د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو او تاوتریخوالي په دوام د شنبې په شپه د ختیځ ولایت کونړ په مرکز اسعد اباد د پاکستان له لوري بې شمېره توغندي توغول شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سیمه ییزو طالب چارواکو له قوله ویلي چې د پاکستان له لوري توغول شوي د توپ مرمۍ تر ډېره د کونړ په مرورې ولسوالي او د اسعداباد ښار په کڅۍ او ماڼو سیمو کې د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
که څه هم باختر اژانس په دې حملو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو په اسعداباد کې یوې روغتیايي سرچینې ازادي راډيو ته د درې ولسي وګړو ټپي کېدا تاييد کړې ده.
په همدې حال کې له اسعداباد او مرورې څخه یو شمېر بې ځایه شویو کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د راکټي بریدونو له امله د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف یې خپلې مېنې پرېښې دي.
د اسعداباد ښار یو اوسېدونکی چې په خبره یې جمعه د شپې ناوخته له خپلې کورنۍ سره یو ځای جلال اباد ښار ته راوتلی د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: «بیګاه خو ډېر زیات توغندي راتلل، دلته د بازار په بیلابیلو سیمو لګېدل، په کړه مار، دم کلي او کرالې کې ولګېدل، خلک له همدې سیمو نه ټول په تېښته ول، موږ خپله هم دلته د شپې راغلو جلال اباد ته د خپلوانو کره اوس دلته یو او په سیمه کې لا هم ویره شته چې د ورځې ښايي نور توغندي هم وتوغول شي.»
د اسعد اباد ښار یو بل اوسېدونکي چې دی هم اوس له خپلې کورنۍ سره د ننګرهار په کوز کونړ ښیوه کې د خپلوانو کره تللی د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: «له پرون غرمې راهیسي، یو وار بیا دا ړندې مرمۍ ډېرې زیاتې وي، او تر ډېره هدفونه ملکي کورونه وو، له ماښام وروسته وضعیت ډېر خراب شو، خلک ټول له خپلو سیمو راووتل، ډېر بد وضعیت وو، خلکو چیغې وهلې ، ماشومانو، غټانو او میرمنو، داسې وضعیت وو لکه قیامت ټول خلک په تېښته ول»
د کونړ د مرورې ولسوالۍ یو بل بې ځایه شوي چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دواړو لوریو غوښتنه وکړه چې ستونزې دې د خبرو له لارې حل او جګړه پای ته ورسوي.
دی هم چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره په جلال اباد ښار کې دی، وايي: « موږ ایله خپل سرونه مو راوایستل، تر یو ځایه په خپلو خپو راغلو، وروسته مو موټر پیدا کړو، اوس دلته په جلال اباد کې یو، غوښتنه مو داده چې دولتونه دې په خپلو منځونو کې دا ستونزې بل اخره د خبرو له لارې حل کړي تر څو موږ بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو.»
دغه بې ځایه شوې کورنۍ د طالبانو له حکومته د سرپناه او لومړنیو خوراکي موادو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي، داسې مهال چې تازه شنبه د حمل ۸مه د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی چې د دې نښتو له امله ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو نه بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره یې سروې پیل کړې ده.
که څه هم پاکستان په رسمي ډول د تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي خو د اختر په مناسبت د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو د ډېرېدو راپورونه ورکول شوي دي.
دغه اوربند چې د مارچ په ۱۸ مه تر کوچني اختر یوه ورځ مخکې شوی وو د مارچ په ۲۳/۲۴ د شپې پای ته ورسېده خو له اوربند وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو له لوري په پاکستاني پوستو د کوم لوی برید خبر نه دی ورکول شوی.
په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له پاکستانۍ رسني جیو نیوز سره په یوه مرکه چې جمعه ناوخته خپره شوې پر افغانستان د حملو د دوام اعلان کړی او ویلي یې دی چې د ډېرو پایلو لاسته راوړلو لپاره باید دا عملیات په بشپړه توګه ترسره شي.
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري بیا په یوه خبرپاڼه کې چې جمعه د حمل ۷مه یې په خپله اېکس پاڼه خپره کړې ویلي د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل چینايي سیال وانګ یې سره په ټلیفوني خبرو کې په سیمه کې د سولې د هڅو په دوام ټینګار کړی خو ظاهرا تراوسه د پیل شوي تاوتریخوالي د کمېدو کومه ښکاره نښه نه ده ښکاره شوې.
د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه پیل شوې دغه نښتې او هوايي حملې چې په وقفه یې ډول روانې دي د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې له امله له سل زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي.
دغه راز په دې بریدونو او نښتو کې د پراخه ملکي مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي چې په د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
د طالبانو حکومت د پاکستان په ځمکنیو او هوايي حملو کې د سلګونه ولسي وګړو وژنه تاييد کړې خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي په افغانستان د پاکستان د حملو له امله د ۷۶ ولسي وګړو وژنه او ۲۱۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي خو ویلي یې دي چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل، هغه حمله چې د طالبانو د ادعا له مخې ۴۰۸ روږدي په کې ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له دې وړاندې ادعا کړې چې په روانو نښتو کې یې د دوی په خبره د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو ډیورنډ کرښې ته د نږدې ولایتونو په ځانګړي ډول، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیکا، پکتیا، هلمند او کندهار بیلابیلو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې نښتو تر ډېره زیانمن او هره ورځ د روانو نښتو درنه بیه دوی پرې کوي.