده کې نږدې زر کورونه په بشپړ او شاوخوا ۴ زره نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند ویلي د دغه طبیعي افاتو له امله ۳۵۵ کیلومتره سړکونه او نږدې ۱۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي.
دغه ادارې که څه هم ویلي چې په یو شمېر سیلاب ځپلو سیمو کې خلکو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي خو زیانمنې شوې کورنۍ د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد وايي وروستیو اورښتونو یې کور په بشپړ ډول نړولی او اوس له هر ډول اسانتیاوو پرته له وړو ماشومانو سره بې سرپناه پاتی دی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:" در په دره شوو، ماشومان مو ټول په سړک پراته دي، دومره ځای ولاکه لرو چې ورته ورشو، چې سیلاب راغی موږ د ماشومانو په راویستلو اخته شو، سیلاب مو کور نړاوه، هر څه ترې لاندې شول، موږ له حکومت او موسسو نه غوښتنه کوو چې موږ سره دې په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي."
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي الله داد هم د حمل ۱۶مه ازادي راډيو ته وویل: "موږ له حکومته غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، موږ باران او سیلابونو ډېر سخت خراب کړی یو، موږ هیڅ نه لرو، کور مو ړنګ دی او ان د خوراک لپاره څه نه لرو."
د پلازمینې کابل د ۱۶ ناحیې د الوخیلو د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي خان زمان هم په همدې ورځ او نېټه ازادي راډيو ته وویل: " دا بیګاه زموږ د ټولو کورونه له اوبو ډک ول، ماشومان او میرمنې مو له کورونو ویستلي دي، د کورونو وسایل مو ټول خراب شوي دي، په کورونو یو یو کس پاتې دی، نور ټول وتلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست او یو شمیر معتبرو نړیوالو بنسټونو نن یکشنبې د حمل ۱۶مه هم د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا او سیلابونو د راوتو اټکل کړی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې په دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، بلخ، سمنګان، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار، بغلان، بدخشان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د باران د وریدو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت په یادو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د سیندونو غاړو له نېږدې کېدو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شته له ورتګه ډډه وکړي او د سیلابونو د راوتلو پر مهال د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف ځان ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې ده چې دې اورښتونو، سیلابونو او له امله یې غره ښوېدنې له امله د ځینو ولایتونو او ولسوالیو تر منځ لارې لارې هم تړل شوي او د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له خلکو غوښتي چې له اړتیا پرته له سفر کولو ډډه وکړي.