د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۶

د معتادانو د درملنې پر روغتون له بریدونو وروسته؛ لسکونه کورنۍ د خپلو عزیزانو په لټه دي

په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون بریدونو کې په سلهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، یو شمیر کورنۍ لا هم په خپلو عزیزانو پسې ګرځي
په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون بریدونو کې په سلهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، یو شمیر کورنۍ لا هم په خپلو عزیزانو پسې ګرځي

په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز تر هوايی حملې نږدې اته څلویښت ساعته تېریږي خو یو شمېر کورنۍ وايي لا هم د خپلو عزیزانو د مړي او ژوندي معلومات ورته نه دي شوي.

د طالبانو حکومت له دغه برید د ۴۹۱ ژغورل شویو روږدو یو لسټ هم خپور کړی خو دوی وايي، دې کې یې هم د عزیزیانو نومونه نشته.

مړی او ژوندی یې ورک دی، هغه د ژوندیو په لسټ کې یې نوم نشته، زما په ګډون لسګونه نور کسان هم د خپلو عزیزانو په لټون روغتون په روغتون ګرځي، زه دا اوس هم په وزیر محمد اکبر روغتون کې یم، او هر څوک چې د کوم روغتون ادرس راکي ځان ورسوم
روحید

روحید وايي له وړمې شپې راهیسي د خپل تره د زوی په مړي او ژوندي پسې په کابل کې روغتون په روغتون ګرځي، خو لا یې هم پته نه ده لګېدلې.

هغه چې د ختیځ لغمان ولایت اوسېدونکی دی، چهارشنبه د حوت ۲۷ مه ازادي راډيو ته وویل، د تره زوی یې شاوخوا ۲۸ کاله عمر درلود، واده یې کړی، درې اولادونه لري او نږدې څلور میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو په دې مرکز کې د درملنې په هدف بستر شوی و.

"مړی او ژوندی یې ورک دی، هغه د ژوندیو په لسټ کې یې نوم نشته، زما په ګډون لسګونه نور کسان هم د خپلو عزیزانو په لټون روغتون په روغتون ګرځي، زه دا اوس هم په وزیر محمد اکبر روغتون کې یم، او هر څوک چې د کوم روغتون ادرس راکي ځان ورسوم تر څو یوه نښه یې پیدا کړو چې زړه مو تسکین شي."

د پلازمینې کابل د هوتخیلو د سیمې یو بل اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي چهارشنبه د حوت ۲۷ مه یې ازادي راډيو ته وویل، د خپل ماما په لټون پسې ورک ورک ګرځي او د کابل په ډېر شمېر روغتونونو کې له لټون وروسته هم نه دی توانېدلی چې هغه ژوندی یا یې مړی ومومي.

"ماما مې ورک دی، له پرون راهیسي په ټولو شفاخانو وګرځېدو، وزیر محمد اکبر خان روغتون ته ولاړو، پنځه سوه بستریز کې وګرځېدو، خو د هغه درک نشته، واړه واړه ماشومان یې دي، یو اته کلن زوی یې د پلار د روغتیا په هیله درې روژې نیولي او ویل یې چې پلار مې ښه کیږي او اختر کې به کورته راشي."

طالبان په کابل کې د پاکستان په برید کې د تر ۴۰۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو ادعا کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ۴۹۱ ژغورل شویو روږدو کسانو د نومونو یو لسټ هم خپور کړی او د هغوی کورنیو ته یې ډاډ ورکړی چې دغه کسان خوندي ځایونو ته رسول شوي دي.

"ماما مې ورک دی، له پرون راهیسي په ټولو شفاخانو وګرځېدو، وزیر محمد اکبر خان روغتون ته ولاړو، پنځه سوه بستریز کې وګرځېدو، خو د هغه درک نشته، واړه واړه ماشومان یې دي، یو اته کلن زوی یې د پلار د روغتیا په هیله درې روژې نیولي او ویل یې چې پلار مې ښه کیږي او اختر کې به کورته راشي."
د کابل اوسیدنکی

خو په راپور کې مرکه شویو کسانو او یو شمیر نورو کورنیو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې لسټونو کې یې هم د عزیزانو نومونه نه دي موندلي.

دوشنبه " د حوت ۲۵ مه" د شپې نږدې نهې بجې د پاکستان په دې هوايي حمله کې چې د طالبانو د حکومت په خبره د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز وشو لږ ترلږه ۴۰۸ کسان په کې ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ دعوه کړې چې په دې هوايي حمله کې پوځي اهداف په نښه شوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه یې رد کړي دي.

سې شنبه د حوت ۲۶مه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په تلفاتو کې د زیاتوالي اندېښنې ځکه شته چې په خبره یې لا هم تر ویجاړیو لاندې د جسدونو د رایستلو چاره روانه ده، خو لا تراوسه چهارشنبه د حوت ۲۷ مه هم په رسمي ډول د قربانیانو د لټون د عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان نه دی شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې مرکز کې نږدې ۳ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې وو.

خو د رسمي شمېرو له مخې ۴۹۱ کسان ژغورل شوي، ۴۰۸ وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي چې ټول ۱۱۶۴ کیږي، اوس پوښتنه داده چې پاتې نږدې ۱۸۰۰ نور روږدي کسان چې په هغه مرکز کې بستري وو څه شول په دې اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

داسې انګیرنې او باورونه هم شته چې ښايي ډېر شمېر کسان له هوايي حملې وروسته د اور په سختو لمبو کې له منځه تللي وي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو چې له برید سم دستي وروسته خپرې شوې لیدل کېږي چې په یاد مرکز لګېدلی سخت اور بل دی او یو شمیر معتادین ورنه د تېښتې په حال کې دي.

د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راورسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سختې نښتې روانې دي چې هوايي بریدونه هم په کې شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تازه سه شنبه د حوت په ۲۶ مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د فبرورۍ له ۲۶ د مارچ تر ۱۶ مې یې په کابل کې د روږدو کسانو په مرکز تر حملې مخکې د دغه جګړو له امله د ۷۶ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۲۱۳ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي، خو په تازه پېښه کې یې د اوښتۍ مرګ ژوبلې په اړه دقیق څه نه دي ویلي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالو قوانیونو له مخې، په روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په کلکه منع دي او په شخړه کې ښکېل ټول اړخونه باید د ناروغانو، ټپیانو، روغتیايي پرسونل، روغتونونو او امبولانسونو درناوی او ساتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG