د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۵

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې په لسمه ورځ هم دوام لري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پیل شویو نښتو لس ورځې ووتې خو لا هم روانې دي او په رسمي ډول یې د پای ته رسېدو کوم څرک نه لیدل کیږي.

د روانې حوت ۱۶مه شپه بیا هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې د سختو نښو شاهدانې وې او دواړو لوریو یو وار بیا یو بل د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاګانې کړي دي.

خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ UNHCR ویلي چې د دغه نښتو له امله له امله کرښې ته د نږدې سیمو وضعیت حالات کړکیچن شوي دي، او د بې ځایه شویو کسانو شمېر په بې سارې ډول زیات شوی دی.

دې ادارې په یو راپور کې چې د جمعې د حوت په ۱۵ مه یې خپور کړی ویلي چې د مارچ تر ۵ مې ۱۱۵ زره کسان په افغانستان او ۳ زره نور په پاکستان کې بې ځایه شوي دي.

«یو این ایچ سي ار» ټینګار کړی چې هغه ولسي وګړو ته چې د ځان د ژغورنې لپاره، د امن سیمو د موندولو او یا هم له کرښې څخه د تېرېدو په لټه کې دي باید زمینه ورته برابره شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا نښتې د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې په یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې.

په همدې حال کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو نه یو شمېر بې ځایه شوي کسان وايي د سختو نښتو له امله یې په توره شپه کې د سرونو د خوندیتوب په هدف خپلې مېنې پرېښې او امن سیمو ته یې پناه وړې ده.

د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ یوه اوسېدونکی نیاز ولي چې اوس مهال مارکو بازار ته څېرمه اوسیږي ازادي راډيو ته وویل: «جنګ پیل شوی، کورونه مو ولګېدل، خونې مو ړنګې شوې، مالونه مو له منځه لاړل، نیم کور مو هلته پاتې شو او نیم مو په ډېرې سختې راوویستو.»

کرښې ته نږدې د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم ورته خبره کوي.

دوي د سختې جګړې له امله په ستونزمنو حالاتو کې خپلې کورنۍ د خوست ښار ته رارسولي دي.

د دې ولایت د علی شیر – تریزو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولایت خان ازادي راډيو ته وویل:«د شپې دولس بجې یې برید وکړو، ټول وطن یې لوټي لوټي کړو، زموږ کور داسې ولګېدو چې یوه خونه مو هم روغه پاتې نه شوه.»

د خوست په ګاونډ کې د پکتیا ولایت چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د دغه نښتو له امله یې تر ټولو ډېر اوسېدونکي بې ځایه شوي یو شمېر بې ځایه شویو ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستان ملیشه ځواکونه د ولسي خلکو د کورونو او کلیو په نښه کولو تورن کړل.

د دې ولایت د څکمنیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکې محمد یوسف چې اوس په ګردیز کې میشت دی ازادي راډيو ته وویل: «زموږ په سیمه کې خو حالات ډېر خراب وو، سخته نښته وه، ماشومان، میرمنې ډېرې ویرېدې، مجبور شو خپل کور پرېږدو او دلته راشو، هلته ډېر سخت توپونه لګېدل او هره شېبه د مرګ ویره وه.»

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو شمېر بې ځایه شوي بیا له بهرنیو مرستندویه ادارو نه د مرستو غوښتنه کوي.

دې سیمې نه یو بې ځایه شوي محمد الله ازادي راډيو ته وویل: «موږ سره باید مرسته وشي، خیمې موږ ته راکول شي، موږ ډېر بې وزله خلک یو، ډېر کم خلک به دلته داسې وي چې یو څه ولري، نور ټول ډېر بې وزله دي، یخني ډېره ده او موږ تر شنه اسمان لاندې د ماشومانو سره پراته یو.»

د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې د دغه نښتو له امله د مومندو ایجنسۍ، تیرا، شمالي وزیرستان او باجوړ یو شمېر اوسېدونکي چې لا له وړاندې د پاکستاني پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو ترمنځ د نښتو له امله زیانمن وو اوس له خپلو سیمو وتلي او امن سیمو ته یې ځانونه رسولي دي.

په همدې حال کې دواړو لوریو یو وار بیا په روانو نښتو کې په یو بل د درنو ګوزارونو ادعاګانې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت په یو بیان کې چې جمعه د حوت ۱۵مه یې خپور کړی ادعا کړې چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې یې یو وار بیا په خوست، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو په پوستو درانه ګوزارونه کړي او هغوی ته یې درګ مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان حکومت بیا تازه د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي خو جمعه د حوت ۱۵مه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ادعا کړې چې وه چې د روانو نښتو په ترڅ کې یې په هوايي او ځمکنیو حملو کې سلګونه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو دا چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د خبریالانو لاس رسی نااممکن دی ازادي راډيو د دواړو لوریو دا ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

خو د ملګرو ملتونو له لوري د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپورونه دروغ هم نه شي کېدلای.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۵ مې په افغانستان کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي چې لږ ترلږه ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او دغه راز ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ترڅنګ سعودي عربستان، ایران، قطر، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، مالیزیا او اروپايي ټولنې له طالبانو او پاکستانه د نښتو د پای ته رسولو او د خبرو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG