د کابل د هوايي بریدونو اغېزمن افغان ملکیان اندېښمن دي
په کابل کې د پاکستان په هوايي برید سره لږ تر لږه څلور ملکیان وژل شوي او ځينې هستوګن کورونه وران شوي. طالبانو تایید کړې چې د کابل په ختیځ کې د پلچرخي په سیمه باندې بېګا پاکستاني پوځیانو بمبار کړی دی. د سیمې خلک او زیانمن د بریدونو له شدت او د ډېرو هستوګنو کورونو له ورانېدو خبرې کوي. یوناما په ملکیانو دا برید د اندېښنې وړ بللی دی. نور جزییات په دغه ویډیويي راپور کې