د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

د افغانستان او پاکستان په نښتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې نن د حوت درېیمه هم روانې دي، چې له امله یې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د پاکستان د هوايي حملو له امله په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

ملګرو ملتونو دغه نښتو کې د ملکي تلفاتو او بشري اغیزو د زیاتوالي خبرداری ورکړی او د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

په افغانستان کې د د دغه سازمان سیاسي استازولۍ یوناما، سه شنبه د حوت۱۲ مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د روانې فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر دوهمې د لومړنیو ارقامو له مخې یې لږ ترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي چې په دې ۴۲ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تازه اعلان کړې چې د نښتو له پیله تر دې دمه د پاکستان د هوايي او ځمکنیو حملو له امله د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۱۱۰ او د ټپیانو ۱۲۳ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت سه شنبه په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل:

"تر نن ورځې (د حوت۱۲مه) پورې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري په پرلپسې ډول د افغانستان فضايي حریم نقض کړی، او په دې هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یې په ننګرهار، کونړ، پکتیکا، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې له بده مرغه زموږ ۱۱۰ هیوادوال چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي او ۱۱۰ نور یې چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي ټپیان کړي دي."

نوموړي دغه شان وویل په دې بریدونو کې د ملکي وګړو ۳۷ کورونه په بشپړ او ۳۱۶ نیمه په نیمه ډول تخریب شوي، ۱۲ دوکانونه ۱۹ جوماتونه، یوه مدرسه او دغه شان یو روغتیايي مرکز هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملکي خلکو په نښه کول په کلکه وغندي او خبره یې د پاکستان د پوځ د دغه بې باکانه عمل د درولو غوښتنه وکړي.

داسې مهال چې ها غاړه هم په وزیرستان او خیبر پښتونخوا کې د افغانستان په بریدونو کې په کورونو د توغندیو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په انګور اډه سیمه کې استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د مارچ د درېمې په شپه د طالب ځواکونو په بریدونو کې، پر ځېنو کورونو توغندي لګېدلي. خو چارواکو ویلي چاته ځاني زیان نه دی ااړولی.

خو د خیبر پښتنوخوا چارواکو بیا مشال راډیو ته ویلي، چې په سدو خیلو کې په دئ شپه د طالب ځواکونو په بریدونو کې د یوې ماشومې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په خپره کړې اعلامیه کې د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتي چې ټولو اړخونو غواړي چې د نړیوال بشري قانون په ګډون د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپلو ټولو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

یونما دا هم ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د لومړنیو راټولو شویو معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کنړ او خوست ولایتونو کې د دغه نښتو له امله له اغیزمنو شویو سیمو څخه ۱۶۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

یوناما دا هم ویلي د دغه نښتو له امله په تورخم کې د بیړني روغتون په ګډون بشري او روغتیایي بنسټونه او دغه شان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې « اې او ایم» د ترانزیت مرکز هم زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې دا هم راغلي چې کرښې ته نږدې په تګ راتګ د محدودیتونو له امله د بشرپالو د ژوند ژغورونکو خدمتونو او نورو مرستو کاري وړتیا کمه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغه نښتو له امله د قرباني شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر غړي او عیني شاهدان پاکستان تورنوي چې د طالبانو د پوستو پر ځای د دوی کلي او کورونه په نښه کوي.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی شریف الله چې دوه روځې مخکې یې د پاکستان د هوايي حملې له امله د یوې پنځه میاشتنې لور او میرمنې په ګډون د کورنۍ څو تنه وژل شوي ازادي راډيو ته وویل:

"پیشلمي ته ناست وو چې الوتکو بمبار وکړو، او زموږ په کلي کې یې زما د ښځې او یوې لور په ګډون چې پنځه میاشتې عمر یې لرلو زموږ د کلي ۱۴ کسه شهیدان کړل، په دې کې زما د ترور زامن وو، درې په کې ښځې وې او دوه ماشومان، اوس زما دوه اولادونه پاتې دی او ښځه او د پنځه میاشتو لور مې شهیدان شول."

د ختیځ کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ یو اوسېدونکي جنت ګل ازادي هم ازادي راډيو ته وویل چې دوشنبه د حوت ۱۱مه په دې ولسوالۍ کې د تازه راستنو شویو کډوالو په یو کمپ د پاکستاني ځواکونو له خوا د توپونو ډزې وشوې:

"زه ولاړ وم چې یو ناڅاپی مرمۍ راغلې، ما پروت وکړو، چې راجیګ شوم، دلته څلور ماشومان لګېدلي وو چې دوه ځای په ځای شهیدان شوي وو او دوه نور شدید ټپیان وو، پاکستان د خلکو کورونه په نښه کوي، د کډوالو کمپونه په نښه کوي، کلي او ولسي وګړي په نښه کوي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي که څه هم روښانه ده چې په نښتو کې ماشومان تر ټولو ډېر زیان ویني خو بیا هم دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ سره په ګډه د پاکستان د بریدونو له امله د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو د تایید هڅې کوي.

د دغه صندوق له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې دوشنبه د حوت۱۱مه خپره شوې راغلي د کرښې بلې غاړې ته هم ماشومان اغیزمن شوي او او سمهال د امنیتي اندېښنو له امله نږدې ۱۳۸ ښوونځي تړل شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او پاکستان حکومت په تېرو نږدې ۲۴ ساعتونو یو وار بیا په یو بل د درنو ګوزارونو او یو بل د تلفاتو داوښتولو ادعاګانې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د حوت ۱۲ مه په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې تېره شپهد ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې کرښې ته نږدې ۲۵ ځل نښتې شوي او ادعا یې وکړه چې په دې نښتو کې یې د کرښې بلې غاړې ته د پاکستان ګڼې پوستې ویجاړې کړي او لسګونه پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ننګرهار، لوګر او پروان کې د پاکستان درې بې پیلوټه او دوه کشفي ډرون الوتکې راغورځولي دي.

هغه دغه شان وویل چې د دغه نښتو له پیله تر دې دمه له ۲۸ ډېر طالبان وژل شوي او له ۴۲ ډېر ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د پاکستان حکومت هم په دې نښتو کې طالب لوري ته د زیانونو د اوښتلو ادعا ګانې کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې سې شنبه د حوت ۱۲ مه یې خپور کړی ویلي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د طالب ځواکونو ګڼې حملې شنډې کړي او په تعرضي برېدونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

خو ازادي راډيو د دواړو لوریو ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې وروسته له هغې زیاتې شوې چې پاکستان د حوت د دوهمې نېټې په شپه پکتیکا او ننګرهار کې په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه کړل، که څه هم د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په دې هوايي حملو کې یې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګړي اړوند اوه مرکزونه په نښه کړي او ۷۰ تنه یې وژلي دي، خو یونما هغه مهال ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې حمله کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG