په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان خبریالان او کډوال ادعا کوي چې نیول شوي کډوال د انتقال د کمپونو پر ځای زندانونو ته وړل کېږي چې دې موضوع دوی سخت اندېښمن کړي دي.
په پاکستان کې میشت یو افغان خبریال نوید محمدي سه شنبه د حوت ۱۹مه ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو او د پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او د لارو د تړل کېدو له امله په هغه هیواد کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمونکې دی.
نوموړي د خبریالانو له ملاتړ کوونکو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د دوی وضعیت ته رسېدنه وکړي.
نوموړي وویل:
" له نړیوالې ټولنې، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو نه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغان خبریالانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی لپاره د خوندي ځای او د کار د دوام زمینه برابره کړي،اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې تړل شوي، کوم کډوال چې نیول کیږي، دوی نه ډیپورټ کیږي بلکې مستقیم زندان ته وړل کیږي تر کومه وخته چې لارې خلاصیږي دوی په زندان کې پاتې کيږي، دا وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی."
ځینې نور افغان کډوال هم وضعیت سخت بولي او وایي چې ډېری یې د ویزې د نه لرلو، د نیول کېدو او زنداني کېدو له خطر سره مخ دي.
په اسلام اباد کې میشت یو افغان کډوال د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:
" وضعیت ډېر خراب دی، هېڅوک له کوره نشي وتلی، دلته په بې ۱۷ ښارګوټي کې هیڅوک بېرون نه شي وتلی، په ښارګوټي کې هره شېبه پولیس ګرځي په شخصي او نظامي لباسونو کې، د خلکو د کورونو دروازې ماتوي او افغانان نیسي، دوه اونۍ مخکې له دې ځایه کسان ونیول شول، حاجي کمپ ته انتقال شول او له هغه ځایه اوس ټول وړل شوي دي زندان ته."
د پاکستان حکومت تر اوسه زندانونو ته د افغان کډوالو د انتقال د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې په دې هیواد کې میشت بې اسناده افغان کډوال له نیولو وروسته د انتقال کمپونو او هلته له بایمټریک نه وروسته افغانستان ته ډیپورټ کېدل.
خو د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ « امسو » ویلي چې اوس پاکستاني پولیس په ځانګړي ډول افغان خبریالان نیسي او د کمپونو پر ځای یې زندانونو ته انتقالوي.
دې بنسټ سې شنبه د حوت۱۹ په یوه اعلامیه کې ویلي سره له دې چې نړیوال قوانین د پناه غوښتونکو حقونه تضمینوي، په پاکستان کې له افغانانو سره د مجرمانو په څېر چلند کېږي.
اعلامیه زیاتوي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې یو افغان خبریال د کورنۍ له دوه ښځینه غړو او اولادونو سره نیول شوی او اوس مهال په اسلام اباد کې زنداني دي.
امسو د امنیتي اندېښنو له امله د دې خبریال هویت نه دی خپور کړی.
تر دې مخکې هم یوه افغانه ښځینه خبریاله له ورته وضیعت سره مخ شوې وه.
امسو د پاکستان له حکومته غوښتي چې دغه خبریال او د هغه کورنۍ ژر تر ژره خوشې کړي، او ملګري ملتونه او خبریالانو ملاتړ بنسټونه دې په پاکستان فشار راوړي چې د پناه غوښتنې نړیوال ژمنو ته درناوي وکړي.
دغه بنسټ له دې مخکې ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته لسګونه افغان خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله پاکستان ته کډه شوي، خو هلته یې ژوند ناامن، بېثباته او له وېرې ډک دی.
شاوخوا لس ورځې مخکې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو او پاکستان د پوځ ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته پرې فشار زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار یو شمېر سیمهییزو کارکوونکو او د طالبانو حکومت ته نږدې سرچینو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د تورخم او سپین بولدک–چمن دروازې چې وړاندې تر دې یوازې د کډوالو د بېرته ستنولو او اخراج لپاره پرانیستې وې، د وروستیو نښتو له پیل سره د پاکستان له خوا تړل شوې دي.
پاکستان د تېرې فبرورۍ په ۲۱ مه د افغانستان په یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې چې له امله یې د همدې میاشتې په ۲۶مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې.
پاکستاني چارواکو ویلي د دغه هوايي حملو هدف د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې اړوند مرکزونه وو چې په افغانستان کې موجودیت لري او تر هغه به خپلو دې عملیاتو ته دوام ورکړي څو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړ لاس وانخلي خو په افغانستان د طالبانو حکومت په دې برخه کې هر ډول ادعا رد کړې ده.
له دې وروستیو نښتو مخکې، ( یو، این، ایچ، سي، ار) ویلي وو چې پاکستان د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی او د طالبانو حکومت هم له افغان کډوالو په وړاندې د نیولو، ځورونې او ناوړه چلند د پېښو راپور ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ( یو، این، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې له دوه میلیونو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه نور لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.