ملګروملتو، اروپايي اتحادیې او د افغانستان او پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د دوام او له سوله ییزې لارې د شخړو د حل کولو غوښتنه وکړه.
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې له ټولو خواوو وغوښتل چې د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
دې اتحادیې همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي، او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي چې د هېواد دننه یا له هغه ځایه فعالیت کوي.
اروپايي ټولنې د افغانستان د عمومي بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هغه محدودیتونه چې لا هم موجود دي، د نړیوالو سازمانونو او بشري مرستو د همکارانو پر کار منفي اغېز کوي.
افغانستان او پاکستان تر کمکي اختر یوه ورځ مخکې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه موقت اوربند اعلان کړ. که څه هم د طالبانو حکومت تور لګولی چې پاکستان د اوربند په ټاکلې موده کې پر کونړ د درنو وسلو مرمۍ ویشتي خو پاکستان ویلي چې د اوربند سرغړونه یې نه ده کړې.
په همدې حال کې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو یوې ډلې له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې د اوربند موده تر لوی اختر پورې وغځوي.
دوی د سېشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې د اوربند د مودې په غځولو سره له یوې خوا داسي چاپېریال رامنځته کړي چې خلک د حج مراسم په «سولهییز چاپېریال» کې ترسره کړای شي او له بلې خوا د ستونزو سوله ییز حل ته لارې وموندل شي.
عالمانو زیاته کړې چې د دوی هڅې دا دي چې داسې حل پیدا شي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي او په سیمه کې د تلپاتې ثبات او همغږۍ سبب شي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان او طالبانو په حکومتونو غږ کړی چې په خپل منځ کې دایمي اوربند وکړي، سولې ته د رسیدلو لپاره د لانجې د ریښو حل ته پام واړوي او نړیوال قوانین رعایت کړي.
دغو کارپوهانو ویلي چې په افغانستان باندې د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې مشروعیت نه لري او د ولسي خلکو د ژوند په حق باندې تیری ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي ترڅو چې افغان طالبانو په پاکستان برید نه وي کړی، یا یې پاکستاني طالبان په پاکستان باندې بریدونو ته نه وي هڅولی پاکستان د خپل ځان څخه د دفاع حق نه شي کارولی.
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اعلامیه زیاتوي چې پاکستان داسې کره شواهد هم نه دي وړاندې کړي چې وښيي، په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه په افغانستان کې د طالب چارواکو په لارښوونه ترسره کیږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان د نړیوال امنیت د خوندیتوب لپاره د لانجو د سوله ییز حل په اړتیا ټینګار کوي، وايي سره له دې چې دولتونه دا وظیفه لري چې خپل ولسونه له تروریستي ګواښونو څخه وساتي خو دا کار باید د نړیوال قانون په چوکاټ کې ترسره شي.