د اختر په رانېژدې کېدو سره، ډېری کورنۍ په افغانستان کې کوزده شویو نجونو ته د اختري وړلو چمتوالی نیسي.
د میدان وردګو ولایت یوه اوسېدونکې چې په خبره یې په کورنۍ کې یې د دې په ګډون درې کسان کوزده شوي نور هم شته، وایي، په اختر کې د کوزدنې لپاره د اختري (عیدي) ګران بیه ډالو وړل یې له دودونو څخه دي.
هغوی موږ او موږ یې د زوم کورنۍ ته وروړو، خو اوس چې ډېری هلکان بې کاره دي نجونې باید له خپل کوژدن یا هېڅ عیدي ونه غواړي یا داسې څه وغواړي چې ډېر ګران نه ويد میدان وردکو اوسیدنکې
دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وایي که څه هم دا دود یې په سیمه او کلي کې په پراخه کچه ترسره کېږي، خو ټینګار کوي چې د کوژدن شویو نجونو کورنۍ دې د زوم اقتصادي شرایطو ته په کتو ډېرې او ګرانې غوښتنې نه کوي.
دې ازادي راډیو ته وویل،"دا زموږ دود دی چې باید اختر کې نجلۍ ته سره زر، جامې او نور وسایل راوړي او زموږ بیا دا هم دود دی چې د زوم لپاره هم جامې، وچه مېوه، کلچې او هر څه وروړو، یعنې هغوی موږ او موږ یې د زوم کورنۍ ته وروړو. خو اوس چې ډېری هلکان بې کاره دي، نجونې باید له خپل کوژدن څخه یا هېڅ عیدي ونه غواړي یا داسې څه وغواړي چې ډېر ګران نه وي."
د کابل ښار اوسېدونکې یاسمین بیا وایي چې ورور یې کوزده کړې ده او هر کله د اختري غوندي په نورو مناسبتي ورځو کې هم د رسم له مخې د خېښانو کور ته ډالۍ وړي، خو د ده په خبره دا دود ترسره کول د ده د کورنۍ په ګډون د افغانستان اکثرو کورنیو ته په اوسنیو شرایطو کې خورا ګران تمامېږي.
"زما یو ورور کوزده کړې ده. په داسې ورځو کې د انجلۍ کور ته جامې، د اختر مېوه، بوټونه او هر څه ور وړي. خو زما په اند دا اضافي مصرف دی او ځینې کورنۍ یې خو یې دومره جدي اخلي لکه د اسلام یو رکن چې وي، خو دا دود هغوی ته اسانه نه دی چې اقتصادي توان یې نه لري."
زما یو ورور کوژدن دی او داسې ورځو کې د انجلۍ کور ته جامې، د اختر مېوه، بوټ او هر څه ور وړي،خو زما په اند دا اضافي مصرف دی او ځینې کورنۍ یې خو یې دومره جدي اخلي لکه د اسلام یو رکن چې وي،خو دا دود هغوی ته اسانه نه دی چې اقتصادي توان یې نه لريیاسمین
د بامیان ولایت یوې اوسېدونکې او د یوه کوزده شوي ځوان ورېندارې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم ورته خبره کوي:
"د اختري وړل زموږ په ولایت کې هم دود دی. او ډېری خلک یې د مهم دود په توګه پر ځای کوي، خو ځیني یې ډېر جدي ګڼي او چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، د خوابدي سبب کېږي."
د دوی په خبره، ډېری وخت د زوم کورنۍ اختری وړي خو د افغانستان په ځینو سیمو کې دا ډالۍ د دواړو؛ هم د زوم او هم د ناوې د کورنۍ لخوا له یو بل سره تبادله کېږي چې زرګونه افغانۍ ورباندي لګښت راځي.
په دې ډالیو کې اکثراً بېلابېلې وچې او تازه مېوې، بېلابېل او ګران بیه کالي، د ارایش بېلابېل وسایل، مختلف خواړه مخصوصاً خواږه. او په لوی اخترونو کې بیا ان د قربانۍ لپاره د څارویو وړل شامل وي.
