د ملګروملتو سرمنشي په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر له لومړۍ نیټې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې پورې، په افغانستان کې امنیتي پیښې د تیر کال د ورته مودې پرتله ۲۷.۸ سلنه زیاتې دي.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او امنیت شورا د پریکړه لیک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له خوا د راټولو شویو معلوماتو او تحلیلونو پر بنسټ چمتو شوی دی، د دوشنبې په ورځ «د مارچ په ۹مه» امنیت شورا ته وړاندې شو او د پنجشنبې په ورځ «د مارچ په ۱۲مه» د ملګرو ملتونو د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوی دی.
په دې راپور کې د هغو نښتو او امنیتي پیښو یادونه هم شوې چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر له لومړۍ نیټې د ۲۰۲۶ کال د جنوري تر ۳۱مې پورې د ایران اسلامي جمهوریت سره په سرحدي سیمو او پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې وې.
راپور زیاتوي چې ځینو کسانو د افغانستان له پولې تاجکستان ته د ننوتلو هڅه کړې ده؛ هغه هڅې چې د راپور په ټکو، د نښتو په جریان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتني راپور کې دا هم راغلي چې د تیر کال د نومبر له لومړۍ نیټې د روان کال د جنوري تر ۳۱ مې پورې، د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د څو هوایی بریدونو او بې پیلوټه الوتکو د فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د دې حملو له ډلې یوه چې په راپور کې یې هم یادونه شوې، د نومبر په ۲۵ نیټه د خوست، کونړ او پکتیکا په ولایتونو کې شوي هوایي بریدونه دي.
د طالبانو د حکومت د ادعا پر بنسټ، دا بریدونه د پاکستان حکومت لخوا ترسره شوي، چې لږترلږه ۱۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي او کابو ۸ نور په کې ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان پوځ بیا د خپل هیواد رسنیو ته ویلي و چې دوی په دې بریدونو کې ښکیل نه وو.
د خوست ولایت د ګوربز ولسوالۍ د مغلګي کلي اوسیدونکی نور اسلم چې په خبره یې، د نومبر د ۲۵مې په هوایی برید کې یې د کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي وايي چې د یادې پیښې پایلې لاهم د ده پر ژوند سیوری غوړولی دی.
ده د پنجشنبې په ورځ «د حوت په ۲۱ مه» ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:
"تکلیف خو خامخا وي، کورونه مو پکې له منځه ولاړل، را تښېدلي یو، ځای مو پرېښی دی، دا زموږ کور چیرته چې و، دا مو پلارنی ټاټوبی و، پدې خو بمبار وشو او په مکمله توګه له منځه ولاړ، دا دی روژه راغله خو په دې منځ منځ کې پر موږ ډېرې لوړې، ژورې تېرې شوې. "
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په دې درې میاشتني راپور کې دا هم ویل شوي چې د نومبر له لومړۍ نیټې د جنوري تر ۳۱ پورې، دې ادارې ۴۷ امنیتي او مصونیتي پیښې ثبت کړي چې په مستقیم ډول یې د دې سازمان کارکوونکي اغیزمن کړي، په داسې حال کې چې تیر کال په ورته موده کې ۴۲ پیښې ثبت شوې وې.
د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو یو شمیر کارکوونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د نامعلومو کسانو لخوا ګواښونه شوي، هغه څه چې د دوی په خبره، د دوی خوندیتوب او امنیت یې له خطر سره مخ کړی دی.
له دوی یو تن چې نه یې غوښتل د امنیتي اندیښنو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، د دې د ګواښونو له تر لاسه کولو وروسته د خپلې دندې پرېښودو اړ شوی دی:
"زه په داسې حال کې چې د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست وم، د دې لپاره چې ځینې ګواښوونو سره مخ وم، اړ شوم چې خپله دنده پرېږدم، ځکه کورنۍ مې هم وېرېدله او نور یې د کار اجازه نه راکوله."
په راپور کې د جنوري په میاشت کې په کابل کې په یوه چینایي رستورانت باندې د برید یادونه هم شوې، چې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.
په راپور کې دا هم راغلي چې د افغانستان دملي مقاومت جبهې، د افغانستان د ملي راټولونې ( بسیج) جبهې، د افغانستان د اسلامي خلکو غورځنګ، او د افغانستان د آزادۍ جبهې په ګډون د طالبانو د حکومت مخالو وسله والو ډولو د ټولټال ۳۶ پیښو مسؤلیت هم منلی دی، چې له دې ډلې ۱۴ یې تایید شوي دي.
د ملګرو ملتونو په ټکو، دا پیښې، چې پکې د راکټونو او لاسي بمونو ځینې بریدونه، او د طالبانو د چارواکو په پوستو او کاروانونو ډزې په کې شاملې وې، د طالبانو حکومت ته یې د پام وړ ستونزې رامنځته کړې دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت په دوامداره توګه د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې دی.
په داسې حال کې چې طالبان په هیواد کې د امنیتي وضعیت د ښه والي خبره کوي، د نړیوالو سازمانونو راپورونه د ځینو ګواښونو د دوام، د وسله والو مخالفو ډلو لخوا د ځینې بریدونو، او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د فعالیت په اړه وايي.
ملګري ملتونو هم په منظم ډول د دې سازمان د سرمنشي د درې میاشتني راپورونو له لارې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت څېړي او پایلې یې امنیت شورا ته وړاندې کوي.
دې راپور کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت سربیره، د بشري حقونو وضعیت او د بشري سرغړونو، د مخدره توکو د کښت، قاچاق او پر وړاندې یې پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ودې، پرمختګونو، سیمه ایزې همکارۍ او بشري مرستو په څیر موضوعاتو ته هم اشاره شوې ده.