د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

په ایران د بریدونو دوام ; سنا د ټرمپ د جنګي صلاحیتونو د محدودولو غوښتنه رد کړه

د امریکا الوتکه وړونکې ابراهام لینکولن بیړۍ د عملیاتو په حال کې ،
د امریکا الوتکه وړونکې ابراهام لینکولن بیړۍ د عملیاتو په حال کې ،

په داسې حال کې چې ایران باندې بریدونه دوام لري، د امریکا سنا مجلس کې د ټرمپ د جنګي صلاحیتونود محدودولو غوښتنه رد شوه. دغه وړاندیز د د یموکراتانو لخوا شوی وو خو جمهوري پلوو د ولسمشر ملاتړ وکړ.

د امریکا او اسرائیلو ځواکونو په ایران بریدونه ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې د امریکا سنا د ولسمشر ټرمپ د حربي صلاحیتونو د محدودولو وړاندیز رد کړ.

په وړاندېز کې غوښتنه شوې وه چې ټرمپ د کانګرس له تصویب پرته نه ښايي په ایران بریدونو ته دوام ورکړي.

په ایران کې د عملیاتو د درولو لپاره دغه وړاندیز په سنا کې د ډیموکرات اقلیت د مشر سناتور چاک شومر ، او دغه راز دوه نورو دموکراتو سناتورانو تیم کین او ادام شیف او د جمهوري پلوي سناتو رند پال لخوا شوی وو.

ټرمپ لدې مخکې د چهارشنبې په ورځ په سپینه مانۍ کې د تکنالوژي د سکتور له مشرانو سره غونډه کې وویل هرهغه ایرانی چې ددغه هیواد د وژل شوي مشر ایت الله خامنه ای په ځای کیني هغه به هم ووژل شي.

مونږ اوس په یو ډیر پیاوړي دریځ کې یو. او دایرانیانو مشرتوب په چټکۍ له مینځه ځي


ټرمپ غونډې ته وویل : " مونږ اوس په یو ډیر پیاوړي دریځ کې یو. او دایرانیانو مشرتوب په چټکۍ له مینځه ځي . هرهغه کس چې غواړي په ایران کې مشر شي په پای کې به هغه هم ووژل شي. "

هغه ژمنه وکړه چې امریکا او اسرائیل به په ایران باندې خپلو ګډو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ټرمپ وویل چې دایران د توغندیو سلاکوټونه په چټکۍ سره د له مینځه تلو په حال کې دي.

هغه یوځل بیا وویل چې ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو مخکې اټومي وسلې ته د لاسرسي په لار کې وو.

ټرمپ زیاته کړه :

کله چې لیوني خلک اټومي وسله ولري نو بد واقعات پیښیدلی سي.

"کله چې لیوني خلک اټومي وسله ولري نو بد واقعات پیښیدلی سي. "

په جګړه کې دامریکايي پیاده ځواکونو د ګډون د احتمال په اړه د اندیښنو د لیرې کولو لپاره سپینې ماڼۍ وویل چې ایران ته دامریکايي عسکرو استول " اوسمهال د دې عملیاتو د پلان برخه نه ده."

بلخوا د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ د ایران خلاف جګړه کې د دواړو متحدو هیوادونو د تاریخی لاس ته راوړنو خبره وکړه.

د اسرائیلو د حکومت ویاند شوش بیدروسیان په ویډیو پیغام کې وویل:

اسرائیل او متحده ایالاتو په ګډه د خپلو اتباعو او متمدنې نړۍ د ساتنې لپاره تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي

"اسرائیل او متحده ایالاتو په ګډه د خپلو اتباعو او متمدنې نړۍ د ساتنې لپاره تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي."

بیدروسیان هم پرته له جزئیاتو ادعا وکړه چې په ایران برید ځکه اړین و چې تهران " د ځمکې لاندې نویو بنکرونو( تاسیساتو) کې " د اټومي وسلو د پروګرام د رغونې هلې ځلې کولې او په خبره یې داسې نښې شته چې پلان یې درلوده چې په اسرائیلو او سیمه کې په امریکایي ځواکونو برید وکړي.

جمهوري پلوو د ولسمشر ټرمپ د صلاحیتونو د محدودولو مخالفت وکړ

په سنا مجلس کې وړاندیز وشو چې په ایران د نورو بریدونو صلاحیت کانګرس ته وسپارل شي خو جمهوري پلوو یې په دې دلیل مخالفت وکړ چې ولسمشر د وسله والو ځواکونود سراعلی قوماندان په حیث د روانو عملیاتو د مشري صلاحیت لري.

