د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي د ایران د امنیت شورا منشي علی لاریجاني او د بسیج د ځواکونو عمومي قوماندان په ایران باندې د هوايي بریدونو د سه شنبې د سهار په څپه کې وژل شوي دي.
کاتز وویل چې صدراعظم بنیامین نتانیاهو او په خپله ده اردو ته لارښوونه کړې چې د ایراني چارواکو په نښه کولو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې دایران د ستراتیژیکو زیربناوو او د توغنديو وړتیاوو خلاف عملیات په ټول ایران کې دوام لري.
ایراني چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
رویترز خبري اژانس د څلورو اسرائیلي چارواکو له قوله د لاریجاني د وژل کیدو خبر تایید کړخو سپاه پاسدارانو ته نږدې تسنیم خبري اژانس د سه شنبې غرمه مهال دغو رپوټونو ته غبرګون کې اعلان وکړ چې علي لاریجاني به څو دقیقې وروسته یو پیغام نشرکړي.
خو پیغام چې وروسته یې خپور کړ د دنا د جنګي بیړۍ د سربازانو د مړینې په مناسبت د لاریجاني د لیک یو تصویر وو چې لاندې یې نیټه نه وه لیکل شوې.
بلخوا د اسرائیل اردو وايي د سپاه پاسداران د بسیج سازمان رئیس غلامرضا سلیماني یې په تهران کې په نښه کړی او وژلی دی.
برید جنرال غلامرضا سلیماني د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په اوړي کې د ایران د پخواني مشر ایت الله خامنه ای لخوا د بسیج دسازمان رئیس ټاکل شوی وو.
نن سهار سه شنبه په ایران باندې د هوايي بریدونو په یوه څپه کې د دغه هیواد ځینې ځایونه او بنسټونه په نښه شول.
د اسرائیلو اردو وايي دغه بریدون په تهران، شیراز او تبریز وشول.
اسرائیل وايي «اطلاعاتو وزارت او بسیج پورې مرتبط بیلابیل امنیتي ځایونه او دغه راز د ډرونونو او بالستیکي توغندیود ذخیرې او توغولو او د دافع هوا د استعمال ځایونه» بمبارد شول.