د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

د تعلیمي کال له رانژدې کېدو سره د هغو نجونو په اړه د میندو او پلرونو خواشیني په دېریدو ده چې نور ښوونځي ته نه شي تللی

یو شمېر افغان میندې وایي دا چې راتلونکي تعلیمي کال کې یې له شپږم ټولګیو پورته لوڼې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، د برخلیک په اړه یې سختې اندېښمنې دي.

د افغانستان سړو سیمو کې نوي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د هغو میندو زړونه یې پیل ته لړزېږي چې د دې تعلیمي کال په رارسېدو نور یې لوڼې له شپږم ټولګیو پورته او بیا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه وښوده چې تېر تعلیمي کال یې لوڼې له شپږم ټولګیو خلاصې، خو سږ کال ورته په کور کېني چې دوی یې ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د خپلې یوازنۍ لور مور چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې په دې اړه وویل: "تېر کال مې لور پنځم او سږکال شپږم ټولګي کې وه، خو دا چې راتلونکي تعلیمي کال کې به د ښوونځي اجازه ونه لري، ډېره ورته خفه یم، همدا شان زرګونه نورې نجونې او میندې دې حالت ته خفه او اندېښمنې دي، ځکه دوی له درس او تعلیمه پاتې کېږي، زه مې خپلې لور ته ډېره دردېږم، هر څوک نه شي کولای چې انټرنټ ته لاسرسی ولري، ترڅو کور کې انلاین درس ووایي، زه مې خپلې لور ته ډېره خوشبینه وم چې دا به لوړې زده کړې وکړي بیا به ډاکتره شي، خو له هر څه پاتې شوه چې هم یې زما زړه اوبه کړ او هم یې زما د لور."

دا وایي هر کله یې لور ترې پوښتنې کوي چې راتلونکی کال به هم ښوونځي ته ولاړه شي؟ خو په خبره یې دا لا ځوابه پاتې کېږي او یوازې سترګو نه یې اوښکې بهېږي.

د کابل ښار د نجونو د لومړنۍ دورې ښوونځي یوې ښوونکې او د دوو زامنو او یوې لور مور چې دې هم نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې ورته اندېښنه شریکه کړه: "زما لور چې له کله شپږم ټولګي ته تللې له هغه مهاله تر اوسه چې هر کله پر بالښت مې سر ایښی ساعتونه مې په دې اندېښنو کې فکر کړی چې سربېره پر دې چې لور مې ډېره لایقه او هوښیاره ده او دا هم وایي زه راتلونکي کې ډاکتره کېږم، خو زه دومره ناهیلې کېږم چې که شرایط افغانستان کې همداسې دوام وکړي، د دې لور راتلونکی به مې څنګه شي چې ویده کېږم تر دوو ساعتونو هم د خپلې لور په اړه مې فکر کوم او ډېره ځورېږم چې راتلونکی به یې څنګه شي."

دا ښوونکې وایي نه یوازې خپلې لور، بلکې د خپلو هغو نجونو زده کوونکو برخلیک ته یې په همدې اندازه اندېښنه ده او سره له دې چې پرې کلونه یې زیارونه ایستلي، په خبره یې د دې زغم ورته خورا سخت ښکاري چې دوی په کور کېناستو سره له تیاره برخلیک سره مخ کېږي.

دا هغه څه دي چې ځینې نورې ښوونکې یې هم مطرح کوي.

د کونړ ولایت د یو ښوونځي ښوونکې فاطمې وویل چې دا شرایط یې اکثرا نورو نجونو ته د تدریس په برخه کې پر روحیه اغېزه کوي: "له بده مرغه دا چې هېواد کې مو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې دي، خوارکیانې په کورونو کېني، ځینې نجونې مې لیدلي چې په پنځم صنف کې یې قصداً ځان ناکامه کړی چې شپږم ټولګي ته ولاړې نه شو، که شپږم ته لاړې شو بیا موږ د ښوونځي دروازه نه شو لیدلی، دا واضح ده کله چې دا حالت د ښوونکو په ذهنونو هم ډېره ناوړه اغېزه کوي، ځکه د دې نجونو حالات چې ګوري هغه خپلې تجربې وریادېږي ځکه موږ هم د پوهنتون په وروستي کال کې وو چې پر موږ پوهنتونونه بند شول چې دا نجونې له شپږم ټولګیو فارغېږي د دوی دا ژړاګانې چې ګورو خپل حال رایادېږي."

د دې ښوونکې په خبره، که دا حالت همداسې دوام ومومي، راتلونکي کې به افغانستان کې د نجونو او ښځو او حتی ټولنې وضعیت نه جبرانېدونکی وی.

دوی ټولې د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې له شپږم ټولګیو پورته هم د نجونو تعلیم او لوړو زده کړو ته اجازه ورکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې منصور احمد حمزه په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوي تعلیمي کال ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، په ۱۴۰۰ کال کې له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو کې او بیا پرلپسې په تدریجي فرمانونو کې په ۱۴۰۱ کال کې د قوس په میاشت کې پوهنتونونه او بالاخره یې په ۱۴۰۳ کال کې د قوس میاشت کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټیوټونو دروازې هم بندې او پر زده کړو یې بندیز ولګاوه چې په دې سره لکونه نجونې له تعلیم او لوړو زده کړو محرومې شوې.

که څه هم دوی دا بندیز د خپل مشر تر ثاني امر بللی او ویلي یې و چې د نجونو د زده کړو لپاره به بېلابېل امکانات برابر او بېرته به دوی ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي، خو دا هغه څه دي چې لا پر خپل ځای پاتې دي.

د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو د ګڼو نورو محدودیتونو او بندیزونو تر څنګ دې امر یې هم په هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارل چې لا هم دوام لري او بېلابېلو لورو یې پر منفي پایلو اندېښنې ښودلې دي.

له دې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۸مه په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړ چې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو په اړه د طالبانو بندیز له ۲،۲ ملیونه ډېرې نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې کړې دي.

دې سازمانونو زیاته کړې چې که دا بندیز دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه نورې نجونې هم له زده کړو محرومې شي چې په بالقوه توګه به د ۲۰۶۶ کال پورې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۹.۶ ملیارده ډالرو اقتصادي زیان لامل شي.

XS
SM
MD
LG