د نیویارک څخه ډیموکرات سناتور چاک شومر وویل دا واک باید د کانګرس غړو ته وسپارل شي چې ایا دوی غواړي خپل لوڼې او زامن د خطر سیمو ته واستوي کنه.

خو سنا کې جمهوري پلوو مشرانو د ولسمشر ټرمپ دفاع وکړه.

د سوت داکوتا څخه سناتور جان تون وویل ټرمپ د امریکايي ځواکونو د حفاظت لپاره اقدامات کوي او د سوت کارولاینا څخه سناتور لیندسی ګراهام دغه وړاندیز غیرقانوني وباله.

په سیمه کې د چارو اختلال

په ټول منځني ختیځ کې په هوايي سفرونو کې اختلال ځکه دوام لري چې ایران په اسرائیلو او سیمه کې هغو هیوادونو باندي غچ اخیستونکي بریدونه وکړل چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.

وروسته لدې چې امریکا او اسرائیلو تیره اونۍ په ایران بریدونه پیل کړل لویدیځو هیوادونو سیمې څخه د خپلو زرګونو اتباعو د ویستلو لپاره هلې ځلې شروع کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل دامریکايي اتباعو د ویستلو لپاره لومړنۍ چارتر شوې الوتکه د مارچ په پنځمه د منځني ختیځ څخه وخوځیدله خو نور جزییات یې ورنکړل.

ناټو تړون وروسته لدې ایران وغانده چې ددغه تړون دافع هوا سیستم د ایران یو توغندی مخکې لدې چې دترکې هوايی قلمرو ته ننوځي نسکور کړ.

په داسې حال کې چې په ټوله سیمه کې د ایران بې توپیره بریدونه دوام لري، ناټو تړون د ترکیې په شمول دخپلو ټولو متحدینو ترڅنګ په کلکه ولاړ دی

د ناټو ویاندې الیسون هارت د چهارشنبې په ورځ وویل :" په داسې حال کې چې په ټوله سیمه کې د ایران بې توپیره بریدونه دوام لري، ناټو تړون د ترکیې په شمول دخپلو ټولو متحدینو ترڅنګ په کلکه ولاړ دی. "

بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ایران او ټول منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

ویاند زیاته کړه چې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خپل ترکي ساري ته وویل چې د ترکیې په خپلواکه خاوره بریدونه د منلو وړ ندي او د امریکا لخوا یې د ترکیې په بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.

په عین حال کې، سعودي عربستان چې په سیمه کې دامریکا یو نږدې متحد او د امریکا دپوځي اډو کوربه دی د مارچ په پنځمه نیټه یې وویل چې درې ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.

د سعودي دفاع وزارت په خپله ایکسپاڼه ولیکل : "د درېوو کروز توغنديو مخه ونیول شوه او د الخرج ښارته نږدې نسکور کړای شول."

سعودي چارواکو وویل چې په دې پیښه کې چاته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د ایران یوه حربي بیړۍ غرقه کړای شوه

دامریکا دفاع وزیر پیت هګست تایید کړه چې ددغه هیواد د سمندري ځواکونو یو اوبتل د ایران یوه حربي بیړۍ د سیریلانکا سواحلو ته نږدې غرقه کړه.

په دې برید کې دایران ۸۷ سمندري عسکر مړه او لسګونه نور ټپيان او لادرکه شوي دي.

د سیریلانکا چارواکو وویل ۳۲ ایراني عسکر وژغورل شول.

مکرون اسراییلو ته خبرداری ورکړ

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ وویل د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو څخه یې وغوښتل چې په لبنان باندې ځمکني برید څخه ډډه وکړي.

وروسته لدې چې د ایران ملاتړي د لبنان حزب الله ګوند، د اسرائیلو په شمال توغندي وویشتل د اسرائیلو پوځ په لبنان باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

ما حزب الله ته په اسراییلو اوهاخوا د بریدونو د درولو په اړتیا ټینګار وکړ.


ولسمشر مکرون د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل: "ما حزب الله ته په اسراییلو اوهاخوا د بریدونو د درولو په اړتیا ټینګار وکړ. د تاوتریخوالي د زیاتولو ستراتیژي یوه جدي تېروتنه ده چې ټوله سیمه په خطر کې اچوي،"

مکرون په خپل پیغام کې زیاته کړه :

" ما داسرائیلو صدراعظم څخه هم وغوښتل چې دلبنان د ځمکني تمامیت درناوی او د ځمکني برید څخه ډډه وکړي. دا د دواړو اړخونو لپاره مهمه ده چې د اوربند توافق ته ستانه شي. "

راپورونه ښیي چې د اسرائیلو ځمکني ځواکونه لا دمخه لبنان ته له پولې وراوښتي، که څه هم جزئیات یې روښانه نه دي.

XS
SM
MD
LG