د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د حضور پر دوامداره بندیز اندېښنه وښوده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکې وایي، که څه هم دا مهال له خپلو کورونو کار کوي، خو دفترونو ته یې په ورتګ بندیز کارونه په جدي ډول اغېزمن کړي دي.

له ډلې یې یوې د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط چهارشنبه د حمل۱۲مه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ نه شو کولی خپل ټاکل شوي هدفونه بشپړ کړو او هغو اسنادو ته چې په بیړنۍ ډول په دفتر کې ورته اړتیا لرو، لاسرسی ومومو، کله ناکله روزنیز پروګرامونه هم ترسره کېږي، خو زموږ د کار بهیر چې مرستندویه فعالیتونه دي، له ګڼو خنډونو سره مخ کېږي، که موږ دفتر ته ولاړ شو، کولای شو خپل کارونه پر وخت په ډیټابېس کې ثبت کړو، خو اوس چې له کوره کار کوو، دا چارې ځنډېږي، ځکه د کور شرایط مناسب نه دي، دا افغانستان دی، موږ نه چټک انټرنېټ لرو او نه هم لکه کمپیوټر کافي اسانتیاوې."

د ملګرو ملتونو یوه بله ښځینه کارکونکې هم د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له کوره کار کول نه یوازې د دوی د کار په کیفیت اغیز لري بلکې د دوی په رواني روغتیا هم منفي اغیز کولای شي.

هغې چهارشنبه د حمل په ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل:

"که څه هم له کوره کار کول د ډېرو ښځو لپاره د کار دوام ممکن کړی، خو خپلې ځانګړې ستونزې هم لري، په ځانګړي ډول د افغانستان په شرایطو کې له کوره کار کول کله ناکله د یوازیتوب لامل کېږي او په کاري چاپېریال کې د ښځو حضور کموي، دا مسئله کولی شي د ودې او پرمختګ پر فرصتونو اغېز وکړي،همدارنګه د کار او شخصي ژوند ترمنځ هم ستونزې پیدا کیږي ځکه ډیری ښځې په یو وخت د کور مسولیتونه هم لري چې دا په اوږد مهال کې د کار په کیفیت او د هغوی پر رواني روغتیا اضافي فشار راولي."

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د دې بندیز د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ښځو پر حقونو دا ډول پراخ بندیزونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د افغانستان راتلونکې ته هم سخت زیان رسوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې چې سې شنبه د حمل ۱۱مه د ملګرو ملتونو پر وېب‌پاڼه خپره شوې، ویلي چې دفترونو ته د ښځو په ورتګ بندیز هیڅ ډول کلتوري، دیني یا اداري توجیه نه لري.

په اعلامیه کې راغلي، د دې محدودیت پایلې سمدستي او جدي دي، او د ښځو پر حقونو دا ډول پراخ بندیزونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د افغانستان راتلونکې ته هم سخت زیان رسوي.

په اعلامیه کې راغلي:

" دا ډېره خواشینوونکې ده چې وسله‌وال کسان د ملګرو ملتونو د کمپلکسونو پر دروازو ولاړ دي څو د ښځو د ننوتو مخه ونیسي."

کارپوهانو دغه راز ټینګار کړی چې په داسې ټولنه کې چې ښځې ښځو ته د خدمت رسولو لپاره اړینې دي، بشري مرستې، د طبیعي پېښو پر وړاندې غبرګون، او نور حمایوي فعالیتونه له خنډ سره مخ کېږي، چې له امله یې ښځې او نجونې زیانمنیږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړیوالې ټولنې پر یوه متحد، اصولي او همغږي غبرګون ټینګار کړی او له ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو یې غوښتي چې په دې برخه کې یو قوي او ګډ دریځ خپل کړي.

دوی ویلي، کله چې ښځې په قصدي او سیستماتیک ډول له ټولنې څنډې ته کېږي، ملګري ملتونه نه شي کولای خپل مأموریت په اغېزمن ډول ترسره کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر حضور بندیز ولګاوه.

طالبانو تر دې مخکې ویلي چې دا پرېکړه د افغانستان «داخلي موضوع» ده او باید د ټولو لورو له خوا درناوی ورته وشي.

خو ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا بندیز لغوه کړي او ټینګار یې کړی چې د دې محدودیتونو لرې کول د اړتیا وړ خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو لپاره اړین دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG