د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

علي لاریجاني، چې د اسراییل برید کې یې وژنه تایید شوه، څوک و؟

علي لاریجاني
علي لاریجاني

علي لاریجاني چې د ایران د ملي امنیت شورا منشي و، پرون سه شنبه د اسراییل په برید کې ووژل شو او ایراني چارواکو د هغه وژنه تایید کړه.

لاریجاني د ایران له مهمو پياوړو چارواکو څخه شمېرل کیږي او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ته، چې هغه هم د اسراییل په برید کې ووژل شو، نژدې او باوري کس و.

که څه هم روحاني نه و، خو د یووالي یوه څېره وه چې سیال اړخونه یې سره راټول، له سپاه پاسدران انقلاب سره یې کلکې اړیکې درلودې او په یوه وخت یې له استخباراتي سرویسونو او د روحانیت له بنسټ سره اړیکې پاللې.

د خامنه یي له وژلو او بیا یې په نانندریزه توګه د ځای ناستي له ټاکل کېدو او اوس د لاریجاني له وژلو وروسته داسې ښکاري چې ایران د مشرتابه یا رهبرۍ له تشې سره مخامخ دی.

د چارو پوهان وایي، د لاریجاني له وژلو سره د جګړې پای ته رسیدو ته هر ډول ډيپلوماتیکې هلې ځلې پیچلې شوې.

په بریتانیا کې میشت د چارو شنونکی بابک دوربیکي وایي: " د هغو سیاسي څېرو په منځ کې چې دا مهال په جمهوري نظام کې دي او تراوسه ژوندي دي ، د لاریجاني د ځای ناستي لپاره او دغه رول لپاره هیڅوک نشته."

دولتي دندې او نظام کې ونډه

۶۷ کلن لاریجاني د خپل څو لسیزو سیاسي فعالیت پر مهال د اټومي پروګرامونو مرکچي، د پارلمان مشر، د قانون مجري او نورو څوکیو باندې کار کړی دی.

لاریجاني دوه ځله خپل محبوبیت له لاسه ورکړ، خو بیا هم سیاسي ډګر ته راستون شو.

د ۲۰۲۵ کال په جون کې د ایران او اسراییلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال لاریجاني د ملي امنیت د مشر په توګه د پام وړ رول درلود.

هغه سپاه پاسداران کې دنده درلوده او د پارلمان له لارې یې له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون رهبري کړ.

د ایران حکومت ته لاریجاني د روحانیونو او داخلي جنرالانو ترمنځ او دغه راز د تهران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت درلود.

د لاریجاني شخصي ژوند او زده کړې

لاریجاني د ګاونډي هېواد عراق په نجف ښار کې زیږیدلی دی، هغه چې شیعه مذهبو ته ځانګړی تقدس لري.

پلار یې یو پیاوړی مذهبي مشر و.

د لاریجاني خسرګنۍ د مرتضی مطهري کورنۍ وه. مطهري د انقلاب شورا مشر و او د ایران د اوسني نظام د رامنځته کولو دنده یې درلوده.

دې اړیکې هم د هغه په سیاسي وده کې د پام وړ رول درلود.

د هغه اکثره ملګرو یوازې اسلامي زده کړې کړې وې، خو لاریجاني د سکولري پوهنتون سند هم درلود.

هغه د تهران له پوهنتونه د غرب په فلسفه کې ماسټري او وروسته د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

څه وخت د امریکا لپاره یو هدف وګرځېد؟

کله چې په تهران کې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې مظاهرې پيل او وروسته یې لمن د ایران نورو ښارونو ته وغځېده، همغه وخت امریکا لاریجاني د زرګونه مظاهره چیانو پر ځپنې تورن کړ او بندیزونه یې پرې ولګول.

پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو مخکې، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي لاریجاني د حکومت د ترجیحي لنډمهالي کاندید په توګه وټاکه.

له دې حکمه څو ورځې وروسته خامنه یي ووژل شو.

هغه مهال په ایران کې د ټولو سترګې او غوږونه لاریجاني ته وو. لاریجاني د مارچ په ۱۳مه د تهران په سړکونو کې د اعتراض کوونکو په ډله کې ولیدل شو.

دا هغه وخت و چې اسراییل پر دې ښار بمباري کوله. همغه په عام محضر کې د لاریجاني د څرګندېدو وروستۍ صحنه وه.

XS
SM
MD
LG