د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۰

پاکستان وايي د طالبانو تاسیسات یې ویشتلي خو افغانان وايي ولسي وګړي په نخښه شوي

د طالبانو حکومت وايي، پر کندهار د شنبې شپې ناوخته په بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی خو د پاکستان دولتي تلویزیون ( پي، ټي، وي) بیا ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د طالبانو تخنیکي تاسیسات په نخښه شوي دي.

پاکستان په کندهار کې د معتادینو د درملنې یو روغتون او یو پخوانی قرول په نښه کړی چې په خبره یې چاته په کې د سر او مال زیان نه دی اوښتی
مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د کب په ۲۴ مه کورنیو رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې پاکستان په کندهار کې د معتادینو د درملنې یو روغتون او یو پخوانی قرول په نښه کړی چې په خبره یې چاته پکښې د سر او مال زیان نه دی اوښتی.

خو د پاکستان دولتي ټلویزیون « پي ټي وي » شنبه د کب په ۲۳ مه ناوخته ادعا کړې ده چې د دوی هوايي ځواکونو په کندهار کې د افغان طالبانو او د «فتنه الخوارج» د نورو تخنیکي تاسیساتو پر ضد یو ځل بیا بریدونه ترسره کړل.

« پي ټي وي » پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د بریدونو پر مهال د تخنیکي وسایلو د ساتنې یو ډېر مهم تونل له منځه وړل شوی او دا تر مځکه لاندې تونل د افغان طالبانو او وسلوالو له خوا د تخنیکي وسایلو د زېرمه کولو لپاره کارېده.

د پاکستان پوځ او حکومت د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېدونکو د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته د "فتنه الخوارج" اصطلاح کاروي.

پر کندهار دا هوايي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کوټه کې پر ځینو پوځي مرکزونو د ډرون بریدونو ادعا وکړه.

له هغه خوانه چې مرمۍ راځي ټولې په ملکي کورونو لګیږي او خلکو ته زیان رسیږي، بس څه به وکړو دې جګړې له ډېرو خلکو ژوند واخیست او خلک یې در په دره کړل
د برمل اوسیدنکی

هم مهاله د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په پکتيکا او خوست کې له ډیورنډ کرښې ها غاړې ته د پاکستاني پوځ پر پوستو د مرګوني بریدونو خبر ورکړی دی.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز شنبه د کب په ۲۳مه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د دوی لیزري ځواکونو پنځه پاکستاني سرتیري وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلويزيون هم په همدې نېته پر خپله اېکس پانه د يوې ویډيو پر خپرولو سره ادعا کړې چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني پوځ یوه پوسته ویجاړه کړې او ګڼې وسلې او مهمات د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

په کونړ کې بیا ځايي دولتي تلویزیون یکشنبه د کب په ۲۴مه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر له قوله راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان د دې ولایت په ناړۍ، مرورۍ، سرکاڼو، دانګان او شلتن ولسواایو د توپونو ۱۵۹ حملې کړي خو چاته پکښې د سر زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان حکومت او چارواکو یې تازه د دې نښتو او ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې هیواد د اطلاعاتو وزارت تر دې مخکې ادعا کړې وه چې په روانو نښتو کې دوی په افغانستان کې نظامي اهداف په نخښه کړي دي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د یوه لوري ادعاوې هم نه شي تایدولی.

په ورته وخت کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یوه اوسېدونکې رحمان الله یکشنبه د کب په ۲۳مه ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم تېرې دوې ورځې نښتې نسبتاً ارامې وې، خو په خبره یې تېره شپه دوی یو وار بیا د سختو نښتو شاهدان وه.

" پرون شپه بیا جنګ ډېر سخت وو، د ډېرو سختو سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کیدل. هم له دې خوا او هم له هغې خوا. دلته له مرغی بازار سیمې خلک ټول وتلي دي. تقریبا د برمل له زیاتره سیمو خلک وتلي دي، ځکه له هغې خوا چې مرمۍ راځي، ټولې پر ملکي کورونو لګیږي او خلکو ته زیان رسیږي. بس څه به وکړو. دې جګړې له ډېرو خلکو ژوند واخیست او خلک یې در په دره کړل. زموږ غوښتنه داده چې دا جګړه باید وردول شي چې خلک په ارامه خپل ژوند وکړي."

له ناړۍ نه نیولې تر سرکاڼو ، مرورې، شلتن او دانګام پورې په دې ټولو ولسوالیو باندې د ډیسې توپونو حملې شوي دي اوس چې د ورځې دوه بجې دي وضعیت یو څه نورمال دی خو د شپې ډېر بد وضعیت وو
د کونړ اوسیدنکی

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي تېره شپه یې د سختو ډزو غږونه اورېدلی دي.

د دې ولایت د مرکز اسعد اباد یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط یکشنبه د کب په ۲۴مه ماسپښین ازادي راډيو ته وویل:

" بیګاه او پرون خو وضعیت ډېر خراب و. ډېر زیات توپونه له هغې غاړه راورېدل. کرښې ته نژدې تقریبا ټولې ولسوالۍ تر برید لاندې وې خو دا ښه ده چې له کلیو خلک وتلي دي او چاته د سر زیان نه دی رسېدلی خو کورونه ړنګ شوي دي. له ناړۍ نیولې تر سرکاڼو ، مرورې، شلتن او دانګام پورې پر دا ټولو ولسوالیو باندې د ډیسې توپونو حملې شوي دي. اوس چې د ورځې دوې بجې دي، وضعیت یو څه نورمال دی خو د شپې ډېر بد وضعیت و."

بلې خوا ته د هند د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان هوايي حملې غندلي او د دې وزارت ویاند شنبه د کب په ۲۳ مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې پر افغانستان د پاکستان هغه وروستي هوايي بریدونه غندي، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ملکي زیربناوې ویجاړې شوې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسېن اندرابي شنبه د کب په ۲۳ مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل «د هند څرګندونې چې د پاکستان د قانوني، هدفمند او کره عملیاتو پر ضد شوې، بې‌بنسټه او دوه مخیزې دي».

هغه ادعا کړې چې هند په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعال ملاتړ کوي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي او نښتو نن اتلسمه ورځ ده.

تازه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۱۴ مه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې هېواد یې هیله لري چې افغانستان او پاکستان روانې ترینګلتیاوې کمې کړي، له زغمه کار واخلي او مخامخ خبرو ته سره کښېني.

په دې بیان کې راغلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ اوس مهال افغانستان او پاکستان ته د منځګړیتوب لپاره سفرونه پیل کړي او په خبره یې، بیجینګ غواړي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند وکړي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

مخکې تر دې ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو هم پر دواړو هیوادونو د نښتو د ختمولو غږ کړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما، سرپرستې جورجیت ګانیون هم د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې دامنیت شورا غونډې ته د هیواد د وضعیت په هکله په وینا کې د طالبانو تر واک لاندي افغانستان او پاکستان ترمینځ د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه.

هغې د ولسی خلکو پر خوندیتوب په ټینګار سره وویل، چې دغې جګړې بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي، نو دواړه هیوادونو باید خپل اختلافات له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

XS
SM
MD
LG