د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۴

ډیورند کرښې ته څېرمه سیمو کې امنیتي وضعیت

کونړ ولایت کې ډیورند کرښې ته څېرمه د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکستان او طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه نښته نه ده شوې او وضعیت نورمال دی.

مخکې تر دې په تېرو څو ورځو کې په دې سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو او ملکیانو ته په کې د ځاني او مالي زیانونو راپورونه خپاره شوي وو.

له پرون راهیسي خو دلته په ناړۍ کې وضعیت یو څه نورمال دی، خو هره شېبه د هوانونو او توپونو د راتلو ویره شته

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ بازار یوه اوسېدونکي یکشنبه د حمل ۹مه غرمه مهال د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، وضعیت ارامه دی خو په خبره یې د نښتو د پیل ویره لا هم موجوده ده: " له پرون راهیسي خو دلته په ناړۍ کې وضعیت یو څه نورمال دی، خو هره شېبه د هوانونو او توپونو د راتلو ویره شته، په کورونو کې یو یو کس پاتې دی او نور ټول خلک وتلي دي، دا ټوله ولسوالي له خلکو خالي شوې ده، د بریکوټ بازار بند دی، د ناړۍ ولسوالۍ بازار تړلی دی او هیڅوک په کې نشته."

د دې ولایت د مرکز اسعد اباد چې جمعه د حمل ۷مه د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو شاهد و او سیمه ییزو روغتیايي مسوولینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې درې کسان په کې ټپیان شوي دي، یوه اوسېدونکې هم یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې کوم برید نه دی شوی.

ده هم د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط په همدې ورځ، وخت او نېټه ازادي راډیو سره د سیمې وروستی حال داسې شریک کړو: "له پرون راهیسي وضعیت دلته په مرکز کې نورمال دی، او د پاکستاني ځواکونو له لوري مرمۍ او توپونه نه راځي، خو له بیلابیلو ولسوالیو نه رابې ځایه شوي کسان چې دلته د سیندونو په غاړو استوګن دي له سختو ستونزو سره مخ دي، له پرون راهیسي باران دی او دوی تر خیمو لاندې سخت وضعیت سره مخ دی."

په همدې حال کې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې له کوچني اختر راپدیخوا د دوی په سیمو کې وضعیت نورمال دی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له خوست، پکتیکا، پکتیا، کندهار او هلمنده هم د کومې تازه نښتې خبر نه دی ورکول شوی.

هم مهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانستان غواړي پاکستان سره ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هیڅ لورې په ګټه نه دی او ژمنه یې کړې چې هیواد به یې په دې برخه کې مرسته وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې شنبه د حمل ۸مه یې په ایکس پاڼه خپره شوې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د متحده عربي اماراتو د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید ال - نهیان سره د افغانستان او پاکستان پر وضعیت د تیلفونې خبرو پر مهال کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هیڅ لورې په ګټه نه دی او ژمنه یې کړې چې هیواد به یې په دې برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سعودي عربستان په ګډون ترکیې او چین هم د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمېدو تینګار کړی خو تراوسه ظاهرا د نښتو د پای ته رسېدو کوم ښکاره څرک نه دی لګېدلی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د حمل ۷مه له جیو نیوز سره په مرکه کې پر افغانستان د حملو د دوام اعلان وکړو او وې ویل چې د ډېرو پایلو د ترلاسه کولو لپاره به دا عملیات په بشپړ ډول ترسره شي، خو د طالبانو حکومت له کوچني اختر راپدیخوا د دغه نښتو په اړه ظاهرا چوپیتا غوره کړې ده.

د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه پیل شوې دغه نښتې او هوايي حملې چې په وقفه یې ډول روانې دي د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له یو لکو ډېر کسان بې ځایه کړي دي.

دغه راز په دې بریدونو او نښتو کې د پراخه ملکي مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي چې د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

که څه هم د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له دې وړاندې ادعا کړې چې په روانو نښتو کې یې د دوی په خبره د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو ډیورنډ کرښې ته د نږدې ولایتونو په ځانګړي ډول، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیکا، پکتیا، هلمند او کندهار بیلابیلو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې نښتو کې تر ډېره زیانمن او هره ورځ د روانو نښتو درنه بیه دوی پرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یونما د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د مارچ تر ۱۶ مې په افغانستان د پاکستان د حملو له امله د ۷۶ ولسي وګړو وژنه او ۲۱۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي خو ویلي یې دي چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل، هغه حمله چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند د ادعا پر بنسټ ۴۱۱ تنه روږدي په کې ووژل شوي او د طالبانو حکومت د شمیرو له مخې ۲۶۵ نور په کې ټپیان شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا اله تارړ هغه مهال د دې برید په اړه په ایکسپاڼه کې ادعا کړې وه چې د تخنیکي ملاتړ زیربنا او د مهماتو د زیرمه کولو پر تاسیساتو دقیق هوایي بریدونه وشول؛ خو د بشري حقونو د څار سازمان موندني ښیي چې داسې شواهد یې نه دې موندلي چې دا ثابته کړي چې د امید روغتیایي مرکز د پوځي اهدافو لپاره استعمالیده.

دغه سازمان د مارچ۱۶نیټه په یو راپور کې دا برید غیرقانوني وباله ویې ویل چې د دې حملې څیړنه باید وشي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG