دې وزارت د چهارشنبې په ورځ د «جنورۍ په ۱۴مه» پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې لیکي چې له دې هیوادونو څخه کډوال اکثرا متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته د ملاتړ پر سیسټمونو "عامه بار" ګرځي.
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ویزو پروسس ځنډول به تر هغه وخته دوام وکړي تر څو چې په ټکو یې، متحده ایالات ډاډ ترلاسه کړي چې نوي کډوال به د امریکا پر خلکو بار نه ګرځي یا عامه سرچینې نه کاروي.
بلخوا امریکایي رسنۍ فاکس نیوز هم په ورته نېټه راپور ورکړی چې دا پریکړه به د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه نیټه پلې شي او تر هغه وخته پورې به نافذه وي تر کومه چې د راپور په ټکو د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د ویزو پروسې بیاکتنه بشپړه نه کړي.
د فاکس نیوز په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا قونسلګریو ته لارښوونه شوې چې له دې هیوادونو د کډوالو د ویزو غوښتنلیکونه تر بیا ارزونې پورې رد کړي.
دا بهیر به تر هغه مهاله ځنډېدلی وي چې ډاډ تر لاسه شي چې نوي کډوال د امریکا د خلکو په اوږو بار نه دي.
فاکس نیوز لیکلي، هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو غوښتنه کوي او هغه کسان چې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو یا د بیا میشتیدنې غوښتونکي دي، اوس به د متحدو ایالاتو له تازه اعلان وروسته د بیاکتنې بشپړیدو پورې د ځنډ یا مستقیم رد ځوابونو سره مخ شي.
دې اعلان په امریکا کې بې اسناده او د خپلو عزیزانو په تمه مېشت د دې هېواد د کیس لرونکو افغانانو چې په دریمو هېوادونو کې دي، سختې اندېښنې راپارولي دي.
یو افغان چې کابو یوکال مخکې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته رسېدلی او ده او کورنۍ یې تراوسه اسناد نه دي تر لاسه کړي او نږدې خپلوانو او د کورنۍ نورو غړو ته په تمه دی، د نوم نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۱۵مه» ازادي راډیو ته وویل"دا پرېکړه واقعاً اندېښمنونکې ده، یو کس مو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې قطر کې په تمه دی او بل چې پاکستان کې دی حتا په افغانستان کې یې کور هر څه پلورلي، خو د دې لپاره چې دا بهیر بند دی تر اوسه نه دي راغلي، هغوی بیرته افغانستان تللی هم نه شي ځکه چې له خطر سره مخ کېږي، بل دلته له دې وروسته به خلک د خپلو کورنۍ غړو سره یو ځای کېدای نه شي، ډېره اندېښنونکې ده، هیله من یم چې دوی پر خپلې دې پرېکړې بیا غور وکړي او پرېږدي چې کورنۍ له خپلو غړو سره یوځای شي."
بلخوا په پاکستان کې دېره د امریکا د یوې ادارې افغانې کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ازادي رادیو ته وویل"موږ ته ایمیل راغلی چې باید کېس مو پروسس شي، مجبوره شوم پاکستان ته راغلم، خو دا څلور کلونه له کار ژوند هر څه پاتې یم، دې ته هیله منه وم چې ټرمپ راغی ښایي نور مو الوتنې او دا بهیر چټک شي، خو ده له بده مرغه ټول بهیر ودراوه، موږ دلته ډېرو سختو شرایطو کې یو، موږ په دې هیله له خپله هېواده راووتو چې دوی موږ سره ژمنه کړې وه چې موږ سره به درېږي، موږ خپل ټول بهیر پای ته ورسوه، حد اقل دې اوس دا خلک خو انتقال کړي ټول کار یې بشپړ شوی."
دوی وایي له امریکا سره یې د کورنیو غړو او دوی خپله په افغانستان کې په بېلابېلو پوځي او بشري برخو کې کار کړی او افغانستان ته د بېرته ستندو سره به له خطرونو سره مخ شي.
یوشمېر سناتورانو دا کار د امریکا له پخوانیو متحدانو سره خیانت بللی او له هغوی څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.
د یادونې ده چې دا اقدام د کډوالۍ هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو وروسته پلي کړي دي.
بلخوا د پخوانیو افغان متحدینو د بیا میشتیدنې په اړه د متحدو ایالتو د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د روانو اختلافاتو په ترڅ کې، دوی د چهارشنبې په ورځ یوه غونډه وکړه ترڅو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لیږد په برخه کې ننګونې وڅیړي.
د دې اورېدنې په لړ کې، ډیموکراټ سناتورانو د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام ځنډول د امریکا له پخوانیو افغان متحدینو سره خیانت وباله.
خو جمهوري غوښتونکو بیا امریکا ته د افغانانو د تخلیې پر مهال د دوی د انتقال له امله د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په دې لړ کې ډېری داسې افغانان هم متحدو ایالاتو ته رسېدلي چې ان د پیژندنې اسناد یې نه درلودل او دوی تر اوسه نه پوهېږي چې ایا دوی کې ترهګر هم انتقال شوي دي او کنه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو راهیسې د امریکا د کډوالۍ په پالیسیو کې پراخ بدلونونه راوستي دي، چې د افغانانو په ګډون یې د زرګونو ویزه غوښتونکو ژوند اغیزمن کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې د خپلو دې اقداماتو په دفاع کې ویلي وه چې امریکا ته د افغانانو په ګډون د نړۍ د ۱۹ نورو هېوادونو چې دی یې د دریمې نړۍ هېوادونه بولي، د کډوالۍ بهیر ار هغه ځنډوي تر کومه چې د امریکا امنیت او د امریکایانو شتمنۍ د خوندیتوب په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی نه وي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د امریکا ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، ډیری افغانان چې د متحده ایالاتو ځواکونو یا بشري ډلو سره یې کار کاوه او ځانونه یې افغانستان کې امن نه احساسول، اوس په دریمو هېوادونو کې بې برخلیکه او له خورا سختو شرایطو له دې ډلې له نیونې، ځورونې او ان ډیپورت سره مخ دي.