د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په اجماع د آراؤ په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د دری میاشتني تمدید پریکړه تصویب کړ.
د امنیت شورا په غونډه کې چې د امریکا د استازي په مشرۍ د افغانستان د وضعیت د څیړنې لپاره دایره شوه ټولو ۱۵ غړو هیوادونو د پریکړه لپاره رایه ورکړه.
د چین استازي چې د پریکړه لیک مسوده یې تیاره کړې وه غونډه کې وویل:
دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه یو بل سره اړیکې وساتي، یوبل ته نږدې شي او په تدریج سره د یوبل مشروعو اندیښنو ته رسیدګي وکړي
" اوسمهال ، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی. دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه یو بل سره اړیکې وساتي، یوبل ته نږدې شي او په تدریج سره د یوبل مشروعو اندیښنو ته رسیدګي وکړي، او تلپاتې ثبات او پرمختګ او سوکالي ته رسیدو لپاره افغانستان سره مرسته وکړي. یوناما په دې برخه کې اړین رول لري."
د یوناما د ماموریت د تمدید پریکړه لیک په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کوي چې د ملګرو ملتونو دفترونو ته ددغه سازمان د افغان ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز ژر ترژره لیرې کړي او د ملګرو ملتونو ادارو ته اړین تسهیلات برابر کړي چې افغانستان کې خپل کار ترسره کړي.
پریکړه لیک دافغان نجونو او ښځو د اساسي حقوقو د دوامداره نقض په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او غوښتنه کوي چې محدودونکې پالیسۍ باید لیرې کړای شي ترڅو نجونې او ښځې د زده کړو، روغتیايي خدماتو ، کار، اود عامه ژوند په ټولو برخو کې له مساوي حقوقو برخمنې شي.
پریکړه لیک په افغانستان کې دطالبانو له حکومت غواړي چې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې،القاعده ، دختیځ ترکستان داسلامي غورځنګ ، TTP او BLA په شمول د ټولو تروریستې قوتونو په وړاندې لا پياوړي او کوټلي ګامونه پورته کړي.
پریکړه لیک دافغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي او دبشري مرستود ملاتړ په اړتیا ټینګار کوي.
پریکړه لیک په مشخصه توګه د افغانستان د بانکي او مالي سیستم په رغونه ټینګار کوي او داچې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني د خلکو د هوساینې لپاره ولګول شي.
د یوناما د ماموریت درې میاشتنۍ تمدید امنیت شورا کې د لویو قدرتونو ترمنځ اختلاف نظر برسیره کوي.
چین په پیل کې د معیاري یو کال تمدید وړاندیز کړی وو خو ، د امنیت شورا د راپور د ادارې په وینا، متحده ایالاتو د دریو میاشتو تمدید لپاره فشار راوړ.
دغه اختلافات په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې د طالبانو حکومت سره دنړیوالې ټولنې د تعامل د څرنګوالي په هکله پراخ کړکیچ لیدل کیږي.
په داسې حال کې چې واشنګتن هلې ځلې کوي چې د طالبانو سره بندي امریکايان را خوشې کړي ،په دې وروستیو کې یې د طالبان حکومت د هغو حکومتونو په لیست کې شامل کړ چې د" ناحقه توقیف" ملاتړ کوي.
کابل ددغه ګام په هکله د خواشینې په څرګندولو سره وویل چې هیڅکوم بهرنی هیوادوال د کومې معاملې لپاره نه دی توقیف سوی او په افغانستان کې دوه کسه امریکایان ځکه توقیف شوي دي چې د هیواد قانون څخه یې سرغړونه کړې ده .
بلخوا روسیې او چین له افغانستان سره دې اقتصادي او پرمختیایې مرستې د زیاتولو غوښتنه کړې او وايي چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.
یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اساسي ماموریت دی چې بشري مرستې همغږې کوي ، په بشري حقوقو باندې د طالبانو د پالیسیو د اغیز څارنه کوي او دیوه پراخ حکومت او تلپاتې سولې لپاره نړیوال تعامل تسهیلوي.
د افغانستان د شنونکو د شبکې په وینا د یوناما د ماموریت لنډ مهالی تمدید به امنیت شورا دا فرصت په لاس ورکړي چې دیوناما په ماموریت هراړخیزه بیا کتنه ترسره کړي.
بلخوا د عفو نړیوال سازمان وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشري حقوقو وضعیت مخ په خراپیدو دی د دریو میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت تمدید د ژورې اندیښنې وړ دی.
دغه سازمان وايي د یوناما د ماموریت یو کال تمدید کولای شول یوناما ته فرصت ورکړي چې په خپل ماموریت او په ځانګړې توګه د بشري حقوقو په څارنه او رپوټ ورکونه او د ښځو په وضعیت ، سوله او امنیت باندې خپل کار لا متمرکز کړي.