د کابل ښار د چهل ستون سیمې اوسېدونکی او په مخدره توکو د یو معتاد، ۴۰ کلن امېد ورور وايي: «له هغې ورځې چې ځوان شوی تر اوسه کورنۍ ځوروي، په تشویش یو چې راتلونکی یې څنګه کېږي.»
دی وایي، ورور یې په کابل کې د امېد د معتادانو د درملنې په مرکز کې شاوخوا یوه نیمه میاشت بستر و، خو په خبره یې له بریده ژغورل شوی او اوس په کور کې دی.
ده چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د دوشنبې په ورځ «د حمل په ۰۳مه» ازادي راډیو ته وویل، دی او ټوله کورنۍ یې مخدره توکو ته د هغه د بېرته ورګرځېدو احتمال اندېښمن کړي دي: "زموږ یوازینۍ هیله هماغه د امېد روغتون و، هلته چې کومو کورنیو ناروغ درلود، زړه یې ټول و چې هغه مرکز کې به دی روغ شي، خو هغه کمپ هم له منځه ولاړ، زه چې یې ګورم دی (ورور) ښایي بېرته مخه کړي، ځکه غلی ځي او راځي، دا به ډېر ښه شوي و چې یو څو کاله هلته پاتې شوی وی چې په بشپړه توګه یې درملنه شوې وی، خو هغه پېښه وشوه او دی اوس هم ناروغ دی، که یې درملنه ونه شي هم موږ ورسره په تکلیف یو او په خپله له ځان سره په تکلیف دی، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې یو بل روغتون چې روږدي تداوي کوي، له سره پیل شي."
د امېد ورور وایي، هغه له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د هیروئینو کارونې ته مخه کړې وه او په خبره یې، له همدې امله یې کورنۍ ورته واده نه دی کړی.
د ده په خبره، امېد په هند کې د یوې لنډې مودې لپاره د ماین پاکۍ برخه کې زده کړې کړي، بیا په هېواد دننه په همدې برخه کې په کار بوخت و او تر یوې جنایي پېښې او بندي کېدو وروسته، د هیروئینو کارونې ته یې مخه کړې وه.
دی وایي، ورور یې د درملنې په موخه شپږ ځلې په بېلابېلو روغتونونو کې بستر کړی، خو په خبره یې هر ځل یې له لنډې مودې رخصتېدو وروسته د مخدره توکو کارونې ته مخه کوله، خو امېد کمپ کې پاتې کېدو یې کورنۍ هیله منه کړې وه.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی او د امېد په نوم د روږدو د درملنې د مرکز له بریده د یو ژغورل شوي د کاکا زوی بیا متفاوته کیسه کوي.
ده هم چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د ورته اندېښنې څرګندولو ترڅنګ یې ازادي راډیو ته وویل چې د تره زوی یې چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، کابو شپږ میاشتې په یاد کمپ کې تر درملنې لاندې و، خو څو ورځې وړاندې کور ته د رسېدو سره سم یې له دې امله خپله مېرمن وهلې چې په خبره یې د مخدره توکو د اخیستو لپاره یې پیسې نه دي ورکړي.
ده وویل چې د یاسین په نوم ۳۱ کلن دا د تره زوی یې له شاوخوا ۷ کلونو راهیسې په مخدره توکو روږدی شوی او دلیل یې هم اقتصادي ننګونې او د هغه بې کاري بولي.
د کابل ښار دې اوسېدونکي وړاندې زیاته کړه: "کله چې موږ خبر شوو چې دا بمبار شوی، ورغلو او پلټنې مو وکړې، لېست کې یې نوم نه و، دوه ورځې وروسته کور ته ننګرهار ته تللی و، (کورنۍ یې) ویل چې خپله ښځه یې وهله ډبوله چې ما ته پیسې راکړه چې مخدره توکي پرې واخلم، یو چا چې کلونه دا توکي کارولي، طبیعي ده چې بیا ورته مخه کولای شي، نو باید کمپ جوړ شي، ځکه دا کوم معتادین چې دي یو څه یې درملنه شوې وه، خدای مه کړه بیا همدې لارې ته واوړي او نور ځوانان هم هغه چاپېریال کې ورسره بې لارې کېږي."
دا کورنۍ د طالبانو له حکومته، نړیوالو ادارو او مرستندویه مؤسسو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د دغو روږدو د بشپړې درملنې بدیل فرصتونه برابر کړي.
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ د «حمل په درېیمه» ازادي راډیو ته په لیکلي پیغامونو کې وویل چې دوی دا مهال د ټول هېواد په کچه د روږدو ۷۰ فعال روغتونونه لري او په ټکو یې، کورنۍ یې کولای شي خپل دا روږدي غړي د درملنې لپاره ورولي.
خو ښاغلی زمان دا تأییدوي چې «کم تعداد» روږدي کسان خپلو کورونو ته تللي او وایي چې ډېری نور نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "امارت د دوی درملنې لپاره عاجل اقدام کوي او دوی لپاره ځای برابروي انشاءالله، هم شخصي ډېر ځایونه ورته لرو او هم حکومتي، د دوی د معالجې لپاره ترتیب جوړېږي، د تشویش خبره نه ده او زموږ تر څار لاندې به وي."
ښاغلي قانع کابل کې د پاکستان لخوا د امېد په نوم د روږدو د درملنې په یاد کمپ د برید په سبا «د حوت په ۲۶مه» خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د همدې برید له امله یاد مرکز کې ټول معالجوي امکانات سل سلنه له منځه تللي او غوښتنه یې کړې وه چې اړوند جهتونه دې د ژوندي پاتې شویو روږدو د درملنې د دوام لپاره ورسره مرسته او همکاري وکړي.
په کابل کې د امېد په نوم د روږدو د درملنې مرکز شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې «د حوت په ۲۵مه» د پاکستان په هوایي بریدونو کې هدف وګرځېد چې د طالبانو د حکومت په خبره په کې شاوخوا ۳ زره روږدي تر درملنې لاندې وو او د دوی د کورنیو چارو وزارت په خبره په دې برید کې ۴۰۸ کسان ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.
خو پاکستان د روغتون په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي چې دوی دې هوایي بریدونو کې د «تحریک طالبان پاکستان» پټنځای او د ترهګرو دیپوګانې په نښه کړې دي، هغه ادعا چې طالبانو، زرګونه افغانانو، بېلابېلو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو رد او غندلې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې د فبروۍ په ۲۶مه پیل او لا هم روانې دي.
که څه هم دا مهال په ټول افغانستان کې په مخدره توکو د روږدو تازه شمېرې نه دي خپرې شوي، خو شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی په ټول هېواد کې تر درې میلیونو زیات روږدي ثبت او اکثریت «حاد» یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیولي دي.