د دوی په باور، معمولاً په دې بېلابېلو مناسبتونو کې ډالۍ د ډالۍ کوونکي لخوا غوره کېږي، خو د اختري په شان مناسبتونو کې بیا د اختري د ډالۍ خوښولو کې د نجونو یا یې د کورنیو غوښتنه هم شامله وي چې ډیر ځله د زوم پر کورنۍ د مالي فشار او ځینو کورنیو تر منځ د خپګان لامل کېږي.
خو د کوزده شویو ځیني نجونو د کورنیو غړې وایي، هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، باید د یو فرهنګي ارزښت او نجلۍ سره د مینې او ورته د درناوي په پار دا رسم پر ځای کړي.
د اختري وړل زموږ ولایت کې هم دود دي، او ډېری خلک یې د مهم دود په توګه پر ځای کوي، خو ځني یې ډېر جدي ګڼي او چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، د خفګان سبب کېږيد بامیانو اوسیدنکی
له دې ډلې د کندهار ولایت یوې اوسېدونګې وړانګې ازادي راډیو ته وویل،
"هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، هغوی یې باید (اختری) یوسي ځکه چې ښځه یې دې ته هیله منده شي چې زه داسې کورنۍ ته چې خپله کورنۍ، خویندې، پلار او مور پرېږدم او ور ودېږم، ورته اهمیت لرم او په دې یې سترګې لوړېږي او دا احساسوي چې په راتلونکي کې به له خپل مېړه سره خوشحاله اوسېدلی شي."
د کابل ښار اوسېدونکې سحر بیا دا ډول دودونه اضافي لګښتونه بولي او ټینګار کوي چې تر هغه د رواجونه د کورنیو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کېدو، عاطفې او ارزښتونو د زیاتېدو لامل کېږي چې یو پر بل فشارونه وارد نه کړي.
دې ازادي راډیو ته وویل:
"د دې دود تر سره کول کولای شي د دوو کورنیو تر منځ د مینې او درناوي نښه وي. او د دوی تر منځ د لا ډېر صمیمیت لامل وګرځي، او د کوزده شویو جوړو د خوښۍ لامل شي. خو له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې د دې دود پر ځای کول د کورنیو پر اوږو دروند بار دی، کله چې په کې سیالۍ کېږي، دا دود د خوښۍ پر ځای مالي بار او اندېښنه رامنځته کوي. خو که کورنۍ په دې برخه کې درک او همکاري ولري او له ډېرو توقعاتو ډډه وکړي، هم به دودونه وساتل شي او هم به ځوانان له کمو فشارونو سره خپل ګډ ژوند پیل کړي."
دا په داسې حال کې ده چې ډېری ځوانان او کورنۍ یې د پراخې بیکارۍ له امله د بد اقتصادي وضعیت شکایت کوي، هغه څه چې بېلابېل نړیوال سازمانونه یې هم وخت په وخت په خپلو راپورونو کې په اړه اندېښنې شریکوي.
سږ کال اختر په داسې حال کې راځي چې ډېری کسان بې کاره، له اقتصادي ننګونو او یو شمیر نورو ستونزو سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې کوزده شویو نجونو ته د اختري وړلو دود د افغانستان په ځینو سیمو کې د کوچني او لوی اختر څخه څو ورځې مخکې او په ځینو سیمو کې بیا د اختر په ورځو کې پالل کېږي چې ځینې کورنۍ یې د خوښۍ د زیاتولو لپاره هم پر ځای کوي.
په ځینو مواردو کې، د هلک کورنۍ له ځینو خپلوانو سره، د موسیقۍ غږولو او سندرو ویلو سره یو ځای د نجلۍ کور ته ځي، او ډالۍ وروړلي. په ورته وخت کې، د نجلۍ د کورنۍ یو شمیر خپلوان هم د ډالۍ ترلاسه کولو او تبادلې په تمه وي، ترڅو مراسم په لا ډیرې خوښۍ ترسره شي.