د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي دي چې پاکستاني چارواکي باید په سمدستي او بې پرې ډول د پېښې څیړنه وکړي او ټول هغه کسان چې مسوول بلل کیږي له هغوی سره حساب وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډيو ته وویل چې اسلام اباد احتمالا جنګي جنایت ترسره کړی:
« زموږ موندنې ښیي چې په دې برید کې ملکیان وژل شوي. دا برید پر ملکي اهدافو شوی او احتمالا پاکستان جنګي جرم ترسره کړی. د جګړې د قوانیو یا د بشري حقونو له مخې حتی هغه وخت چې یو هیواد یو نظامي مرکز په نښه کوي باید ملکي تلفاتو ته پام وکړي »
د پاکستان د هوایي برید په ترڅ کې د امید د نشه اي موادو د درملنې مرکز په نښه شوی چې د کابل په ختیځ کې دی او دوه زره بستره لري. د روږدو کسانو د درملنې دا روغتون د فینکس په نوم د ناټو ځواکونو په یوې پخوانۍ اډې کې جوړ شوی دی.
د دې روغتون یوه کارکوونکي د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دي چې د هوایي برید پرمهال د روغتون درې ودانۍ په نښه شوې دي، یوه لویه ودانۍ چې د ډوډۍ خوړلو ځای و، بله هغه ودانۍ چې د څلور سوه پنځوس ناروغانو لپاره وه او یوه هم د ساتونکي خونه چې اته تنه پکې کار کوي.
له برید یوه ورځ وروسته، د مارچ په اوولسمه د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا اله تارړ په ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د تخنیکي ملاتړ زیربنا او د مهماتو د زیرمه کولو پر تاسیساتو دقیق هوایي بریدونه وشول؛ خو د بشري حقونو د څار سازمان موندني ښیي چې داسې شواهد یې نه دې موندلي چې دا ثابته کړي چې د امید روغتیایي مرکز د پوځي اهدافو لپاره استعمالیده.
بل لور ته د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پیټریشیا ګوسمن وویل چې شته شواهد ښیي چې د کابل په یوه مشهور طبي مرکز باندې د پاکستان د هوایي برید په ترڅ کې په لسګونو ناروغان وژل شوي او پاکستاني چارواکي باید د دې غیرقانوني کړنې بې طرفه تحقیقات وکړي چې معلومه کړي چې ولې یې د مخدره مواد د درملنې مرکز چې له ملکیانو ډک وو، په نښه کړ او دې ته هم باید ځواب ووایي چې د دې مسوولین څوک دي.
د دې پېښې د قربانیانو لومړۍ ډله پنځوس تنه د مارچ په اتلسمه په کابل کې یو ځای خاورو ته وسپارل شول.
د پنجشنبه په ورځ ( د مارچ ۲۶ مه) د دې پېښې د قربانیانو دوهمه ډله چې شپيته جسدونه وو، په کابل کې په ډله ییز قبر کې ښخ شول. د قربانیانو یوشمیر خپلو خپلوانو هم د ویر په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د پنجشنبې په ورځ د جنازې د مراسمو پرمهال وویل چې لاهم یو شمیر جسدونه تري تم دي:
« له موږ سره تر اوسه د لومړنیو شمیرو له مخې ۴۱۱ تنه شهیدان دي، خو یوه لویه ستونزه دا ده چې یوشمیر جسدونه لا ورک دي. د کورنیو غړي راځي، اوس هم په سلګونو کسان راغلي و چې د دوی د کورنیو د غړیو جسدونه نه دې موندل شوي»
د بشري حقونو د څار سازمان څیړني ښیي چې په افغانستان کې د ( ډي این اې) ازموینې نشتوالی د دې سبب شوی دی چې جسدونه سم وپیژندل شي، خو د قربانیانو په تړاو نړیوالو ادارو بیا د دې بمبارۍ پر مهال د لږ تر لږه یو سل او درې څلویښت کسانو د وژلو کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوه سوه پنځوس تنه نور ټپیان شوې دي چې اکثر یې ناروغان دي. اغلې عباسي هم ازادي راډيو ته دا شمیرې تایید کړې.
د مارچ په درویشتمه د بشري حقونو د څار سازمان د سپوږمکۍ له لارې انځورونه اخیستې دي چې په دې تصویرونو کې د امید روغتیایي مرکز تر ټولو لویه ودانۍ او دوې کوچنۍ ودانۍ ویجاړې شوې دي. د اصلي ودانۍ شاوخوا نورو ودانیو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.