د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۲

امنیستي انټرنشنیل: پاکستان دې پرکابل د خونړي برید په اړه خپلواکه څیړنه ترسره کړي

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انترنشنیل له پاکستانه وغوښتل چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې خونړي برید په اړه خپلواکه څیړنه ترسره کړي. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د پنجشنبې په ورځ پرخپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي،" “پاکستاني چارواکي باید اوس دا وضاحت ورکړي چې دوی د کومو معلوماتو پراساس اقدام کړی او د تایید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي دي. هغوی باید همدارنګه د دې برید او په نتیجه کې یې د ملکي تلفاتو په اړه یوه خپلواکه، بې پرې او پر وخت څېړنه ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي ترڅو حساب ورکونه یقیني شي."

په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پریوه مرکز د پاکستان په هوایي برید کې د طالبانود حکومت چارواکو له څلورسوه د زیاتو ملکي کسانو د وژل کیدو او شاوخوا دوه سوه نورو د ټپي کیدو خبره کړې چې دغه شمیرې تراوسه ندي تایید شوي. د امنیستي انترنشنیل په وینا ملګرو ملتونو تر اوسه د ۱۴۳ مړینو راپور ورکړی دی.

پاکستان بیا په دې برید کې د ملکي کسانو د وژل کیدو خبره نه مني او وایي په دې برید کې یې د طالبانو اړوند د وسلو زیرمتون په نښه کړی و.

د پاکستان پوځ باید له دې برید مخکې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندي ساتلو لپاره ټول عملي احتیاطي ګامونه اخیستي وای

د امنیستي انټرنیشنل د جنوبي آسیا د څانګې مرستیالې ایزابل لاسي وویل: "که څه هم په دې برید کې د مړو شویو بشپړ شمېر لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو څرګنده ده چې پکې د پام وړ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي چې شمیریې لږ تر لږه سلګونو ته رسېږي." نوموړې دغه راز ویلي: " دا ښه مستند شوي و چې د ناتو د پخواني کمپ فینکس یوه لویه برخه له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مخدره موادو د درملنې د مرکز په توګه کارول کېده. د پاکستان پوځ باید له دې برید مخکې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندي ساتلو لپاره ټول عملي احتیاطي ګامونه اخیستي وای. هره معقوله ارزونه او د معلوماتو راټولول به دې پایلې ته رسېدلي وای چې په دې کمپ کې د ملکي وګړو حضور ډېر لوړ و."

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې " ان که د کمپ په پراخه ساحه کې د وسلو زېرمتون هم موجود و، د برید پرېکړه باید د هغو احتمالي زیانونو په پام کې نیولو سره شوې وای چې ښايي ملکي وګړو ته واوړي. د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ کچه جدي پوښتنې راپورته کوي چې ایا د پاکستان پوځ مناسبه ارزونه کړې وه او ټول اړین ګامونه یې اخیستي وو څو د هدف په اړه معلومات راټول کړي او د ملکي زیان کچه راکمه کړي."

امنسټي انټرنیشنل په بیان کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې په کلکه نړیوال بشري قانون رعایت کړي او د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو په ګډون د روغتونونو او نورو روغتیايي تاسیساتو د ساتنې لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

تردې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم په کابل کې د مخدره موادو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د یوې خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې وه.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د دغه برید د غندنې ترڅنګ د دې پېښې په اړه د خپلواکې او بې‌ پرې څېړنې غوښتنه کړې او څرګنده کړې یې ده چې د نړیوال بشري قانون له مخې، په هروخت کې باید د ناروغانو، طبي کارکوونکو او طبي تاسیساتو په ګډون د روغتونونو درناوی او ساتنه وشي.

هغه یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمولو او د جګړې د سمدستي درولو غوښتنه تکرارکړې او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال قانون له مخې له خپلو مکلفیتونو سره سم عمل وکړي، په ځانګړي ډول ملکي وګړي خوندي کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي همدارنګه پرښکیلو لورو غږ کړی چې د ملګروملتونو د منشور له مخې خپل اختلافات په سوله ییز او د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پرکابل له دغه خونړي برید وروسته د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کوچیني اختر په مخه لنډمهاله اوربند اعلان شوی چې یوشمیر سیمه ییزو قدرتونو یې د هرکلي ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې هغه پریوه تلپاتې اوربند بدل شي.

XS
SM
MD
LG