د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۴

د پسرلي په درشل کې د نیالګو لګولو هلې ځلې

کابل ،قرغه ، ارشیف
کابل ،قرغه ، ارشیف

د افغانستان بېلابیلو سیمو کې د طالبانو حکومت او هم عامو خلکو او باغ لرونکو له خوا د نیالګیو اېښودلو کار روان دی. د نیالګيو پلورونکي هم وايي، کارو بار یې ښه دی. د کرنې او چاپیریال ساتنې کارپوهان د زرغونتیا په اهمیت او د نیالګو په دوامداره ساتنه ټینګار کوي.

د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ دا اوسېدونکی هدایت الله سادات وايي، د دوی په سیمه کې هم دنیالګیو اېښودل پیل شوي په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې په خبره یې اوبه شته او وچکالۍ ډیرې نه دي ځپلي.

ښاغلي سادات ازادي راډیو ته وویل:

د اقلیم په بدلون سره ډیری خلک اړ شوي چې د خپلو کورونو مخکې، د سرک په غاړو کې، هر ځای یې چې وس کېږي، په غرونو کې ونې کښینوي او ورنه ساتنه وکړي.

د ننګرهار ولایت د خوږیانيو ولسوالۍ اوسېدونکی جمشید تکل هم وايي، د دوی په سیمه کې د طالبانو تر کنترول لاندې ښاروالۍ او د ولسي خلکو له خوا د نیالګیو اېښودلو چارې پیل شوې دي:

" سږ کال هم د خوږیاڼیو د ښاروالې له خوا ځني نوې ونې کښېنول شوې، د توت ونې وې، د ناجو ونې وې، او همدارنګه د ځینو موسساتو له خوا هم ځني پروژې د ونو برابرې شوې دي، نو دلته ځوانان او نور مشران په دې هڅه کې دي چې ونې کښینوي."

د نیالګيو یو شمیر پلورونکي هم وايي، کار یې ښه دی او خلک نیالګي اخلي.

له دې ډلې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د نیالګیو او ګلانو پلورنکي محمد سنګر هوتک ازادي راډیو ته وویل:

د پسرلي په رارسېدو سره یو ځل بیا فروشات زیات شوي، مونږ سره هر ډول سمر داره او بې سمره نیالګي شته، د خلکو تګ راتګ ډیر دی.

نوموړی وايي، کوم نیالګي چې ده سره دي قیمتونه یې متفاوت دي، له سلو افغانیو نیولې تر زرو پورې هم نیالګي لري.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو عمومي ریس عبدالحد خلیل د حوت په ۱۲ په کابل کې د نیالګیو اېښودولو کمپاین په پرانیسته کې وویل چې دوی به سږ کال له همکارو موسسو، د قوریه لرونکو ټولنې او عامو خلکو سره په همکارۍ په ټول افغانستان کې تقریبا ۱۸،۹ ملیونه نیالګي توضیح او کښینوي.

د کرنې او چاپیریال ساتنې د برخې یو شمیر متخصصین د نیالګیو کینولو په ارزښت په ټینګار سره وايي، د هوا د ککړتیا کمول، له طبیعي پېښو مخنیوی، اقتصادي ګټي او نورې ګټې یې له مهمو ارزښتونو څخه دي.

له دې ډلې ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل:

ونې او نیالګي چې دي کاربن دای اکساید جذبوي او اکسیجن تولیدوي، او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره ډیر ارزښت لري


" ونې او نیالګي چې دي کاربن دای اکساید جذبوي او اکسیجن تولیدوي، او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره ډیر ارزښت لري او په کموالي کې یې مرسته کولای شي، د اقلیم ساتنه ده، ونې په اقلیم باندې په مستقیم ډول اغیزه کوي د تودخي درجه ټیټوي او رطوبت ساتي، او د نیالګیو ریښې خاوره ټینګه ساتي او د سیلابونو مخه نیسي. "

ښاغلی دوران دغه شان زیاتوي چې نیالګي د ښار ښکلا او د خلکو په روحي ارامښت کې رول لري او دغه شان اقتصادي او ګنې نور ګټې هم لري.

خو نوموړی یې په دوامداره ساتنه هم ټینګار کوي:

" باید دوامداره ساتنه یې وشي، داسې نه شي چې یو نیالګی کښينول شي، څه موده یې ساتنه وشي او بیا همداسې پرېښودل شي. "

XS
SM
MD
LG