د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۹

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پیښې ډېرې شوې دي

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري «یو اېن اېچ سي آر» او د کډوالۍ نړیوال سازمان «آی او اېم» راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه د مارچ تر ۲۱ پورې، له ۱۸ زرو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.

دې دواړو سازمانونو په خپل ګډ راپور ګې چې جمعه د حمل ۷مه خپور شوی ویلي چې له دې ډلې څخه له ۱۶ زرو زیات د «ACC»کارت لرونکي او بې‌اسناده کسان دي، او نژدې ۱۵۰۰ نور و د « POR » کارتونه لرل.

په راپور کې راغلي چې په دې ډله کې یوازې له ۱۰ زره ډېر کسان چې د ټولو ۵۶ سلنه جوړوي په بلوچستان کې نیول شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې میشت یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې اوس مهال په ډېر بد وضیعت کې ژوند کوي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

وخت ناوخت ان کورونو ته هم راځي، تالاشي کوي او لوی موټرونه ډکوي او افغانان توقیف خونو ته وړي
د کوټې اوسیدونکې سحر

د بلوچستان د کویټې په هزاره ټاون کې میشتې افغان کډوالۍ سحر شنبه د حمل ۸مه ازادي راډيو ته وویل:"افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي، هره ورځ پولیس پارکونو، دوکانونو او سوپرمارکېټونو ته راځي او افغانان نیسي، وخت ناوخت ان کورونو ته هم راځي، تالاشي کوي او لوی موټرونه ډکوي او افغانان توقیف خونو ته وړي، کوم کسان چې پیسې ورکوي خوشې کېږي، او هغه چې پیسې نه لري، مستقیم ډیپورټ کېږي."

د کویټې په ښار کې میشت یو بل افغان کډوالو د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډویو ته وویل:" د پاکستان حکومت د سیمې خلکو ته ویلي چې که افغان وګړي ګوري نو باید له دوی سره اړیکه ونیول شي او د هغوی د ځای په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي، تر څو هغوی ونیول شي، موږ ډېر وېرېدلي او اندېښنه لرو چې هسې موږ هم ونیول شو."

د (یو. این. ایچ. سي. ار » او « ای او ایم » په ګډ راپور کې راغي چې د د روانې مارچ میاشت له ۱۵ مې تر ۲۱ مې پورې د تېرو دوه اونیو په پرتله ۱۵ سوه ډېر کسان نیول شوي چې دا دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې په همدې اونۍ کې ۱۹۷۷ افغان وګړي له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۱۴ کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۲۱ پورې، د بېرته ستنېدونکو او شړل شویو افغانانو ټول شمېر ۱۷۱ زره او ۲ کسانو ته رسېدلی دی.

په خیبر پښتونخوا ایالت، په ځانګړي ډول پېښور کې هم افغان کډوال وایي چې د کډوالو د نیولو پېښې ډېرې شوې دي.

یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "دلته وضعیت ډېر خراب دی. ان یوه شپه چې له کوره د سودا د اخیستلو په هدف ووتم په څو ځایونو کې د پولیسو چک‌پواینټونه وو، خو موږ په بیلابیلو لارو ترې تېر شو، دلته ژوند ډېر تریخ شوی دی."

تر دې وړاندې هم افغان کډوالو ویلي وو چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ د ۲۶ نېټې له نښتو وروسته، د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو عملیات زیات شوی دی، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري تېر کال ویلي وو چې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هېواد کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG