د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دېره یوه میرمن چې له څلورو کلونو راهیسې د امریکا د تګ په تمه په پاکستان کې اوسي وايي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ له نښتو وروسته په دې هیواد کې د ډیره افغان پناه غوښونکو ستونزې او اندېښنې زیاتې شوې دي.
دې مېرمنې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل "دا دوه درې ورځې چې د افغانستان او پاکستان وضع بدله شوې، افغانانو ته ویل شوي چې هر ډول اسناد او کیسونه چې لري موږ یې نور دلته نه منو، او اوس ما هم له مجبوریته د غره پر سر یو کور پیدا کړی ځکه بل ځای تللی نه شم له دوه اولادونو سره باید هغه ځای ته لاړه شم چې هیڅ ډول اسانتیاوې نه لري ځکه د کور خاوند ځواب راکړی چې باید کور پرېږدم، او راته یې ویلي چې نور افغانان دلته نه پرېږدي. اوس موږ نه یوازې د پولیسو له لوري بلکې د عامو خلکو له لوري هم له ستونزو سره مخ یو، زموږ همدې ګاونډي احوال ورکړی چې دوی افغانان دي، ان د پاکستان حکومت د افغانانو د موندلو لپاره ۱۰ زره کلدارې جایزې ایښي دي."
دا مېرمن چې د دوو ماشومانو مور ده او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې په افغانستان کې له بېلابیلو امریکايي ادارو سره کار کړی وايي چې د امنیتي اندېښنو له امله بېرته خپل هیواد ته نه شي ستنېدلی.
اوس ما هم له مجبوریته د غره پر سر یو کور پیدا کړی ځکه د کور خاوند ځواب راکړی دی چې باید کور یې پرېږدم.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې میشت یو بل افغان پناه غوښتونکی چې د تېر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې څارنوال و، وايي، د پاکستان او د طالبانو حکومت تر منځ نښتې د دې سبب شوي چې په سیمه کې، د افغانانو د نیولو او بندي کولو موارد زیات شي.
دا افغان کډوال چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په جرمني کې د خپل کیس د پړاونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللی د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال ډیری کډوال له کورونو نه شي وتلی او ان روغتونونو ته نه شي تللی.
دی زیاتوي"جګړې ډېر مستقیم اغیز کړی. دلته پېښور کې چې موږ یو، زه نن روغتون ته تللی وم. پولیسو زښته زیاتې پوښتنې کولې، په یو ډول ترې راغلم، موټرچلوونکي ترې په بله لاره راوستم. روغتونونو کې څارنه فعلاً ډېره سخته شوې، ژوند یې په پېښور کې ډېر محدود کړی دی. لارې فعلا مطلق بندې دي، ډېری افغانان یې کمپ ته بیولي دي چې هلته نه سم امکانات شته او نه روغتیایي اسانتیاوې او اکثره افغانان پکې ناروغان شوي دي. دوی چې خلک ونیسي کاش داسې زر یې وباسي په ورځو ورځو یې په زندان کې ساتي. دلته ګرفتارۍ شدېدې شوې دي."
یاد شوی افغان کډوال زیاتوي چې وایي مخکې اسلام اباد کې اوسېده خو دا چې ویزې یې بیا تمدید نه شوې، او په وینا یې د پاکستان په یو شمیر نورو ښارونو کې د افغانانو نیونې کمې وې، پېښور ته راغی. "دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې ملګرو ملتونو د کب په اتمه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ په حواله لیکلي، چې هغه د حوت په ۷مه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۱ غونډه کې ویلي چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ مخ په زیاتیدونکي کړکیچ د هغو افغانانو لپاره ستونزې او خطرونه زیات کړي، چې بیرته خپل هیواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي."
که څه هم له دې نښتو مخکې هم په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورټ کولو لړۍ روانه وه، خو د یو شمیر کډوالو په خبره د وروستیو نښتو او تاوتریخوالي تر زیاتېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک- چمن لارې چې د کډوالو د ستنېدنې لپاره په یو اړخیز ډول خلاصې وې، هم تړل شوي دي.
په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې «یو ان اچ سي ار» ځینو کارکاوونکو او د طالبانو ځایي سرچینو هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه لارې د وروستیو نښتو له پیل وروسته تراوسه تړلي دي.
لږترلږه هغو افغانانو ته دې په پاکستان کې د اوسېدو زمینه برابره شي چې په نورو هیوادونو کې د کډوالۍ کیسونه لري.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بشري حقونو یوې افغانې فعالې او خبریالې یاسمین یقین نبي زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې لږ ترلږه هغو افغانانو ته دې په دې هیواد کې د اوسېدو زمینه برابره شي چې نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري.
آغلې نبي زاده وايي"زموږ غوښتنه له پاکستانه دا ده چې کوم کسان چې له ۲۰۲۱ کال وروسته یې پاکستان ته پناه راوړې او په افغانستان کې دننه له جدي خطر سره مخ دي د هغوی ملاتړ دې وکړي او نه دې یې ډیپورت کوي. زموږ ویزې دې تمدید کړي او نه دې پرېږدي چې د بېرته ستنېدو له تریخ برخلیک سره چې هغه مرګ دی، مخ شو."
پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال یې له بهرنیو ځواکونو سره په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کولې، د امنیتي اندېښنو او دغه شان د خپلو کیسونو د پړاوونو د بشپړولو لپاره یو شمېر هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته ولاړل.
خو اوس دې دواړو هیوادونو د دې افغانانو د نیولو او ډیپورټ کولو شدیده لړۍ پیل کړې او هره ورځ زرګونه کسان بېرته ستنېدنې ته اړ کېږي.
پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي کمیشنرۍ ویاند عرفات جمال د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه له کابله په ژنیو کې خبریالانو ته په یوه انلاین ناسته کې وویل، د ۲۰۲۶ کال له پیله د فبرورۍ تر نیمایي پورې یو لک او ۵۰ زره او په تېر ۲۰۲۵ کال ۲ عشاریه ۹ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو- ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یو این ایچ سي ار له دې مخکې هم ویلي و، چې ایران او پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ډیپورټ لړۍ چټکه کړې ده.