د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۳

پنځم پرله پسې کال او د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز

ارشیف
ارشیف

د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۵ تعلیمي کال نن پنجشنبه، د حمل په شپږمه پیل شو. د طالبانو د حکومت مختلفو چارواکو په دې اړه جوړو شویو رسمي مراسمو کې ګډون کړی و، خو دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه ونه ویل. له زده کړو یو شمیر محرومې نجونې دا ورځ د خپل ژوند له تیاره ورځو څخه ګڼي.

د افغانستان په سړو سیمو کې د تعلیمي کال له رسمي پیل سره د ښوونځیو دروازې یوازې د هلکانو او د لومړنو ټولګیو نجونو لپاره خلاصې شوې. دا پنځم پرله پسې کال شو چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې دي.

له زده کړو یو شمیر راګرځول شوې نجونې وايي، دا ورځ چې یو وخت یې د ژوند له ښو ورځو وه، اوس ورته تیاره او هیلې یې نیمګړې دي.

زرین چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې وه، ازادي راډیو ته یې وویل:

"زه نن له یو ډېر دروند حس سره له خوبه راویښه شوم، کله چې مې کور سره څېرمه د ښوونځي، د زنګ غږ واورېده، هغه ورځې را په یاد شوې چې څومره به ورته تلوسه کې وم چې له ژمنیو رخصتیو وروسته راویښه او ښوونځي ته ولاړه شم، بیا مې ټولګيوالې وګورم او درسونو ته مې دوام ورکړم، دا تشه ډېر ژوره حس کوم او هر کال چې تېرېږي، فکر کوم موږ پېړۍ له خپلو هیلو لرې کېږو."

له زده کړو یوې بلې راګرځول شوې نجلۍ هم چې د اووم ټولګي زده کوونکې وه او نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

"ډېره سخته ده چې موږ پنځه تعلیمي کلونه له لاسه ورکړو، په دې پنځو کلونو کې زما په ګډون، د ډېرو هغو نجونو خوبونه او ارمانونه خاورې شول چې پر زده کړو یې محدودیت لګېدلي دي، زما هیله دا ده چې نور دې ښوونځي پرانیستل شي او د چا له هیلو سره لوبې ونه شي."

په ورته وخت کې یو شمیر ښوونکې هم د دې وضعیت د دوام په اړه اندیښنه څرګندوي.

دوی وايي له زده کړو د نجونو دوامداره محرومیت د دوی په زړونو کې د پوهې او تعلیم مشال مړ کوي.

یوې ښوونکې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي دې محرومیت حتی د هغو نجونو مورال اغیزمن کړی چې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي:

"د یوې ښوونکې په توګه زما تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې په لوړه کچه د نجونو د تعلیم محدودیت د دې لامل کېږي چې د زده کړو کیفیت راټیټ شي، ډېری زده کوونکی د دې شرایطو له امله له وېرې او اندېښنې سره مخ کېږي او ناهیلي کېږي، دوی وایي دا چې اجازه نه لرو چې له شپږم ټولګي پورته درس ووایو نو ولې دوام ورکړ؟"

د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بېلابیلو چارواکو په ګډون په رسمي مراسمو سره پیل شو، خو دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه څه ونه ویل.

دوی د نصاب، د جامو د څرنګوالي، له مخدره توکو او نشه یي تابلیتونو څخه د ځان ساتنې، زده کونکو ته د ښوونکو د پاملرنې، د عصري علومو تر څنګ د دیني علومو پر زده کړې، د تدریس طریقې او نورو مسایلو اړوند خبرې وکړې.

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور په دې مراسمو کې وویل چې د پخوانۍ ادارې نصاب له بهره وارد شوی و او هیڅ یوه اړتیا یې هم نه پوره کوله.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت په نوي نصاب کار روان او د اړتیاوو پر بنسټ یې د چمتو کولو هڅې روانې دي.

له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز تل له نیوکو سره مخ او تل یې غبرګونونه راپارولي دي.

د سویلي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ د وجهي صندوق (یونیسف) سیمه ایز رییس سنجی ویجسکرا د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، پداسې حال کې چې د ښوونځي پیل باید هر ماشوم هیله من کوي، په افغانستان کې نجونې بې حده په تمه پاتې شوې.

هغه زیاته کړه چې اوس د ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو وخت رارسېدلی دی، ځکه په ټکو یې هیله، کرامت او راتلونکې له زده کړو سره پیلېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د چهارشنې په ورځ د حمل په ۵مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د نجونو او هلکانو لپاره زده کړه "حیاتي" ده او د نجونو محرومول به هیواد نور هم کمزوری او وروسته پاتې وګرځوي.

هغه یو ځل بیا د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د ټولو لپاره د زده کړو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمېدو وروسته، له شپږم ټولګيو پورته د نجونو زده کړې د خپل مشر تر بل امر پورې بندې کړې، خو په دې برخه کې کوم محسوس پرمختګ نه دی شوی.

په دې موده کې، نړیوالو سازمانونو په وار وار د دې محدودیت د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو دا ادعا له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ او ډیری یې قانع کوونکې نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG