د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۶

په افغانستان کې پسرلني اورښتونه او مرګوني سېلونه دوام لري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې په دې هیواد کې وروستیو اورښتونو او طبیعې افتونو له امله د مړو شویو شمېر له ۷۷ تنو ته رسېدلی دی.

د لوګر ولایت اوسېدونکی اسدالله چې د وروستیو اورښتونو له امله یې کور په بشپړ ډول نړېدلی ازادي راډيو ته وویل:

«کوټې مې ټولې نړېدلي دي، خو زه ان دومره توان نه لرم چې پلاستیک ورته واخلم، هیڅ شی نه لرم، اورښتونو کې هر څه له منځه وړي دي.»

د طالبانو حکومت په رسمي ډول ویلي چې وروستیو سیلابونو او اورښتونو کې د افغانستان په نږدې ۲۵ ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ډاکتر زرغون شینواري ازادي راډيو ته وویل چې پرون جمعه ناوخته د یو فارم د چت د پرېوتو له امله د دوی په سیمه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نژدې ۳۵۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه ډول نړیدلي او تر ۱۱ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده

نوموړي وویل:

«دلته پرون یو فارم ونړېده چې له امله یې یو تن مړ شو او دوه تنه ټپيان شول، او د فارم زرګونه چرګان هم له منځه لاړل، شهید شوی کس د کورنۍ سرپرست وو چې د هغه په مړ کېدو یې کورنۍ بې سرپرسته شوه، دلته یو شمېر جوماتونه او د خلکو کورونه هم نړیدلي دي.»

په افغانستان کې د اورښتونو او سیلابونو دا څپه چې د روانې حمل په شپږمه پیل شوې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د بیان له مخې چې شنبه د حمل ۱۵مه یې خپور کړی ویلي چې په دې موده کې د سیلابونو، اورښتونو، غره ښووېدنې او دغه راز تندرونو له امله په بیلابیلو ولایتونو کې ۷۷ تنه مړه شوی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

په دې بیان کې راغلي چې په دې پېښو کې نژدې ۳۵۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه ډول نړیدلي او له له ۱۱ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یو بیان کې چې شنبه د حمل ۱۵ مه یې په اېکس پاڼه خپور شوی د سیلابونو او اورښتونو له امله د پراخه مالي او ځاني زیانونو د اوښتولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په د سیلابونو له امله له زر ډېر څاروي هم لمنځه تللي دي.

افغانستان چې د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنونکو هیوادونو په ډله کې مخکښ دی وخت ناوخت په کې د سیلابونو په ګډون زلزلې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

جمعه د حمل ۱۴مه ناوخته هم د ریختر په ۵ عشاریه ۸ درجې زلزلې د دې هیواد ګڼې برخې ولړزولې چې له امله یې د پلازمینې کابل په ګوسپندرې سیمه کې د یو کور د پریوتولو له امله د دغه کورنۍ اته غړي ووژل شول او یو بل ماشوم ټپي شو.

د کابل- جلال اباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غره ښوېدنې له امله تړل شوې ده

د سیمي یوه اوسېدونکي محمد الله ازادي راډيو ته وویل:

« چې څنګه زلزله شوه، ما منډه کړه، دیوال راوغورځېده، چې خښتې یې زما په سر راوغورځېده، وروسته چیغې شوې زموږ د ګاونډي ټول کور ناست شوی وو، چې ورغلو ټول تر خاورو لاندې وو، بیا نور خلک راورسېدل، ټول اته شهیدان وو له خاورو راوویستل شول او یو ماشوم ټپي دی چې هغه اوس مهال په روغتون کې بستر دی.»

دغه زلزله چې مرکز یې د افغانستان شمالي ولایت بدخشان بلل شوی له پېښو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې د چمتوالي ادارې د بیان له مخې د دې ولایت په یمګان ولسوالۍ کې ۹ تنه وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د اورښتونو او سیلابونو د وروستۍ څپې له امله د افغانستان د یو شمېر لویو لارو د تړل کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې جمعه د حمل ۱۴مه د کابل- جلال اباد لویه لار د تنګي غارو په سیمه کې د غره ښووېدنې له امله تړل شوې ده.

دغه راز د درنې واورې ورېدنې له امله د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو هم ویل شوي دي، او د بلخ – او دره صوف لاره هم تړلې ده.

خو د ټولګټو وزارت ویلي چې د دغه لارو د خلاصون هڅې روانې دي.

په دې لړ کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په تېره یوه اونۍ کې د بارانونو او سیلابونو له کبله له پنځوسو د ډېرو کسانو د مړینې او نږدې سلو نورو کسانو د ژوبلیدو پخلی کړی دی. دغې ادارې ویلي په دې موده کې نږدې درې زره کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې څلور زره جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې روانه اونۍ د ورښتونو له کبله د افغانستان لپاره له ګواښونو ډکه بللې ده، او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته له سفر کولو ډډه وکړي او دغه راز د سیلابونو د راوتلو پر مهال د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف ځان ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG