د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۹

د ایران جګړه کې افغان کډوال هم زیانګالي دي، ریچارې بېنیټ یې وضعیت د اندیښنې وړ بللی

له ایرانه ستانه شوي کډوال، ارشیف
له ایرانه ستانه شوي کډوال، ارشیف

نن پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو هوايي بریدونو اوومه ورځ ده. په دې موده کې، په ایران کې له میشتو افغانانو او کډوالو سره اړیکې په کلکه محدودې شوې دي. د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ د میلیونونه افغان کډوالو وضعیت ته ژوره اندیښنه لري.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ، په ایران کې د بند پاتې افغانانو، په ځانګړې توګه میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

بینټ د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۱۴مه) پر ایکس شبکې کې ولیکل: "زه په ایران کې د میشتو ملیونونو افغان اتباعو په اړه ژوره اندیښنه لرم چې ګوښې ته شوي دي او هیڅ قانوني حیثیت یا ټولنیز خوندیتوب نلري".

نوموړي د ایران تر جګړې وړاندې له ازادۍ راډيو سره ځانګړې مرکه کې هم ورته اندیښنه څرګنده کړې وه.

دا اندیښنه وروسته له هغه راپورته کیږي چې متحده ایالاتو او اسراییلو تیره شنبه پر ایران باندې همغږي بریدونه پیل کړل.

په دغو بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په ګډون یوشمېر پوځي چارواکي او سلګونه کسان وژل شوي دي.

له دغو بریدونو سره همهاله په ایران کې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ټکني شول ، له بهر سره د خلکو اړیکې پرې شوې چې دې ډله کې ګڼ شمېر افغانان هم نه دي توانیدلي ایران کې له خپلو خواخوږو سره اړیکه ونیسي.

آصفه ستانکزۍ چې اقتصادي کارپوه ده او ډیره موده یې ایران کې تیره کړې، ریچارد بېنیټ ته ورته اندیښنه لري.

هغې وویل: "دا خلک د قانوني او ټولنیزو محدودیتونو له امله چې دوی ورسره مخ دي، له اساسي خدماتو څخه محروم دي او د مالي او امنیتي ملاتړ نشتوالی دوی ډیر زیان منونکي کوي." خوندي ځایونو ته د ښځو او نجونو بیرته راستنیدل او لیږد یو لومړیتوب دی چې باید ژر تر ژره ترسره شي. پدې برخه کې د کوربه هیوادونو او نادولتي موسسو همکاري خورا اړینه ده."

د افغان ښځو د حقونو یوه بله فعاله، رقیه ساعي وايي چې د خوندي سیمو ته د تګ لپاره د قانوني اسنادو نه درلودل د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره یوه جدي ستونزه کیدی شي.

"په ایران کې د جګړې له پیل سره، موږ د خپلو افغان هیوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لرو، ځکه چې ځینې یې چې قانوني اسناد نلري ممکن خوندي سیمو ته لاړ نشي او د امنیتي ستونزو له امله بیرته افغانستان ته راستانه نشي. دا وضعیت په ریښتیا سره د اندیښنې وړ دی."

په ایران کې د افغان کډوالو دقیق شمیر روښانه نه دی، خو یوشمېر راپورونه د اسناد لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور نیم میلیونه اټکل کوي.

دا لا روښانه نه ده چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی. ازادي راډیو له ځینو زده کونکو او کورنیو سره خبرې وکړې چې توانیدلي افغانستان ته راستانه شي. دوی په ایران کې د بند پاتې کډوالو لپاره وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

XS
SM
MD
LG