تورک د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له تېرې اوونۍ راهیسې ۵۶ افغان ملکي وګړي وژل شوي چې په هغوی کې ۲۴ ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي. همداراز ۱۲۹ کسان ټپیان شوي چې د ټپیانو په منځ کې ۴۱ ماشومان او ۳۱ ښځې هم شاملې دي.
د ملګروملتو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله په افغانستان کې تر ۶۶ زرو پورې خلک بېځایه شوي دي.
د ملګروملتو د بشري حقونو کمېشنر زیاته کړې چې په پاکستان کې هم د توپ د ګولیو او ډزو له امله خلک اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه دوه ښوونځي په مرمیو لګېدلي او تر ۱۰۰ زیات ښوونځي تړل شوي دي.
هغه وویل:
«د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي اوس د هوايي بریدونو، درنو توپچي ډزو، هاوان مرمیو او ډزو له امله اړ دي چې وتښتي.»
پرون (جمعه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفووا په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې جګړه پای ته ورسوي. هغې همداراز ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسلهوالو نښتو د راپورونو له امله اندېښنه لري.
تر دې مخکې سعودي عربستان، ایران، قطر، متحده عربي امارات، اندونیزیا، مالیزیا او اروپايي اتحادیې هم له افغانستان او پاکستانه د جګړې د درولو او د خبرو د پیلولو غوښتنه کړې وه.
د ملګرومکلتو د بشري حقونو لوی کمېشنر له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د هغو کسانو مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې ټول اړخونه باید د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو له مخې د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې څېړنې ترسره کړي.
تورک وویل چې د روان تاوتریخوالي له امله بشري مرستې هغو سیمو ته نه رسېږي چې خلک یې سختو مرستو ته اړتیا لري، او دا کار د خلکو پر کړاوونو نور هم فشار زیاتوي.
له بلې خوا لسګونه زره خلک د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته محبوره شوي چې خپلې مېنې پریږدي. په هغوی کې هغه زرګونه کسان هم شامل دي چې په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي یا د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له کبله بې کوره شوي وو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې نژدې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه تر ۱۱.۶ میلیونو زیات ماشومان دي.
پر دې سربېره ډېر افغان کډوال، چې له پاکستانه په زوره یا په خپله خوښه وتل، په تورخم او نورو سیمو کې بند پاتې دي. دوی وايي، د پاکستان د پرېکړې پر اساس او د پولیسو له خوا په پرله پسې ډول له ځورول کېدو وروسته یې کډې بار کړې او افغانستان ته روان شول خو لا له تورخمه نه ول اوښتي چې جګړه شروع شوه.
یوناما د جمعې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د فبرورۍ له ۲۶مې له ماښام څخه د مارچ تر ۵مې پورې د غیرمستقیمو ډزو او هوايي بریدونو له امله ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د یوناما په وینا، د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان جوړوي، چې د دې مودې د ټولو ثبت شویو ملکي تلفاتو شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي.