په کابل کې ځای ځای ډلې ډلې خلک د اوبو نلونو ته په نوبت کې ولاړ او د اړتیا وړ اوبه په بوشکو کې کورونو ته وړي.
د پلازمېنې په ګڼو سیمو کې خلک همداسې سختې ګالي څو د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
له وچکالۍ سره د مخامخ همدې ښار یوې اوسیدونکې ښاپيرۍ رویټرز ته ویلي چې له لرې واټنه اوبه راوړي او مصرف کې یې ډیره سختي کوي، دومره چې د ماشومانو پاکوالي ته هم نه شي رسیدلی. " په یوه بوشکه اوبو، د دریو ماشومانو سر او ځان مینځم. همداسې لس-پنځلس جوړه کالي په دوه بوشکو اوبو مینځم. خپله دا کار ځکه کوم چې اوبه ډېرې مصرف نه شي. په یوه بدنۍ اوبه دوه کسان اودس کوو. هم زه او هم مې خاوند د معدې په ناروغۍ اخته شوي یو."
د کابل د یوشمېر نورو سیمو اوسیدونکي بیا وړیا پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د اړتیا وړ اوبه له ګرځنده ټانکرونو څخه په بیه اخلي.
د پلازمینې کابل د اوبو د زیرمو کموالي ته اندیښنې له ډېرې پخوا څرګندې شوې وې.
تېر ۲۰۲۵ کال کې د مرسي کورپس په نوم یوې موسسې وویل، کابل به ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ لومړنۍ پلازمېنه شي چې اوسیدونکي به یې د څښاک اوبه ونه لري.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مارچ په ۲۲مه، د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه راپور کې دا اندیښنې بیا راپورته کړي او ویلې یې دي، د اوبو کموالي د افغانانو ورځنی ژوند متاثره کړی دی.
د دغې کمیټې په راپور کې راغلي چې د ورښت کموالي، د نفوس زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدنې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبه له ډېر فشار او بې دریغه استفادې سره مخامخې کړي دي.
د کندهار یو اوسیدونکی وایي چې د اوبو کمی یې لویه ستونزه ده او وایي، تر ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې ښکته کیږي." مونږ دولت نه غواړو چې برمې راته ووهي، مونږ ته نوکې اوبه را پيدا کړي. دا کښتونه مو وچېږي. اوبه چې نه وي، خو ستونزو سره مخ کېږو. بندونه باید جوړ شي."
د چاپیریال ساتنې متخصص او د اوبیزو سرچینو څیړونکی نجیب الله سدید وایي، د افغانستان د اوبو کمی د دوو لسیزو ستونزه ده او په وینا یې حل ته یې تراوسه هیڅ لومړیتوب نه دی ورکړل شوی.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې که د اوبو د مدیریت چارې منظمې او حکومت او ولس په ګډه لاس په کار نه شي، د وچکالۍ ناورین په ژورېدو دی." له اوبو پرته ژوند ممکن نه دی، خو له سړک پرته ژوند ممکن دی، البته تکلیف به وي. دغه اولویتونه باید تشخیص شي. خلک باید د اوبو سپما او موثرې استفادې ته پام وکړي او باید لرې پرتو سیمو کې د اوبیزو ساحو مدیریت ته اولویت ورکړل شي. په لرې سیمو کې کوچني کارونه هم کولای شي اوبو ته لاسرسی لږ ښه کړي."
د سره صلیب په راپور کې د خلکو د معلوماتو له مخې لیکل شوي چې په یوشمېر سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبه تر سل مترو یا له هغې زیاتې ښکته تللي چې ورځنی ژوند یې ستونزمن کړی.
دوی د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت سپارښتنه کړې چې افغانستان دا مهال د اوبو د زیرمو او مدیریت پیاوړو سیستمونو او همغږو ګامونو ته اړتیا لري.
د طالبانو حکومت که څه هم د سره صلیب پر راپور تراوسه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې یې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د اوبو مدیریت ته پنځه کلن پلان لري چې د لویو بندونو، کانالونو او سربندونو جوړول په کې شامل دي.