د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

د روژې په میاشت کې د ښځو بوختیاوې لا زیاتېږي

 که څه هم د روژې میاشت مسلمانانو ته د عبادت، یووالي او ارامۍ میاشت ده، خو یو شمیر افغان میرمنې وايي، په دې میاشت کې تر بل هر وخت زیاتې بوختې او ستړې وي. 

وايي، روژه د عبادت میاشت ده، خو د دې ډیر وخت د کور په کارونو تېریږي.

د کابل اوسېدونکې دا میرمن، چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته سره یې خبرو کې وویل، ښځې اړې دي چې د کور له نورو غړو یو یا دوه ساعته مخکې له خوبه پاڅي څو پیشلمی چمتو کړي، اود ورځې له مخې هم روژه په خوله، ماشومان ساتي، د کور نور کارونه کوي او روژه ماتی چمتو کوي:

"موږ ښځو دا خپله منلې ده چې دا زموږ دنده ده چې کور پاک کړو، سینګار یې کړو، خواړه پاخه او دسترخوان چمتو کړو. همدا وجه ده چې د کور نارینه له بهره بې‌غمه راشي یا که په کور کې هم وي، په کارونو کې برخه وانخلي. ټول پخلی، د ماشومانو پالنه او د کور مسؤلیتونه پر موږ ښځو دي."

د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، ښځې ټوله ورځ د کور په کارونو بوختې وي او د جسمي ستړیا تر څنګ د کور د نارینه‌وو له سخت چلند هم ځورېږي:

"اکثره نارینه چې له بهره راشي، ډېر وخت په توند مزاج او امرانه لهجه وایي، ولې دسترخوان تیار نه دی. باید دې ته پام وکړي چې ښځه که ټوله ورځ په کور کې وي بې‌کاره نه ده ناسته؛ یا د کور په کارونو بوخته وي یا د ماشومانو په پالنه. ښه ده چې له ښځو سره مرسته وشي؛ دا کار مینه او مهرباني زیاتوي، شخړې کموي او لفظي جګړې چې پر ماشومانو بد اغېز کوي لږوي."

د دغو ښځو په وینا، په ډېرو کورنیو کې نارینه د کور په کارونو کې له ښځو سره همکاري نه کوي.

خو دا حالت په ټولو کورنیو کې یو شان نه دی.

د کابل اوسېدونکې ګیتا وايي چې وروڼه یې د روژې په میاشت کې د کور په کارونو کې له دې او مور سره یې همکاري کوي چې دې چارې پر دوی د کار فشار کم کړی دی:

"زه دوه وروڼه لرم چې د کور په کارونو کې له موږ سره ډیره مرسته کوي. تل له ما او مورجانې سره د خوړو په تیارولو، د دسترخوان په برابرولو، له پخلنځي نه خونې ته د لوښو په وړلو، د لوښو په مینځلو، د سلاد په جوړولو او د چای په دمولو او اچولو کې مرسته کوي."

د کابل یو اوسېدونکی جلیل احمد وايي چې د کور له ښځو سره مرسته کول یو کورنۍ مسؤلیت دی او زیاتوي چې روژه د همکارۍ او مهربانۍ میاشت ده:

"زه خپله پخلی هم کولی شم او د کور په نورو کارونو کې هم برخه اخلم. زه دا ځانته ویاړ ګڼم چې له خور، مور او مېرمنې سره مرسته وکړم، په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې. نارینه باید دا کار شرم ونه ګڼي، بلکې یو لوی ویاړ یې وبولي."

په ورته وخت کې دیني عالمان هم وايي چې په اسلامي لارښوونو کې د نارینه‌وو له لوري له خپلو مېرمنو سره د کور په کارونو کې مرسته کول یو ښه او اخلاقي عمل دی.

له دې ډلې د پوهنتون استاد او د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد غړي فضل الهادي وزین، ازادي راډیو ته وویل چې نارینه باید د روژې په میاشت کې د ښځو ستړیا او هڅو ته جدي پام وکړي:

"د اسلامي شریعت له نظره نارینه مکلف دي چې د کور په کارونو کې برخه واخلي، لکه پخلی، صفایي او نور هغه کارونه چې کولی یې شي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپله هم د کور په چارو کې برخه اخیستله، کار یې کاوه، شیدې یې لوېشلې، جامې یې پینه کولې او نور ورته کارونه یې ترسره کول. په روژه کې باید ښځو ته وخت پیدا شي چې قران ولولي، تراویحو ته ولاړې شي، لمونځونه وکړي، تهجد وکړي او عبادت وکړي. د کور کارونه باید دومره نه وي چې ښځه له پخلنځي نه را ونه وځي."

ټولنیز کارپوهان هم ټینګار کوي چې د ښځې او مېړه ترمنځ د مسؤلیتونو وېش او د کور په کارونو کې د نارینه‌وو همکاري نه یوازې په ښځو فشار کموي، بلکې د کورنیو ترمنځ د یووالي، ارامۍ او تفاهم فضا هم پیاوړې کوي.

XS
SM
MD
LG