افغانستان کې د طالبانو حکومت وايی پاکستان په کابل تازه برید کې د معتادانو یو روغتون په نښه کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په برید کې د معتادانو د درملنې یو روغتون په نښه شوی دی.
ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې دغه برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشرضد عمل " بللی دی.
هغه دغه راز ادعا وکړه چې د درملنې لاندې یو شمیر معتادان مړه او ټپیان شوي دي خو ارقام یې وړاندې نه کړل.
خو پاکستان وايي په کابل کې یې "په پوځي تاسیساتو او د ترهګرو د ملاتړ په زیربناوو" دقیق بریدونه کړي دي.
اسلام اباد کې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي کابل او ننګرهار کې اهداف ویشتل شوي دي.
دخپلواکه سرچنیو لخوا ددغو ادعاوو تایید ګران دی.
د کابل ښاریانو ویلي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلی دی.
ځینې رپوټونه وايي چې کابل کې په دریو ځایونو بمبارد شوی دی.