د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۴

منظور پشتین د افغانستان او پاکستان د وضعیت په هکله پاکستاني چارواکو باندې سخته نیوکه وکړه

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین ، ارشیف
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین ، ارشیف

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اختریز پیغام کې د پاکستان پر واکمنو سخته نیوکه وکړه او وايي چې روژه د افغانانو او پښتنو لپاره په ویر تېره شوه. منظور پشتین وايي د پولې دواړو لوریو ته ګڼ ولسونه له خپلو مېنو بیځایه شوي دي. بلخوا،د یوناما، مشرې د پاکستان د وروستي برید ټپیانو سره دکابل یو روغتون کې ولیدل.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین د کوچني اختر په مناسبت خپل غږیز پیغام کې د پاکستان په چارواکو سخته نیوکه کړې او وايي چې دروژې په میاشت کې یې افغانان او پښتانه د ویراو غم په ټغر کینول.

هغه وايي چې پښتنو او افغانانو دغه میاشت په ویر ، ژړا ، شهادتونو ، زخمیانو او وینو کې تیره کړه.

د واڼه او میرامشاه په دهماکو کې عام ولسي وګړي زخمیان او شهیدان شول ، هغې نه واخله بیایې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اولس غړي ترشهادته پورې بیا د باجوړ ترڅلورو وروڼو او په کابل کې په سلګونه داسې ملکې وګړي چې هغه زیرعلاج وي

" د واڼه او میرامشاه په دهماکو کې عام ولسي وګړي زخمیان او شهیدان شول ، هغې نه واخله بیایې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اولس غړي ترشهادته پورې بیا د باجوړ ترڅلورو وروڼو او په کابل کې په سلګونه داسې ملکې وګړي چې هغه زیرعلاج وي ، یعنی علاج یې روان وو په هغو باندې د پاکستان پوځ لخوا بمبارد کې په سلګونه شهادتونه ، په بنو، په لکي مروت ، په وزیرستانونو کې ، په خیبر او کورمه کې او په نورو سیمو کې همداسې په کندهار ، خوست ، پکتیا ، پکتیکا کې هم، همدغسی عام ولسي وګړي په شهادتونو ورسیدل."

ښاغلی پشتین په خپل پیغام کې زیاتوي چې د نښتو او بمباریو له امله دپاکستان په پښتون میشتو سیمو او افغانستان کې ګڼ شمیر ولسونه له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

د مونږ ولسونه اوس هم په خپلو کورونو کې نه دي. د تیرا خلک ، له خپلو کلیو له خپلو کورونو باسل شوي دي. دمنځنۍ کورمې خلک د خپلو کورونو او کلیو وباسل شوي دي، د خوست او پکتیکا هم ډیرکلي


" د مونږ ولسونه اوس هم په خپلو کورونو کې نه دي. د تیرا خلک ، له خپلو کلیو له خپلو کورونو باسل شوي دي. دمنځنۍ کورمې خلک د خپلو کورونو او کلیو وباسل شوي دي، د خوست او پکتیکا هم ډیرکلي د جنګونو له کبله د باربار، په تکرار سره په دوی باندې د بمبار له وجې له خپلو کلیونه په نورو ځایونو کې میشتیدو ته مجبور شوي دي. "

خو د پاکستان پوځ په ولسي خلکو دبریدونو خبره ردوي او وايي چې افغانستان کې یې په پوځي تاسیساتو او د تحریک طالبان پاکستان په پټنځایونو بریدونه کړي.

ښاغلی پشتین زیاتوي چې د غورځنګ غړي د مارچ په ۲۴ مه په جنیوا د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریون کوي او دوضعیت په هکله نړیوالو رسنیو ته معلومات وړاندې کوي.

بلخوا جورجیت ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، سرپرسته په کابل د پاکستان د روستي هوايي برید د ټپیانو دعیادت لپاره پلازمېنه کې ایمرجنسي روغتون ته ورغله.

یوناما ددغې لیدنې یوه ویډیو د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه خپره کړې چې په هغې کې میرمن ګانیون له څو کسو دغو ټپیانو سره د ترجمان په وسیله خبرې کوي.

یوددغو ټپیانو چې په بستر کې پروت وي میرمن ګانیون ته وايي د امید کمپ څخه ایمرجنسي روغتون ته راوړل شوی دی.

میرمن ګانیون یې پوښتي چې دڅه لپاره د امید کمپ کې وې ؟ ټپي په ځواب کې وايی چې هلته د تداوي لاندې ځکه وو چې د تابلیت کا څخه یې استفاده کوله.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د تیرې سه شنبې په شپه دمارچ په ۱۶ مه په کابل د معتادانو د درملنې لپاره د امید په نامه روغتون باندې د پاکستاني الوتکو برید کې څه دپاسه ۴۰۰ کسه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي خو ملګرو ملتونو تراوسه د ۱۴۳ کسانو مړینه تایید کړې.

پاکستان ادعا کوي چې کابل کې یې په پوځي تاسیساتو یې برید کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا PTM په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې یې دنا امنیو ، د پوځ د تګلارو ، دبشري حقونو سرغړونو ، اجباري لادرکیو ، او نورو موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړي دي.

XS
SM
MD
LG