د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۱

د بریتانیا له لوري د وېزو نه ورکولو هغه افغانان نهیلي کړي چې بورسونه یې ترلاسه کړي وو

یو شمېر افغان محصلان چې د بریتانیا تحصیلي بورسونه یې ترلاسه کړي، وایي د دغه هېواد له خوا پر افغانانو ته د وېزو نه ورکولو نهیلي کړي دي.

دا د کندهار ولایت اوسېدونکې وړانګه هنري ده.

وړانګې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د انګرېزي ادبیاتو په برخه کې د بریټانیا د ماسټرۍ بورسیه ترلاسه کړې ده.

دې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د دې بورس یا سکالرشیپ د ترلاسه کولو لپاره یې په سختو اقتصادي شرایطو کې د ټولو مالي شرایطو ترڅنګ نورې ازموینې هم تېرې کړې وې او چارې یې پای ته رسولې وې، خو د بریټانیا د حکومت له خوا د ویزو ځنډولو له امله یې لا ویزه نه ده ترلاسه کړې او د خپلو هیلو د پوره کولو له سفره پاتې شوه.

دې وړاندې زیاته کړه چې د دې بورسیې ترلاسه کول یې په داسې حال کې چې افغانستان کې له زده کړو او کاره محرومه ده، لویه هیله وه: "ما ته اطمینان راکړل شو چې ما د ۲۰۲۶ دا شکالرشیپ ترلاسه کړ، ډېرې خوارۍ مې هم ورته کړې وې، هغه پیسې چې د بانکي ضمانت لپاره دې سکالرشیپ کې ورته اړتیا وه ما بل چا نه قرض کړې، ډېره هیله مې وه چې له دې لارې به زه خپل راتلونکی جوړ کړای شم او بیا به تر انګرېزي ادبیاتو وروسته د عامې روغتیا برخه کې خپلې لوړې زده کړې هم پای ته ورسوم، خو دې پرېکړې سخت خفه کړو، دلته افغانستان کې هم موږ له لوړو زده کړو راګرځول شوي یو."

وړانګه دا پرېکړه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو بې عدالتي بولي.

د بریټانیا د تحصیلي بورسیې یو بل ترلاسه کوونکی او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي، هم وایي چې د عامه پالېسۍ او اداري څانګې د ماسټرۍ په برخه کې یې له زیاتو زیارونو کاږلو وروسته بورسیه ترلاسه کړې، خو په خبره یې افغانانو ته د دې هېواد د ویزو ورکړه ځنډېدلې او لسګونه نور افغان ځوانان یې هم سخت ناهیلي کړي دي.

ده وویل: "ما کابل کې تر څلور نیمو میاشتو زده کړو وروسته وکړای شول د ټافل ازموینه کې ۹۳ نمرې ترلاسه کړم چې بیا مې (د بریټانیا) هغو پوهنتونونو ته چې ټافل سطحې ته اړتیا وه اپلای وکړ او بیا سکالرشیپ ته بریالی شوم، اوس چې انګلستان دا پرېکړه کړې دا د افغان محصلینو لپاره ټکان ورکوونکې ده، ځکه دلته خو محصلینو په میاشتو او کلونو خوارۍ کړي او زحمتونه یې ویستلي او ډېرې هیلې یې لرلې، هیله ده چې دوی بېرته دا پرېکړه واخلي."

دا افغان محصلین داسې وخت اندېښنې څرګندوي چې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د روانې مارچ میاشتې په ۴مه اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د څلورو هېوادونو د وګړو لپاره یې کاري او تحصلي ویزې ځنډولي.

دا څلور هېوادونه افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان دي.

هغه مهال (د مارچ په ۴مه) بریټانوۍ ورځپاڼې تلګراف په خپل یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د زده کونکو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ پنځه چنده زیات شوي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اقدام د هغو خلکو د پناه غوښتنې د زیاتوالي د مخنیوي لپاره شوی چې د قانوني چینلونو له لارې دغه هېواد ته ننوځي.

په راپور کې ویل شوي چې د کاري او تحصیلي ویزو په واسطه د افغانانو د پناه غوښتنې شمېر اوس د صادر شویو ویزو د شمېر په پرتله ډېر دی.

د بریټانیا د دولت دې پرېکړې په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره د بریټانیا د وګړو او افغانانو ګڼ غبرګونونه او نیوکې راوپارولې او دوی په دې اړه د بیا غور غوښتونکي شول، هغه څه چې ازادي راډیو سره مرکه شویو محصلینو هم مطرح کړل.

تر دې غبرګونونو وروسته، د ټلګراف یوې خبریالې د مارچ په ۶مه د بریټانیا د کورنیو چارو پاکستاني الاصله وزیره شبانه محمود په یوه خبري کنفرانس کې وپوښتله چې ولې پاکستانیان د ویزو په تازه بندیز کې نشته حال دا چې پاکستانیان بریټانیا کې د پناه غوښتنې په لومړي کتار کې دي هم د شمېر او هم د دوسیو په لحاظ؟

نوموړې په ځواب کې وویل چې نورې پرېکړې هم راروانې دي، خو تر دې دمه د دغه وزارت له لوري بله داسې کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې.

ټلګراف ورځپاڼې ویلي چې دا بدلونونه به د مارچ له ۲۶مې څخه پلي شي او د پناه غوښتنې سیسټم له ثبات وروسته به نوي "خوندي او قانوني لارې" رامنځته شي.

دا چې هر کال له بریټانیا څومره افغان محصلین تحصیلي بورسیې او نور افغانان کاري ویزې ترلاسه کوي، په اړه یې کره معلومات نشته.

خو د ځینو کورنیو افغان رسنیو د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال؛ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هر کال کابو ۵۰۰ افغان محصلینو په بېلابېلو برخو او له مختلفو بریټانیوي پوهنتونونو تحصیلي بورسیې ترلاسه کولې.

دا چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، د بریټانیا په څېر هېوادونو د بورسیو ترلاسه کول د وړانګې هنري په څېر زرګونه افغان نجونو یوازنۍ هیلې دي.

XS
SM
MD
LG