متقاعد موسی احمد د جمعې په ورځ د کب په ۱۵ ازادي راډیو ته وویل :
موږ د روژه ماتي او پیشلمي د برابرولو توان نه لرو، ډېر په مشکل څه پیدا کوو .
نوموړي زیاتوي چې د تقاعد حقوق نه ورکول کېږي، بله ګټه وټه نه لري، نو ځکه له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
موسی احمد چې په افغانستان کې د لسګونو زرو متقاعدینو څخه یو دی وايي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
"موږ د روژې میاشت په ډېرې سختۍ تېروو. زموږ اقتصاد کمزوری دی او په ډېره سخته ورځ تېروو. کله چې پیسې نه وي او تقاعد هم را نه کړي، نو پیسې له کومه کړو؟."
میرویس صالحزاده، یو بل متقاعد هم د ورته وضعیت خبره کوي:
په دې مبارکه روژه کې که د هر متقاعد کور ته چې ولاړ شئ، زما د کور په شمول، ډوډۍ نه لري
"په دې مبارکه روژه کې که د هر متقاعد کور ته چې ولاړ شئ، زما د کور په شمول، ډوډۍ نه لري، روزي نه لري چې خپل ځان او خپلو اولادونو ته یې ورکړي، د روژه ماتي لپاره خواړه نه لري، ټولې چارې ستونزو سره مخ دي."
متقاعده میرمن نورضیاء هم وايي چې د سږ کال روژه په سختې او بېوزلۍ کې تېروي:
دا روژه په ډیره بې پیسه ګۍ او او بېمصرفۍ تېرېږي. له صبر پرته بله چاره نه لرم
"دا روژه په ډیره بې پیسه ګۍ او او بېمصرفۍ تېرېږي. له صبر پرته بله چاره نه لرم. چې پیسې نه وي ژوند څنګه ښه تېر شي؟ که پیسې وي نو انسان یې په ناروغۍ او نورو اړتیاوو لګوي، او که نه وي نو یوازې باید صبر وکړي."
د افغانستان د متقاعدینو ټولنه وايي د متقاعدینو د اسنادو د ارزونې پر مهال، ډیری هغوی چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې خپل د تقاعد حقوق اخیستي وو، اوس د تقاعد مستحق نه ګڼل کېږي.
د دې ټولنې مشر افندي سنگر ازادي راډیو ته وویل:
"د تقاعد پیسې تر هغه وخته پورې متقاعد ته ورکول کېږي چې ژوندی وي، او که وارثان ولري نو هغوی یې اخلي. خو اوس داسې کسان چې ان د جمهوریت په وخت کې یې یوازې دوه کاله هم تقاعد اخیستی وي، مستحق نه ګڼل کېږي."
د روان لمریز کال په جدي میاشت کې بیا یو شمېر متقاعدینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د تقاعد پیسې یې ترلاسه کړي، خو ورکړل شوې اندازه د دوی له اصلي حق څخه ډېره کمه ده.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په مرغومي میاشت کې ویلي وو چې تر اوسه ۱۱ زره متقاعدین د تقاعد د د حقوقو مستحق پېژندل شوي دي.
د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په دغه هیواد کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر له یو لک او ۷۰ زرو څخه زیات دی.
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده، د ۱۴۰۳ کال په مني کې د یوه فرمان په صادرولو سره د متقاعدینو د حقوقو موضوع محاکمو ته وسپارله او ویې ویل چې متقاعدین باید د خپل تقاعد حق د ثابتولو لپاره ځانګړو محاکمو ته مراجعه وکړي.
خو د افغانستان د متقاعدینو ټولنې هغه مهال ویلي و، متقاعدین اړتیا نه لري چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره محاکمو ته عریضه وکړي او د ادارو او محاکمو ترمنځ سرګردانه شي.
د افغانستان د پخوانیو قوانینو له مخې، هغه کسان چې ۶۵ کلنۍ ته رسېدلي یا یې ۴۰ کاله خدمت کړی وي، د تقاعد د حقوقو مستحق بلل کېدل.
خو د طالبانو په حکومت کې د تقاعد سیستم لغوه شوی او اوس د دولتي کارکوونکو له معاش څخه د تقاعد حق هم نه ګرځول کېږي؛ هغه موضوع چې د ځینو متقاعدینو او هغو کسانو په خبره چې تقاعد ته نږدې دي، د تقاعد نظام راتلونکی یې له جدي ابهام سره مخ کړی دی.