د روانې مارچ میاشتې په ۱۷ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت موده پای ته رسیږي او امنیت شورا د یو بل کال لپاره د دې استازولۍ د کاري مودې د غځولو په اړه غور کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې چې سې شنبه د حوت یا کب په ۱۲مه یې په خپله ویب پاڼه خپور کړی ویلي، د یوناما د تګلارې بدلون او د افغانستان په اړه د امریکا بدلېدونکی لید لوری کولای شي د دې ماموریت د غځولو په څرنګوالی او ان د یوناما په دندو اغیز ولري.
یوه لاره داده چې امنیت شورا د یوناما ماموریت له اوسنیو لومړیتوبونو او له بدلون پرته د یو بل کار لپاره وغځوي
په راپور کې راغلي:" یوه لاره داده چې امنیت شورا د یوناما ماموریت له اوسنیو لومړیتوبونو او له بدلون پرته د یو بل کار لپاره وغځوي، بله لار داده چې د شورا غړي د افغانستان د بشري حقونو د بدلیدونکي وضیعت او بشري بحران په پام کې نیولو سره د طالبانو له لوري په یوناما د لګول شویو محدودیتونو په اړه خپله اندېښنه هم منعکس کړي."
امنیت شورا ویلي د ملګرو ملتونو د سیاي استازولیو په اړه د متحده ایالاتو د حکومت اوسنی دریځ هم کیدای د ماموریت د غځولو په اړه د بحثونو په بهیر اغیز ولري.
په راپور کې راغلي د افغانستان په اړه د واشنګټن نظر د بدلون په حال کې دی او هغه هیواد باور لري چې د ملګرو ملتونو په فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د یوناما د ماموریت اغیزمن پلی کول کول ستونزمن کړي دي، له همدې امله د راپور پر بنسټ ښايي د امنیت شورا اړتیا وویني چې په افغانستان کې د شته واقیعتونو سره سم د یوناما په ماموریت او دندو له سره کتنه وکړي او د سولې او امنیت په ګډون په اصلي لومړیتونو ډېر تمرکز وکړي.
د سیاسي او نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د فعالیت غځول په هر صورت مهم دي خو اړینه ده چې په ځینو برخو کې کې لا زیاته پاملرنه وشي.
له ډلې یې میرویش اشفته ازادي راډيو ته وویل، که د اوسنیو لومړیتوبونو او دندو پرته د یوناما موریت وغځول شي دا کار کولای شي د بشري حقونو د څار په وضعیت اغیز وکړي.
که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ماموریت تمدید شي ښايي درې بدلونونه رامنځته شي
نوموړي وویل:
" که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ماموریت تمدید شي ښايي درې بدلونونه رامنځته شي، اول، په بشري حقونو د پراخه تمرکز په ځای به بشردوستانه مرستو او خدمتونو ته پاملرنه زیاته شي، دغسې به د طالبانو له لوري د لګول شوو محدودیتونو په پام کې نیولو سره د دې ماموریت د کار څرنګوالی له سره تنظیم شي او درېیم دا چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره به روښانه او د ارزونې وړ معیارونه وټاکل شي، دا بدلونونه که څه هم له یوه لوري کولای شي د بشردوستانه مرستو بهیر منظم او هدفمند کړي، خو له بلې خوا ښايي د بشري حقونو پر څارنه منفي اغېز وکړي او په پایله کې پر سیاسي او مدني ازادیو ناوړه اغیز پرېباسي."
پخوانی ډیپلوماټ او د نړیوالو اړیکو شنونکی عزیز ارینفر هم وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د کار غځول اړین دي څو د بشري حقونو د سرغړونو او د هېواد د عمومي وضعیت څارنه وکړي.
"
زه فکر کوم چې له یوې خوا باید په هر صورت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي ماموریت وغځول شي، او څو مهمې دندې ترسره کړي،
"زه فکر کوم چې له یوې خوا باید په هر صورت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي ماموریت وغځول شي، او څو مهمې دندې ترسره کړي، په بشري حقونو او په دې برخه کې په سرغړونو څارنه ده، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونه، د جنسي تېریو د قضیو او نورو اړخونه څارنه باید وشي، له بله پلوه ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنی روښانه انځور ولري، له همدې امله د یوناما ماموریت غځول ډېر اړین دي."
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد تېر کال په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له یو کلن تمدید وروسته ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې دغه استازولي نړۍ ته د طالبانو په اړه په منفي ذهنیت ورکولو تورنه کړې وه داسې مهال چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې پر خپل رغنده او مثبت رول ټینګار کړی دی.
تمه ده چې امنیت شورا راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي او په دې ناسته کې به د یوناما مشر د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه خپل تازه راپور هم وړاندې کړي.
امنیت شورا ویلي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو له لوري د افغانستان په اړه د نړیوالو ژمنو نه عملي کول د شورا د یو شمېر غړو له مهمو اندېښنو څخه دي.
راپور زیاتوي د دغو محدودیتونو د دوام او پراخېدو په اړه ښايي د شورا غړي په بل اقدام هم غور وکړي، څو پر دغو ژمنو ټینګار وشي او او له طالبانو وغوښتل شي چې له ملګرو ملتونو سره د تعامل په ګډون په عامه ژوند کې د ښځو د کار ژوند او زه کړو بشپړ ګډون ته زمینه برابره کړي.
له دې سره د امنیت شورا یو شمېر غړي وايي په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون کولای شي د سیمې د ثبات لپاره اووسي.
خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي کړي او د افغانستان په خاوره کې یې د هر ډول ترهګریزې ډلې موجودیت رد کړی دی.
یوناما د ۲۰۰۱ کال د بُن کنفرانس او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱م پرېکړه لیک پر بنسټ د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شو او اوس مهال په دې هیواد کې له څو محدودو او فعالو نړیوالو بنسټونو څخه شمېرل کېږي.
خو په وروستیو کلونو کې د دې مأموریت فعالیت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو پرېکړه چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راوپارول. د دې اقدام په تعقیب، امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۲۷مه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې یې په افغان ټولنه کې د ښځو او نجونو پر بشپړ او برابر ګډون ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي